No-IMG

حکمتيار: نسكور شوى مخكنى مفسد رژيم او تښتېدلي چارواكي له تور برخليك سره مخ دي

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 10 جدي 1400)

 

الحمد للّٰهِ و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ باللّٰهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَكَمۡ قَصَمۡنَا مِن قَرۡيَةٖ كَانَتۡ ظَالِمَةٗ وَأَنشَأۡنَا بَعۡدَهَا قَوۡمًا ءَاخَرِينَ ١١ فَلَمَّآ أَحَسُّواْ بَأۡسَنَآ إِذَا هُم مِّنۡهَا يَرۡكُضُونَ ١٢ لَا تَرۡكُضُواْ وَٱرۡجِعُوٓاْ إِلَىٰ مَآ أُتۡرِفۡتُمۡ فِيهِ وَمَسَٰكِنِكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تُسۡ‍َٔلُونَ ١٣ قَالُواْ يَٰوَيۡلَنَآ إِنَّا كُنَّا ظَٰلِمِينَ ١٤ فَمَا زَالَت تِّلۡكَ دَعۡوَىٰهُمۡ حَتَّىٰ جَعَلۡنَٰهُمۡ حَصِيدًا خَٰمِدِينَ ١٥   الأنبياء: 11-15

الله تعالى فرمايي:

او له داسي كليو مو څومره مات مات كړل چي (هستوگن ئې) ظالمان ول او ترې وروسته مو د نورو قوم پيدا كړ، نو كله چي ئې زموږ عذاب احساس كړ ناڅاپه ترې تښتېدل. مه تښتئ او هغه څه ته ستانه شئ چي په هغه كي مو سوكالي په برخه شوې وه او خپلو هستوگنځيو ته؛ چي وپوښتى شئ!! وايي به: زموږ پر حال افسوس! يقيناً چي موږ ظالمان وو. نو تر هغه به ئې تل دا وينا وه چي موږ رېبل شوي مړاوي (يخ او ساړه) كړل.

په دې مباركو آيتونو كي د اسلام مخالفينو او قريشو ته ويل شوي:

مگر خبر نه يئ چي تر تاسو وړاندي مو څومره هغه كلي وال وځپل چي ظالمان ول، او تر دوى وروسته مو نور قومونه راپيدا كړل؟!! مگر نه پوهېږئ چي كله به الهي عذاب پر دوى سيورى وغوړاوو او پوه به شول چي ژر به په سخت عذاب اخته شي نو هر څه به ئې شا ته پرېښودل او د تېښتي لار به ئې ونيوله، كه به هرڅومره دوى ته ويل كېدل چي مه تښتئ او خپلو هستوگنځيو او د چړچو او عيش عشرت سامان ته ستانه شئ، هغه څه ته بېرته وگرځئ چي سوكالي ئې درپه برخه كړې وه؛ ښايي وپوښتى شئ!! اعتناء ئې نه ورته كوله.

د دې فِقرې (ښايي وپوښتى شئ)؛ څو تعبيرونه شوي:

1- بيا به ستاسو خادمان لاس په نامه درته ودرېږي او له تاسو به وپوښتي: باداره څه حكم دئ؛ څه خدمت وكړم؟!

2- بيا به د مخكي په څېر پټي غونډي جوړي كړئ چي پلويان مو وپوښتي: جنابه! له دې حق غوښتونكو او حقپالو سره څه وكړو او څنگه ئې مخه ونيسو؟!!

3- خپل ټاټوبي ته ستانه شئ چي هلته به ښايي وپوښتل شئ، او كوم داسي ځواب به وركړى شئ چي ځان وژغورئ!!

د دې آيتونو په پاى كي ويل شوي: د دغو مفسدينو او ظالمانو ځواب به د حال او قال په ژبه دا وو: زموږ پر حال افسوس! يقيناً چي موږ ظالمان وو. نو تر هغه به ئې دا وينا تكراروله او پر خپل بد حال به ئې افسوس كولو چي جرړي به ئې وايستى شوې او د رېبل شوو بوټو په څېر به شول، د ژوند حرارت او شيمه به ئې مړاوې شوه او په مرگ به محكوم شول. له پروني غرور او مستي به لوېدلي وو؛ هغه د اقتدار د ورځو تېزي توندي ويناوي او چيغي به ئې داسي خاموشه شوې وي لكه د ژباند اور لمبې؛ چي تتي او خاموشه شي؛ انگار ئې ايرې شي او په دائمي مرگ محكوم شي.

نسكور شوى مخكنى مفسد رژيم او تښتېدلي چارواكي او نننى تور برخليك ئې؛ د دې مباركو آيتونو ښه مصداق دئ.

كه څوك وغواړي د دوى پرونى او نننى بد حالت په ښه او له پند او عبرت ډكي بڼي كي انځور كړي نو يوازي د دغو آيتونو په رڼا كي ئې سم انځورولى شي

وروڼو خوېندو!

ټول هغه افغانان چي د اسلام او آزادۍ لپاره جنگېدلي؛ نن ئې ستر او الهي مسئوليت دا دئ چي هېواد له خطرونو او گواښونو وژغوري، د شر او فساد ځواكونو په وړاندي كلك ودرېږي او په گډه ئې مقابله وكړي.

نن د ټولو اسلامپالو افغانانو برخليك يو له بل سره تړلى او غوټه شوى؛ ټول د يوې كشتۍ سورلۍ دي؛ كه كشتۍ غرقه شوه ټول غرق كېږي؛ كشتۍ ئې په څپانده سمندر كي درومي، نهنگانو ورته خولې پرانيستې دي، سمندري داړه ماران ورته په كمين كي دي، ساحل ته رسېدل ئې يوازي د الله تعالى په مرسته ممكن دي.

كه دا نظام خداى مه كړه ناكام او نوم ئې بد شي؛ او د اسلام دښمنان وتوانېږي مخكنى حالت بيا راولي؛ بيا به ډېره گرانه وي چي څوك دلته په نږدې راتلونكي كي د اسلام او جهاد نوم واخلي.

دښمن پرون او د بمونو او راكټونو په ورولو سره دا هدف نشو ترلاسه كولى؛ خو نن د حكومت په ناكامولو سره كولى شي دا ناولى او شوم هدف ترلاسه كړي.

په داخل او بهر كي د دښمنانو هڅي او تحركات، د نظام ضد پراخ تبليغات، مېرمني واټونو ته راايستل، تبليغاتي وسيله ترې جوړول، د مخكني رژيم جنگي او امنيتي ځواكونه غونډول او منظمول او د بل جنگ لپاره ئې تيارول، رسنۍ د نظام خلاف فعالول، د افغانستان انټرنيشنل په نامه نوى تلويزيوني چينل رامنځته كول، د نظام خلاف څېرې په كي كارول، په ټول افغانستان كي د كلي كلي په كچه راپور وركوونكي او مبلغين استخدامول، قحطي او قيمتي پر افغانانو تحميلول، په دې وحشيانه او انسانيت ضد جنايت كي د نړۍ د ټولو حكومتونو اجماع؛ يعني له لوږي د مظلومو افغانانو د وژلو په ستر جنايت كي؛ د دوى مشاركت او گډون، ... د دې وضعيت مقابله له موږ د يووالى او درايت  غوښتنه كوي. مقتضيات ئې دا دي:

•             د ټولو مجاهدينو يووالى

•             په گډه د گواښونو مقابله

•             د يوه موفق، متحد او يو لاسي حكومت جوړول.

•             أمنيت تأمينول

•             ولس ته ډاډ او اطمئنان وركول. داسي چي حكومت ستاسو دئ، ستاسو خادم دئ، مشران به ئې تاسو ټاكئ، كارونه به ستاسو په مشوره ترسره كېږي، ملي شتمنۍ ستاسو امانت دئ، ستاسو له مشورې پرته به هيڅوك دا حق نه لري چي په دې امانتونو كي د خپلي خوښي تصرف وكړي، دا حكومت نه د كومي قبيلې حكومت دئ او نه د كومي خاصي ډلي

•             دلته به د الله تعالى دين حاكم وي او عدالت به تأمين كېږي.

•             دلته به ستاسو له حقيقي استازو جوړه شوې شورىٰ؛ د تصميم وروستۍ مقتدره مرجع وي او د حكومت ټول مسئولين به د شورىٰ پرېكړو ته درناوى او تمكين لري؛ همغسي چي قرآن فرمايي: (وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ) الشورى: 38

وروڼو خوېندو!

د اقتدار منازعه په مجموع كي دوه حل لاري لري:

1- د ولس په خوښه د زعيم غوراوى؛ داسي چي كه ولس مسلمان وي نو مسلمان به غوره كوي او كه مسلمان نه وي نو د خپلي خوښي غير مسلمان زعيم به غوره كوي.

2- د ځواكمنو نخبه وو په خوښه د زعيم ټاكل: دا زورور كېدى شي يوه قبيله وي، يا يوه سياسي او فكري ډله وي او يا د وسله وال ځواكونو څو افسران او مشران

په دغو كي اسلام لومړۍ حل لار وړاندي كړې؛ اسلام د زعيم ټاكل د عام مسلمانانو حق او دنده گڼلې او الله تعالى مسلمانانو ته أمر كړى چي زعامت به د يوه امانت په توگه هغه چا ته سپاري چي وړ ئې وي او اهليت ئې لري. او چا ته چي دا امانت وسپارل شي؛ هغه ئې مكلف كړي چي د خلكو ترمنځ عدالت تأمينوي.

إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا 58 النساء 58

د مسلمانانو تاريخ دا گواهي وركوي چي كله ئې اميران په جومات كي د عام مسلمانانو په خوښه غوره كېدل نو تر ټولو اهل، افضل او اعلم شخصيت به د امير په توگه غوره كېدو. خو كله چي په قصرونو كي او د درباريانو له لوري غوره كېدل؛ نو نااهل ځاى ناستي غوره شوي؛ امارت قومي او قبيلوي شوى، اموي او عباسي شوى.

او له همدې سره ژر يا لږ وروسته د اقتدار د وېش پر سر د خونړيو جگړو لړۍ پيل شوې.

امويانو په خپلو منځونو كي سره وژلي، عباسيان د امويانو په خلاف پاڅېدلي، عباسيانو علويان وژلي...

عمر رضي الله عنه همدا وړاندوينه كړې وه: هغه ته په خپل وروستي حج كي او هغه مهال چي په منٰى كي وو چا اطلاع وركړه چي  ځيني وگړي وايي: كه عمر وفات شي نو موږ به حتماً له فلان سره بيعت كوو؛ همغسي لكه چي د ابوبكر بيعت ناڅاپي بيعت وو او ترسره شو!! نو عمر رضي الله عنه غصه شو او وئې ويل: زه ماخستن خلكو ته وينا كوم او خبردارى وركوم چي ځيني خلك غواړي په دوى پوري اړوند كار (د دوى حق) ترې غصب كړي، يعني د امير ټاكل د ټولو مسلمانانو حق دئ؛ يوه ډله غواړي دا حق له دوى سلب كړي او د خپلي خوښي امير پرې وتپي.

عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه وايي ما عمر رضي الله عنه ته وويل: اې امير المؤمنينه! دا كار دلته مه كوه، صبر وكړه؛ تر هغه چي مدينې ته ستون شې؛ مدينه ئې مناسب ځاى دئ؛ نو عمر رضي الله عنه وويل: په خداى قسم چي إِنْ شَاءَ اللَّهُ زه به په مدينه كي په خپلي لومړۍ وينا كي دا خبره كوم... همداسي وشول، هغه په مدينه منوره كي د لومړۍ جمعې په خطبه كي د نورو خبرو په ضمن كي وويل:

... إنَّهُ بَلَغَني أنَّ قَائِلاً مِنْكُمْ يَقولُ: وَاللهِ لَوْ مَاتَ عُمَرُ بايَعْتُ فُلانًا فَلا يَغْتَرَّنَّ امرُؤٌ أنْ يَقولَ: إنَّمَا كَانَتْ بَيْعَةُ أَبِي بَكْرٍ فَلْتَةً وَتَمَّتْ أَلا وَإنَّهَا قَدْ كَانَتْ كَذَلِكَ وَلَكِنَّ اللهَ وَقَى شَرَّهَا وَلَيْسَ مِنْكُمْ مَنْ تُقْطَعُ الأَعْنَاقُ إلَيْهِ مِثْلُ أَبي بَكْرٍ مَنْ بَايَعَ رَجُلاً عَنْ غَيرِ مَشُورَةٍ مِنَ المسْلِمينَ فَلا يُبَايَعُ هُوَ وَلا الَّذي بَايَعَهُ تَغِرَّةً أنْ يُقْتَلا:

....خبر شوى يم چي ځيني خلك وايي: په خداى قسم كه عمر وفات شو نو موږ به له فلان سره بيعت وكړو؛ پام چي څوك په دې دوكه نشي چي وايي: له ابوبكر سره بيعت ناڅاپي وو او ترسره شو او ومنل شو، هو؛ همداسي وو؛ خو الله تعالى د دې پېښي شر دفع كړ؛ او په تاسو كي داسي څوك نشته چي د ابوبكر په څېر خلك ورته تسليم وي. څوك چي د مسلمانانو له خوښي او مشورې پرته له چا سره بيعت وكړي نو نه دي له ده او نه له هغه چا سره بيعت كېږي چي ده ورسره بيعت كړى؛ ښايي داسي تېروتنه د دواړو د وژل كېدو باعث شي!!

عمر رضي الله عنه د سقيفه بني ساعده غونډه يوه عشوائي او ناڅاپي غونډه بولي او وايي: الله تعالى د هغې له شر وژغورلو!!

سره له دې چي د زعيم د غوراوي په ارتباط د اسلام لارښووني او احكام ډېر څرگند دي، هم په قرآن كي، هم په رواياتو كي او هم په اسلامي تاريخ كي؛ خو متأسفانه ځيني داسي څه اسلام ته منسوبوي چي د صريح نصوصو او تاريخي رواياتو كاملاً خلاف دي. وايي: د امير ټاكل د خواصو او علماءو حق دئ نه د بې علمه عوامو كار!! دا جنابان نه دې ته گوري چي له علماءو به يوازي علمي مسائل پوښتو، اما د وكيل ټاكلو او شهادت وركولو حق هر انسان او هر مسلمان لري. اسلام يوازي د فاسق گواهي د اعتبار وړ نه گڼي؛ د وكيل نيولو او گواهي وركولو حق ئې هر مسلمان؛ عالم او غير عالم، نارينه او ښځينه ته وركړى. د امير ټاكل او د څو نوماندانو له منځ يو غوره او اهل گڼل؛ دا د ټولو مسلمانانو هم حق دئ او هم وجيبه.

د نخبه وو او په اصطلاح د اهل الحل و العقد او انتصابي جرگو له لاري د امير او زعيم د ټاكلو رأى مو په هغه صورت كي معقوله او د بحث وړ گڼلى شوى چي يا خو په دې اړه كوم آيت او نص وړاندي شوى وى او يا له څلورو خلفاءو يو تن له همدې لاري غوره شوى وى. د لږ شمېر افرادو له لوري د امير ټاكل بد عواقب لري؛ شتمن نوماندان او د دوى شتمن بهرني حاميان په آسانۍ سره كولى شي دا لږ افراد وپېري او د خپلي خوښي جمهور رئيس او مشر پر يوه هېواد مسلط كړي، هغه كار چي په جنگ او كودتا ئې نشي كولى له همدې لاري ئې په ډېره وړيا او ارزانه بيع كولى شي

وروڼو خوېندو!

موږ په خپل تاريخ كي همدا حالت درلود؛ ميرويس نيكه د ملت له منځه راپاڅېد، كندهار ئې د گرگين له سلطې آزاد كړ؛ ځوان زوى ئې شاه محمود هوتك پر اصفهان حكومت وكړ او قصر ئې تر ننه په اصفهان كي پاته دئ، وراره ئې شاه اشرف پر مشهد حكومت وكړ؛ احمد شاه بابا د ملت له غېږي او متن راپاڅېد ولس د مشر په توگه غوره او د بابا په لقب ئې ونازوو، نوى افغانستان ئې جوړ كړ، واكمني ئې تر ډهلي پوري ورسېده؛ لويه امپراطوري ئې رامنځته كړه، خو اقتدار داسي اولاد ته ترې پاته شو چي نه يوازي په خپلو منځونو كي يو د بل خلاف وجنگېدل؛ بلكي پلار زوى ووژلو او زوى پلار، ورور له ورور سره وجنگېدو، يو به له روسيې سره ملگرى شو او بل له بريتانيا سره، يو به د ډهلي او پېښور له لاري كابل او كندهار ته له بهرنيو لښكرو سره راغى او بل به له شمال او بخارا؛ له روسي سرتېرو سره.

وروستى ئې سردار داوود وو چي د خپل تره زوی په خلاف ئې د كمونستانو په ملگرتيا كودتا وكړه.

قبيلوي او موروثي حكومتونه به تل همداسي وي.

د كمونستانو حكومتونه مو هم وليدل چي څنگه ئې مشران يو د بل په لاس په ارگ كي ووژل شول.

وروڼو خوېندو!

اقتدار خپل آفتونه لري؛ ستر ستر ئې دا دي:

•             غرور او خداى هېرول.

•             له هغه ولس بېلېدل او له هغوى فاصله چي د ده په څنگ كي ودرېدلى؛ پناه ئې وركړې؛ ډوډۍ ئې وركړې، زوى ئې په سنگر كي ورسره پاته شوى او جنگېدلى او مېرمنو ئې ډوډۍ ورته پخه كړې، د ده په ملگرتيا كي ئې پر كورونو بمونه او راكټونه ورېدلي، هجرت ته مجبور شوى خو د دښمن له ملگرتيا ئې ډډه كړې.

•             د سختو او بدو ورځو مخلص ملگري هېرول.

•             له اقتدار غلطه استفاده، د خپل ځان، ټبر، قبيلې په غم كي پرېوتل او له واك په استفادې سره هغوى ته امتيازات ترلاسه كول.

دا د اقتدار آفتونه دي، ځان ترې ساتل آسان كار نه دئ. يوازي د قوي ايمان خاوند، او له الله تعالى او د هغه له محاسبې وېرېدونكى او عقلمن مجاهد ځان ترې ساتلى شي.

وروڼو خوېندو !

امريكا تر وتلو وړاندي او د مذاكراتو په دوران كي څو شرائط درلودل: د هغه نظام پاته كېدا چي دوى پر افغانانو تپلى وو او شل كاله ئې پرې پانگوني كړې وې. داسي چي اساسي قانون، مطبوعات او رسنۍ به ئې د مخكي په څېر وي، د دوى لاسپوڅي به په حكومت كي شريك وي، هغه شركتونه به خپل فعاليت ته د مخكي په څېر دوام وركوي چي د اشغال په دوران كي جوړ شوي او له دې لاري ئې هر كال په ملياردونو ډالر ترلاسه كړي، د افغانستان د معادنو د استخراج په ارتباط به امريكايي شركتونو ته لومړيتوب وركول كېږي، د امريكا مخالف داخلي او خارجي ځواكونو ته به د فعاليت اجازه نه وركول كېږي، هغه ډلي به ځپل كېږي چي امريكا ئې د تروريست په نامه پېژني.

خو الله تعالى د دوى دا شيطاني منصوبه شنډه كړه، شرمېدلي او تش لاس ووتل؛ اوس غواړي د گواښونو، اقتصادي تحريمونو، په ډرون تيارو د افغانستان د فضائي حريم مسلسل نقضولو او د يوه بل جنگ تحميلولو له لاري خپلي غوښتني پر افغانانو ومني.

د إمارت اسلامي مسئولينو دا خبره افشاء كړه چي امريكا دوى ته د 11 كسانو نومونه وركړي چي بايد په حكومت كي ونيول شي؛ او فقط په دغه صورت كي به د كابل حكومت ټول شمول او دوى ته د منلو وړ گڼل كېږي!! هيله مو دا ده چي إمارت اسلامي مسئولين دا نومونه له ولس سره شريك كړي؛ چي پوه شي د دښمن معتمدي څېرې كومي دي. ځيني نور هېوادونه هم دې ته ورته غوښتني او شرائط لري. ښه به وي چي دا نومونه افشاء شي چي ملت ئې وپېژني.

وروڼو خوېندو!  

هيڅ هېواد ته بايد دا اجازه ورنه كړو چي د نظام د څرنگوالي او د حكومت د تركيب په اړه خپل شرائط تحميل كړي، په افغانستان كي د داسي فرهنگي فعاليتونو اجازه ترلاسه كړي چي دلته تلويزيون، راډيو، پوهنتون او تعليمي مراكز ولري. مگر دا چي موږ ته د دوى په هېواد كي د مشابه فرهنگي او تعليمي فعاليت اجازه راكړي. هغه هم يوازي په افغانستان كي د خپلو اتباعو لپاره؛ نه د افغانانو لپاره؛ هر هېواد حق لري د خپلو مهاجرو اتباعو لپاره په بل هېواد كي تعليمي او فرهنگي مراكز ولري؛ دا ئې حق دئ؛ لكه دا چي موږ په اروپا، امريكا او ايران او پاكستان كي د افغان مهاجرينو لپاره جوماتونه، تعليمي او فرهنگي مراكز ولرو، اما هيڅوك حق نه لري چي په افغانستان كي د افغانانو لپاره كليسا، تعليمي مراكز او پوهنتون جوړ كړي؛ دا ځكه چي دلته نه مسيحيان شته او نه د نورو هېوادو اتباع.

وروڼو خوېندو!

موږ د ټولو هغو هڅو ملاتړ او قدْرَوَنه كوو چي د افغانانو د ديني او ملي ارزښتونو د درناوي او حفاظت په ارتباط ترسره كېږي. دا هڅي بايد تلويزيوني نشراتو ته هم وغځېږي. د گنده، منحط او اسلام ضد غربي او هندي سريالونو او د هغو خپرونو مخنيوى چي د اخلاقي انحراف، جنسي شذوذ، انحطاط او ابتذال لوري ته ځوان نسل هڅوي، له خپل ديني تشخص او ملي هويت ئې پردي كوي؛ مېرمن له خپل مېړه سره او خاوند له خپلي مېرمني سره خيانت ته هڅوي؛ له هر آدرس او هر سايټ او صفحې چي داسي خپروني كېږي او د شيطان سنگر ترې جوړ شوى؛ دغه آدرسونه او سايټونه بندول او بلاك كول؛ د ټول حكومت اساسي دندي دي. د تحول په پيل كي صوتي او مجازي رسنيو كي كافي تبديلي راغله او هڅه ئې وكړه ځان له تحول سره سم عيار كړي؛ گنده پروگرامونه او اسلام ضد سريالونه ئې بند شول؛ خو له لنډي مودې وروسته ناڅاپي مخكني حالت ته ستانه شول؛ او حتى حالت ئې تر هغه هم زيات بد او گنده شو چي په تېر حكومت كي ئې درلود!!

وروڼو خوېندو!

د افغانانو د فرار مخه بايد ونيول شي؛ د دې پايلي ډېري بدي دي، مخصوصاً په داسي حال كي چي دښمنان په كمين كي دي؛ د بل جنگ تپلو لپاره اجير جنگيالي لټوي؛ بريتانيا، امريكا او ځيني نور هېوادونه د مخكني نظام د امنيتي ځواكونو او صفري قطعاتو جاني سرتېري او افسران غونډوي، د هغوى د ايستلو او انتقال لپاره پراخ اقدامات كوي او تسهيلات ورته برابروي؛ د بيا منظمولو او جنگولو لپاره ئې په جدي توگه لگيا دي. د پاسپورتونو ترلاسه كولو لپاره د متقاضيانو اوږده اوږده قطارونه او ازدحام ډېر څه راښيي. په تاجكستان، امريكا، ايران، او اروپا كي د مقاومت په نامه دفترونه؛ په تركيه كي د دفتر د پرانيستلو هڅي چي تركيې ورسره موافقه ونه كړه؛ دا بايد جدي وگڼل شي.

د حل لار دا نه ده چي د نظام مخالفينو ته د راستنېدو بلنه وركړى شي؛ دا ئې هم لار نه ده چي د بهرنيو هېوادونو په غوښتنه او د هغوى د ارضاء لپاره د دوى د خوښي ځيني څېرې په حكومت كي ونيول شي!!

لار ئې دا ده چي په هېواد كي د ډار او خوف فضاء ختمه شي او د اطمئنان او ډاډ مطمئنه فضاء رامنځته شي؛ ولس دې ته چمتو كړى شي چي نظام خپل نظام وگڼي او دفاع ئې خپله ديني وجيبه وگڼي؛ د حكومت مسئولينو ته د خپلو وروڼو او مخلصو خادمانو په سترگه وگوري. كه دا كار وشي نو د دنيا هيڅ ځواك نشي كولى خپله لويي پر موږ تحميل كړي. د شوروي او ناټو خلاف د افغان مؤمن ولس بريالي قيامونه او هغوى ته ماته وركول ئې څرگند او واضح ثبوت دئ.

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟