No-IMG

خدای (ج) او انسان

د قرانکریم په بیلابیلو سورتونو کې د انسان یو داسې طرز تفکر ته اشاره شوې ده چې کله پر هغه سختۍ او مشکلات راشي نو الله ج ته یې مخه شي او اوږدې دعاګانې کوي خو چې کله یې هغه ستونزه حل شې نو بیا الله (ج) هیر او داسې ژوند کوي لکه چې کله یې هم له الله (ج) څخه څه غوښتې نه وي. یا انسان داسې فکر کوي چې دا ستونزه دده د ذاتي استعداد, هوښیارتیا, پوهې, روابطو او نورو له لارې حل شوې ده.

تاسې داسې څوک پیژنۍ چې کله له څه مشکل سره مخ شي له تاسو سره شپه او ورځ په ډيره تواضع او عاجزۍ په تماس کې وي, تر څو د مشکل په حل کې ورسره مرسته وکړئ. خو چې مو د مشکل په حل کې ورسره مرسته وکړه نو بیا تاسې او ستاسې ټول ښه هیر کړي. له تاسو سره داسې وضعه کوي لکه چې نه مو پیژني او هیڅ مرسته مو ورسره نه وي کړی. خو چې کله بیا د کوم بل مشکل سره مخ شي نو بیا تاسې وریاد شۍ. داسې کس ته شاید تاسې مطلب اشنا, مکار او موقع پرست ووایۍ.

قرانکریم په سورة یونس کې همداسې یو طرز تفکر ته اشاره کوي:

"او چې انسان ته کومه ستونزه رسیدلې, نو مونږ یې په ملاسته, ناسته او ولاړه بللي يو. خو کله چې ترې مونږ ستونزه لرې کړې, نو داسې ځي لکه چې د رسیدلې ستونزې په لیرې کولو کې يې مونږ له سره بللي نه ؤو. پدې توګه ښایسته کړای شوې دې زیاتي کوونکو ته د هغوی کړنې." سورة یونس, ۱۲:۱۱ ایتونه

په سورة لقمان کې هم همداسې یو طرز تفکر ته اشاره شوي:

"ایا تاسې د الله ج دا نعمت نه ګورئ چې د ژوند کشتۍ مو د وخت په سمندر کې روانه ده تر څو د ژوندانه په هر پړاو او  کږلیچونو کې د الله ج ځنې نخښې وګورئ. د ژوند پدې سفر کې هر ستر صبر کوونکي او شکر کوونکي ته دا نخښې ښکاري.

"کله مو چې د ژوند کشتۍ د حوادثو او پیښو په طوفاني څپو کې راګيره شي نو د الله ج څخه په مخلصه عقیده مرسته غواړۍ خو چې کله د امن ساحل ته ورسیږۍ بیا د ځنو په هغه اخلاص کې کمښت راشي. د الله ج له نخښو څخه یوازې هغه کسان انکار کوي کوم چې ختار او کفور دي." سورة لقمان: ۳۱ - ۳۲ ایتونه

د ختار معنی په معجمونو کې: ټګ, غولوونکی, مکار, بېوفا, غدار, خاین, بې عقیدې, باغي, ډير حیله کونکی, عهد ماتوونکی, موقع پرست.

د کفور معنی په معجمونو کې: دحق نه منکر, نعمت نه پیژندونکی, کافر.

الله ج دې مونږ ته توفیق راکړي چې په سختیو او اسانیو کې مو هغه (ج) په یاد وي.

 

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک