No-IMG

د بين الافغاني مذاکراتو د شروع کېدا لپاره يو شرط د پنځه زره طالب بنديانو خوشې کول ؤ

د بين الافغاني مذاکراتو د شروع کېدا لپاره يو شرط د پنځه زره طالب بنديانو خوشې کول ؤ، چې بايد د سولې توافقنامې له لاسليک کېدا سره هممهاله خوشې شوی وای. خو دولت د ځينې سياسي ملحوظاتو له وجې دا کار ونکړ. اوس چې په هېواد کې د جګړي د شدت تر څنګ د کرونا وبا هم ورځ تر بلې په چټکۍ مخ په خپرېدو ده، او د ځينو راپورونو پر اساس ويل کېږي، چې کرونا پلچرخي زندان ته هم لاره کړې او پرون يو زنداني د کرونا له وجې په ياد زندان کې ومړ.

همدې انديښنو ته د ځواب په موخه ولسمشر غني په دې نږدې ورځو کې د شل زره بنديانو د خلاصون فرمانونه صادر کړل، چې له جملې يې تر اوسه زر تنه بنديان آزاد شوي. طالبانو هم په ورته اقدام او پلمه پرون په کندز او ځينې نورو ولايتونو کې سل تنه بنديان له خپلو زندانونو آزاد کړل.

دا چې د بنديانو د خلاصون پروسه له دې سوکه سوکه او ټکني حالته څنګه د ګړنديتوب حالت ته رسېدای شي؟ او څنګه دا پروسه د بين الافغاني مذاکراتو د رامنځ ته کولو لپاره پر يو ګړندي او باوري عامل تبديليدای شي؟ همدې پوښتنو ته د ځواب موندلو لپاره نن شپه په شهادت لايف ټي وي له خپلو درنو ميلمنو سره بحث لرو. تاسې که په دې اړه کوم نظر او يا پوښتنه لرئ، نو نن شپه ۹بجې په ياد پروګرام کې په ژوندۍ بڼه برخه راسره واخلئ!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟