No-IMG

د پردیپالو یو الګو مشر د خپلو بادارانو له ادرسه د مفسد په لقب ونومول شو

په افغانستان کې د پرديو په لاس روزل شوي مامورینو په فساد، خیانت، ظلم، او فحشا باندې چې هر څوک سترګې پټوي دا به د افغانستان له ملت سره یو نه بخښونکی خیانت وي. هیڅ څوک د دوی په فساد خیانت او ظلمونو کې ځانونه نه شریکوي، باور وکړئ چې نه په دنیا او نه به په اخیرت کې ښه پاېلې ولري، پرته له ذلالته.

باالاخره چې د پردیپالو یو الګو مشر د خپلو بادارانو له ادرسه د مفسد په لقب ونومول شو. په داسې حال کې چې دوی څومره ورته وفادار و، آن د نیویارک او واشنګټن ساتلو لپاره ئې یونیم ملیون افغانان ووژل. موږ ته د غربیانو دغه او دیته ورته څرګندونې هیڅ د حیرانتیا او د تعجب خبره نه ده، نه مو لومړی د متفکر په نوم منلی و او نه ورته اوس د دوی په خوله مفسد او خاین وایو. د افغانستان ملت تر ټولو وړاندې غني او کرزي ته د مفسدینو، خاینانو او ظالمانو القاب  ورکړي. دا خو اوسنۍ خبره نه ده، د دوی په خیانت ظلم او فساد باندې مو ډیر څه پخوا هم لیکلي، تبصرې او مقالې مو لیکلي او اوس هم موجودې دي. بهر نه په افغانانو تپل شوي مفسد متفکران، ملي قهرمانان، مارشالان، او د دوی حامیان له اول نه ملت ته مالوم و، ځکه خو د ملت له لاسه په یو تاریخي زوال او شکست سره مخ شول، دا هر څه د فساد ظلم او خیانت نتیجه وه چې نن ټول ملت يې د مفسدینو په نامه پیژني.

د نیک تاریخ جوړول د بااحساسو او د پاکو اشخاصو کار دی، د افغانستان غوڅ اکثریت له دوی کرکه لري، بلکې محاکمه ئې غواړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک