No-IMG

د سلطان محمود غزنوي د لمسي شهزاده حسين مزار

لښکرګاه، هلمند؛ افغانستان

له پښتنې مور [فرخزاده] او ترک پلار [سبګتګين] څخه زر کاله وړاندي د غزني نامتو واکمن محمود غزنوي وزېږېد، د محمود له دريو زامنو څخه دوهم تن سلطان مسعود نومېده چي خپلو څلورو زامنو ته ئې د هغوی د واکمنۍ په سيمه کي ودونه کړي وه چي مشر زوی ابراهيم بيا خپل زوی حسين ته د هلمند يوه پښتنه ښځه واده کړې وه، د هغې د اولادونو په اړه مالومات نسته خو په هلمند کي د يوازينۍ غزنوي دورې پاته مقبرې باندي د محمود غزنوي د لمسي د زيارت ګومان کېږي، ارواښاد خلیل‌الله خلیلی په سلطنت غزنویان کي دلته د غوري دورې مقبرې هم تايد کړي دي.

دغه پرانيستې ګومبده شاوخوا نوري مقبرې هم لري خو مالومات ئې نسته.

دغه اته کونجه مقبره له خوار ډېرو بارانونو او بادونو څخه مخ پر ورانېدو وه چي په ۲۰۱۹ع کاله د اسيايي بانک له خوا له سره په اساسي ډول جوړه سوه.

سلطان محمود غزنوي (۹۷۱-۱۰۳۰ع) چې د يمين الدولة عبدالقاسم محمود ابن سبکتگين په نامه هم يادېږي د ۹۹۷ع کال څخه تر خپل مړينې پوري د غزني امپراتور پاچا وو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟