No-IMG

گوهر شاد بیگم

گوهر شاد بیگم ( ۱۴۰۵ – ۱۴۴۷ع) د افغانستان په تاریخ کي پیژندل سوې هنري میرمن ده چي د هنرونو معشوقه هم نومېږي، گوهر بېگم د تيموري سلطان شاهرخ ميرمن وه، پلار یې غياث الدين تره خان نومیده او مور ېې خانزاده بيگم وه، د گوهرشاد لوی کار دا وو چي د تيموري امپراتورۍ پايتخت یې د سمرقند ځخه هرات ته رانقل کړ، هرات کي ئې يوه لويه مدرسه جوړه کړه، د شاهرخ سره یې په گډه کلتوري، ادبي او مذهبي کارونه شروع کړه چي په هغه وخت کي دا خوځښت د يوه رنسانس په ډول وو، نوموړي مېرمني په مشهد کي هم لوی مسجد جوړ کړ، اتيا کاله یې ژوند وکړ او د خپل ځوان لمسي الغ بیگ سره په درباري او سياسي چارو کي مرسته کوله. د شاهرخ د ژوند په وروستيو کلونو کي گوهرشاد د خپل لمسي علاوالدوله د تخت کښېناستو هلي ځلي پېل کړې خو د وروڼو او تربورو يې مخالفت وکړو. په ۱۴۴۷ع کي د شاهرخ د مړينې سره دا سلطنت هم نور په وړو برخو ووېشل سو چي ځينې شهزادگان يې د بهرنيو ځواکونو په ملا تړ حکومت کاوه. گوهرشاد په اخير کي د سلطان ابو سعيد لخوا ووژل سوه او په دي هرات کي خاورو ته وسپارل سوه.

گوهر شاد تر لسو کالو د پردې تر شا حکومت وکړ چي د دجلې څخه د چين تر پلو غځيدلې وو. په مغلو کي د ښځي واک د زغملو وړ نه و او گوهر شاد واکمني تر اتياو کالو پوري ورسېدله.

گوهر شاد بیگم:

گوهر شاد بیگم همسر شاهرخ میرزای تیموری و مشاور اعظم امپراطوری بزرگ تیموری است که در سال ۷۷۸ هجری قمری در شهر هرات دیده به جهان گشود.

گوهر شاد به عنوان وزیر و مشاور اعظم مدنیت بزرگ تیموریان، ایفای وظیفه نموده و این بانوی بزرگ هرات در رشد و اعتلای فرهنگ و هنر خدمات شایاتی را ایفا نموده که از جمله می توان به احداث ۳۶۰ بنای بزرگ تاریخی عام المنفعه واحداث مسجد جامع و مدرسه  مصلی، کتابخانه، دارالشفاء و خانقاه مدرسه گوهر شاد بیگم در سال ۸۲۳ ه ق مسجد جامع و کتابخانه ی جوار زیارت امام رضا در مشهد از یادگار های مشهور وی است.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟