No-IMG

حکمتيار: از حكومت مليزيا سپاسگزاريم كه حکومت افغانستان را به رسميت ميشناسد

متن خطبه محترم برادر حکمتيار (جمعه 3 جدي 1400)

الحمد للّٰهِ و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ باللّٰهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

إِنَّ ٱللَّهَ يَأۡمُرُ بِٱلۡعَدۡلِ وَٱلۡإِحۡسَٰنِ وَإِيتَآيِٕ ذِي ٱلۡقُرۡبَىٰ وَيَنۡهَىٰ عَنِ ٱلۡفَحۡشَآءِ وَٱلۡمُنكَرِ وَٱلۡبَغۡيِۚ يَعِظُكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَذَكَّرُونَ ٩٠ النحل: 90 صدق الله العظيم

الله تعالى فرمايي:

يقيناً چي الله تعالی د عدل، احسان او خپلوانو ته د وركړي امر كوي؛ او له فحشاء، منكراتو او بغاوت ممانعت كوي؛ تاسو ته د دې لپاره وعظ كوي چي ښايي پند واخلئ.

په دې مبارك آيت كي د الله تعالى اوامر او نواهي په شپږو برخو كي په دې توگه راخلاصه شوي:

الله تعالى په دريو كارونو تاسو گماري: عدل، احسان او له خپلوانو سره مرسته. دا درې لارښووني دومره جامع دي چي د انسان ټول ژوند او د ژوند ټول فكري، اعتقادي، اخلاقي او عملي ابعاد احتواء كوي، د انسان د ژوند هيڅ اړخ د دغو لارښوونو له دائرې بهر نه پاته كېږي.

الله تعالى له دريو كارونو تاسو منعه كړي يئ: 1- فحشاء؛ يعني هغه كارونه چي بدوالى ئې بربنډ وي او هر څوك ئې بد گڼي او پر عمل كوونكي سربېره نورو ته هم د هغه بدي اغېزې سرايت كوي. 2- منكر؛ يعني هغه بد او كركجن كار چي د انسان سالم فطرت ترې كركه كوي. 3- بغاوت؛ د بل پر حقوقو تېرى او د خپل رب له اطاعت سرغړاوى. دا درې نواهي هم داسي دي چي د انسان ټول ژوند احتواء كوي او ټول هغه بد او ناروا كارونه رانغاړي چي د الله تعالى د لارښوونو او نېكو كارونو خلاف دي.

برادران و خواهران عزيز!

ما و جهان اسلام در مجموع؛ هم از وحدت و همآهنگى ها ميان ابر قدرت ها و اشغالگران صدمه ديده ايم و هم از اختلافات شان؛ قرباني رقابت هاى شان نيز مسلمانان بوده و قربانى همآهنگى هاى شان نيز.

در جريان جنگ سرد ميان اتحاد شوروى و ايالات متحده امريكا؛ در رأس دو پكت نظامي ناتو و وارسا؛ جهان اسلام ميدان رقابت هاى سياسى، نظامى و اقتصادى مسكو و واشنگتن بود؛ بر بخشى امريكا و اذناب اروپايى اش مسلط شد و بر بخشى ديگر اتحاد شوروى؛ اگر از يك سو مصر، عراق، سوريه، يمن، سودان و در پايان افغانستان به اقمار شوروى تبديل گرديدند؛ از سوى ديگر سعودى، اردن، ايران، پاكستان و كشورهاى خليج به پايگاه ها و اقمار امريكا تبديل شدند.

پس از زوال اتحاد شوروى؛ امريكا به قدرت يكه تاز دنيا تبديل شد، خواست سيطره سياسى، اقتصادى و نظامى اش را بر تمامى دنيا تحميل كند؛ اما سنت دائمى و تغيير ناپذير الهى؛ چنان نيست كه بگذارد كشورى با سياستهاى ستمگرانه اش بر تمامى دنيا مسلط شود و براى مدت طولانى دوام كند؛ از 11 سپتمبر 2001 تا 15 اگست 2021 حوادثى رخ داد كه امريكا گراف نزولى خود را پيمود و شكستش در جنگ افغانستان و تمامى جنگهايى كه بعد از زوال اتحاد شوروى آغاز كرد و به خروج شرم آورش از افغانستان منتج شد؛ چين در تمامى عرصه ها بر امريكا پيشى گرفت و غلبه حاصل كرد، روسيه دوباره خود را جمع و جور كرد و بر پا ايستاد و جان گرفت، امروز چين تايوان را تهديد مى كند و روسيه اوكراين را. امريكا و ناتو در مجموع تشويش جدى دارند كه شايد چين تايوان را تصرف كند و روسيه ايالت مهم قبلى اتحاد شوروى را تصرف نمايد. چين حريم فضائى تايوان را به گونه مكرر نقض مى كند و به تهديداتش ادامه مى دهد و روسيه بيش از صد هزار نيروى مجهزش را در نزديكى اوكراين مستقر كرده و از امريكا خواهان تضمينات جدى است كه تحركات نظامى اش را در حول حوش روسيه متوقف كند؛ در غير آن به عكس العمل جدى نظامى متوسل خواهد شد

همزمان با اين شاهد منازعه جدى امريكا با روسيه در باره فروش راكت هاى دافع هواء اس 400 روسى به تركيه و عده اى ديگر كشور ها هستيم؛ امريكا و اروپا آن را نه تنها تهديد جدى براى خود و اقمار شان مى خوانند؛ بلكه باعث سرد شدن بازار فروش طياره هاى جنگى خود به شمول پيشرفته ترين جنگنده F-35 و راكت هاى پيترايت تلقى مى كنند. بحران در روابط تركيه و امريكا نيز از خريدارى اس 400 روسيه نشأت كرده و تهديد ها و تحريم هاى امريكا و اروپا و مشكلات سياسى و مالى براى تركيه را باعث شده است

اگر ايالات متحده امريكا نتواند مشكلاتش با روسيه و چين را حل كند و در اين سه بخش مهم؛ اوكراين، تايوان و فروش اس 400 به عقب نشينى و شكست مواجه گردد؛ يقيناً پيامد هاى اين شكست ها براى امريكا به پيمانه اى خطرناك و تعيين كننده خواهد بود كه جبرانش براى امريكا و اروپا دشوار و حتى ناممكن خواهد بود؛ و ممكن است به سرنوشت شكست اتحاد شوروى در جنگ افغانستان مواجه گردد.

اگر امريكا نتواند مانع فروش اس 400 شود؛ در آن صورت از جانبى برترى نظامى اش را از دست خواهد داد و پس هيچ كشورى بر حمايت هاى نظامى امريكا حساب و اعتماد نخواهد كرد و از جانبى ديگر ماركيت فروش پيشرفته ترين و گران ترين تجهيزات نظامى اش (اف 35 و راكت هاى پيترايت) را از دست خواهد داد.

روسيه و چين احساس مى كنند كه شكست ناتو در افغانستان؛ روحيه كشور هاى دخيل در جنگ افغانستان را به پيمانه اى تضعيف و سركوب كرده كه جرأت نخواهند كرد در آينده قريب وارد جنگى ديگر شوند؛ آن هم نه در جنگ با يك كشورى ضعيف چون افغانستان؛ بلكه با دو رقيب نيرومندش چون چين و روسيه.  

حقيقت اين است كه ناتو و در رأس آن امريكا در موقعيتي نيست كه حوصله جنگى ديگر را داشته و به پيروزى در آن اميدوار باشد. شايد مسكو با توجه به همين وضعيت؛ نيروهايش را در كنار اوكراين مستقر كرده و ناتو را به اقدام نظامى تهديد مى كند. و پيكنگ نيز تايوان را تهديد مى كند

تشديد رقابت ها ميان كشور هاى بزرگ و مصروف شدن شان در منازعات داخلى؛ فرصتى خوب براى افغان ها ايجاد كرده كه اگر به گونه درست و شايسته از آن استفاده شود؛ خيلى از مشكلات كنونى ما را حل يا كم خواهد كرد و از فشار ها بر افغانستان خواهد كاست.

برادران و خواهران عزيز!

حتماً شنيده ايد كه بريتانيا تصميم گرفته تا كوماندوهاى فرارى افغان را در قطعه خاصى؛ در داخل نيروهاى امنيتى بريتانيا تنظيم كند. چرا؟ هدف از تشكيل اين قطعه كوماندو نه استفاده از آن در داخل بريتانيا خواهد بود؛ نه در اروپا، آسيا و افريقا؛ شكى در اين نيست كه مى خواهد از آن در افغانستان استفاده كند

امريكا نيز مصروف انتقال كسانى است كه در بيست سال اشغال آنان را چون جنگجويان اجير استخدام كرد، آموزش داد و عليه ملت ما جنگاند. گشودن دفتر براى آنان در واشنگتن نيز نشانه آن است كه اشغالگران از سياست هاى ناكام و شكست شان در جنگ افغانستان عبرت نگرفته اند و خواهان تكرار تجربه ناكام خود اند؛ ولى شايد تا اين پيمانه نافهم و سفيه نباشند؛ احتمالاً هدفش فشار بر افغانستان باشد؛ تا حكومت را وادار به تسليم شدن به شرائط آنان و اعطاء سهم دلخواه به گروه ها و چهره هاى وابسته به غرب در حكومت باشد.

برادران و خواهران عزيز!

نشست وزراء خارجه سازمان همكارى اسلامى در اسلام آباد انكشاف خوبى بود؛ ما از آن استقبال كرديم؛ تأكيد اين نشست بر كمك هاى غير مشروط به افغانستان و عدم انجماد سرمايه هاى افغانستان از سوى امريكا؛ قابل قدر بود. اما چند مطلب در رابطه به اين نشست قابل ياد آورى است:

نتوانست موضعى روشن در رابطه به يكى از حادترين قضيه جهان اسلام؛ قضيه افغانستان؛ داشته باشد؛ به گونه اى كه هم مسئوليت اسلامى اش را اداء كند و هم استقلال خود را در قضاياى مربوط به جهان اسلام به نمايش بگذارد؛ نه منتظر موافقه غرب باشد و نه در پى همآهنگى با آن.

برخى از كشور هاى اسلامى از اشتراك در اين نشست نه تنها خوددارى ورزيدند بلكه در كنفرانسى شركت كردند كه هند؛ به دليل رقابت هايش با پاكستان و به غرض كاستن اهميت نشست اسلام آباد؛ همزمان با آن دائر نمود و شش كشور آسياى مركزى را به دهلى دعوت كرد.

لازم بود اين سازمان حكومت كنونى افغانستان را به رسميت مى شناخت و اگر شرائط و پيشنهاداتى براى بهبود وضعيت در افغانستان داشت؛ آن را بدون ارتباط به قضيه شناخت؛ عنوان مى كرد؛ قطعاً قابل توجيه نيست كه چوكى افغانستان در اين سازمان به حال تعليق گذاشته شود.

از حكومت مليزيا سپاسگزاريم كه وزير خارجه اش با وضاحت و استقلال كامل اعلان كرد كه يكجا با برخى از كشور هاى ديگر مصروف رأى زنى هستيم تا حكومت كنونى افغانستان را به رسميت بشناسيم

وروڼو خوېندو!

لكه چي خبر يئ پر مشهور عالم او اسلام ته ژمن داعي مولوي صاحب عبدالسلام عابد يو ځل بيا بمي بريد وشو؛ يو ځل د مخكني حكومت په دوران كي او دا ځل په همدې اونۍ كي، يو ملگرى ئې شهيد شو؛ دى او بل ملگرى ئې ټپي شول. په داسي حال كي چي شهيد ته دعاء كوو او د كورنۍ غړو او دوستانو ته ئې تسليت وړاندي كوو، مجروحينو ته له الله تعالى عاجل او كامل صحت غواړو، پر بريد كوونكو لعنت وايو او له الله تعالى ورته د فوري انتقام او شديدى سزا انتظار او دعاء كوو.

ويل كېږي چي عابد صاحب ته د عبدالرحمن مسجد د خطابت او امامت پرېښودو گواښونه شوي وو؛ د دغو مكررو گواښونو له كبله هغه تر بريد لږ وړاندي له لمونځ كوونكو سره خداى پاماني كړې وه او له خطابت او امامت ئې لاس اخيستى وو؛ خو جاني او وحشي قاتل چي ښايي د همدې خطابت او امامت پرېښودو لپاره ئې لومړى دى گواښلي او بيا ئې پرې بريد كړى؛ د ده پر استعفاء ئې اكتفاء ونه كړه او په ډېري بې مروتۍ سره ئې پر ده بمي بريد وكړ.

مولوي صاحب عابد د اشغال په كلونو كي د ارگ خوا ته د مبارزې كلك سنگر جوړ كړى وو، په خپلو خطبو او ويناوو سره ئې د اسلام لپاره او د اشغالگرانو او د هغوى د لاس پوڅي دين دښمن حكومت په خلاف دومره څه كړي چي ويلى شو د هري جمعې خطبې اغېز او نتائج ئې كه په سنگر كي د پرتو لسگونو مجاهدينو تر ډزو زيات نه وو نو كم خو په  هيڅ صورت كي نه وو. پيغمبر عليه السلام د جابر حاكم په وړاندي حق وينا ته د اكبر جهاد نوم او مقام وركړى؛ يقيناً چي په تېر جهاد كي ډېرو مؤمنو افغانانو له جومات، منبر، دفتر، د مدرسې، ښوونځي، پوهنتون له ټولگي سنگرونه جوړ كړي وو؛ همدا دوى وو چي ولس ئې جهاد او د مجاهدينو ملاتړ، ملگرتيا او حمايت ته چمتو كول، په خپلو پرتمينو تظاهراتو، غونډو او احتجاجونو سره ئې د اشغالگرانو او د دوى د لاس پوڅي او مزدور نظام پښې لړزولې، د نظام په امنيتي ځواكونو كي چي چا د اشغالگرانو په خلاف فدائي عمليات كړي او دښمن ته ئې درانه تلفات اړولي؛ د همدغو له تبليغاتو متأثر شوي او د فدائي عملياتو پرېكړه ئې كړې. څومره اشغالگران چي د دغو فدائي سرتېرو په ناڅاپي بريدونو كي وژل شوي؛ لسمه برخه ئې په مخامخ جگړو كي نه دي وژل شوي.

دا يو مسلم حقيقت دئ چي د نړۍ هيڅ انقلاب؛ يوازي په نظامي عمل او د جنگياليو په جنگ سره نه پيل شوى او نه بريالى شوى؛ پيل ئې له فكري مبارزې وو او په بريا كي ئې د هغو ونډه تر ټولو ځلانده او اغېزمنه وه چي د فكري سنگر هوښيار او هدفمن مبارزين وو، مجاهدين ئې د جهاد لپاره چمتو كړي او ولس ئې د مجاهدينو ملاتړ او مرستي ته تيار كړى.

ناټو هغه مهال د افغانستان له دائمي اشغال مأيوس او د وتلو پرېكړه ئې وكړه چي د افغان اردو او امنيتي ځواكونو په ليكو كي د فدائيانو شمېر او د دوى فدائي عمليات پراخ او زيات شول او ناټو ئې له مهارولو او مخنيوي عاجزه شوه؛ او له دې پرته بل بديل ورته پاته نشو چي خپل ځواكونه له افغانستان وباسي.

وروڼو خوېندو!

باور لرو چي نن د علماءو او مجاهدينو په ترور كي همغه كړۍ لاس لري چي په تېرو څلوېښتو كلونو او د اشغال په دوران كي ئې لاس درلود.

حكومت بايد د دغو پېښو د مخنيوي لپاره جدي تدابير ونيسي، د ترورونو عاملين بايد تشخيص شي، ونيول شي، په علني توگه محاكمه او مجازات او د مقتولينو د ورثه وو په وړاندي قصاص شي.

حكومت بايد تر هر څه وړاندي خپل امنيتي ادارې له هغو تصفيه كړي چي د اشغالگرانو په خدمت كي وو؛ داسي څوك بايد په وسله والو او امنيتي ځواكونو كي ونه نيسي چي لاسونه ئې د افغانانو په وينو سره دي او مجاهدينو ته د دښمن او رقيب په سترگه گوري. څوك چي د حكومت له آدرس خپلسري عمليات كوي، د خلكو كورونو ته ننوځي، وسائل او وسائط غصب كوي، خپل شخصي رقابتونه پالي، ماشومان، مېرمني او سپينږيري ځوروي، خپل مخالفين نيسي، تعذيبوي او وژني ئې؛ دوى بايد ډېر ژر ونيول شي او داسي كلكه سزا وركړى شي چي هم د هر قاتل او جاني لپاره د عبرت وسيله شي او هم ملت مطمئن شي چي نظام او چارواكي د دوى په خدمت كي دي او سر، عزت او مال ئې په دې نظام كي خوندي دي

هيڅوك بايد داسي فكر ونه كړي او داسي څه په خپلو سترگو ونه گوري چي په دې نظام كي او نن د اشغالگرانو ملگري او د مخكني نظام لوړ پوړي افسران، مأمورين، چارواكي او د دوى د جرمونو شريكان، ملگري او نږدې همفكران او خپلوان؛ نه يوازي خوندي دي؛ بلكي درناوى ئې كېږي

وروڼو خوېندو!

د افغانانو د بد اقتصادي وضعيت يو عادي او د پلازمېني كابل د واټونو يو د سترگو ليدلى حالت ستاسو مخي ته ږدم: زما يوه خپلوان راته ويل: په ښار كي روان وم، يو وړوكى شپږ كلن ماشوم مي وليد چي د سپېلنيو دودولو يو زوړ قطى ئې لاس كي وو، په دې يخنۍ كي ئې نازكي شلېدلې جامې اغوستې وې او ژړل ئې، ورغلم او پوښتنه مي ترې وكړه چي زويه ولي ژاړې؟ په داسي حال كي چي له ډېر غرېو ئې ستونى بند بند كېدو او خبره ئې سمه نشوى كولى؛ راته وويل: تمامه ورځ مي د سپېلنيو دودولو سره يو سل پنځوس افغانۍ پيدا كړې؛ يو بل ماشوم راغى او پيسې ئې په زور رانه واخيستلې؛ كه كور ته ولاړ شم نو مور به مي وهي، له مړۍ پرته به څنگه تش لاس كور ته ځم؛ په همدغو پيسو مي هره ورځ كور ته مړۍ اخيستله!! ښكل مي كړو او څو افغانۍ مي وركړې.

د ډېرو كورنيو همداسي حالت دئ. دعاء كوو چي الله تعالى پر افغانانو خپل رحمت داسي نازل كړي لكه د پسرلي تېز باران او د مظلومو افغانانو ټولي ستونزي حل كړي.

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک