No-IMG

هغه چټکه ټکنالوژي چې نړۍ به بدله کړي

سعيد شمس

 

خو موږ چیري یوو؟؟؟

له دې چټکتیا سره به د ګازي سټیشنونه او د موټرو دترمیم په دوکانونو ګردونه پریوځي، فلمونه او د کوډک کیمرې به هم ورسره ورکې شي.

حیرانونکې وړاندوینې چې باور کول پرې سخت دی، مګر ممکن دي د نورو وړاندوینو په څیر به ډیر ژرپه حقیقت بدلې شي او ګټې اخیستنې ته به برابرې شي او زموږ د ورځني ژوند اړینې برخې به مرفوع کړي.

لکه ګرځنده ټلیفون او د هغې کیمرې، په انټرنیټ لټون کول، او د ټولنیزو شبکو له لارې له ټولې نړۍ سره اړیکې ساتل چې واټنونه او خنډونه یې له منځه وړي او هرڅوک چې آنلاین پاتې کیږي له خپلې کورنۍ سره به به هماغه کچه نیږدې اوسي.

دلته دهغو اړینو شیانو یادونه کوو چې زموږ په نړۍ کې پیښیږي:

1▪ د موټر دجوړولوفابریکې به له منځه ځي.

2▪ د ګازو اوډیزلو انجنونه چې له 20,000 برخو جوړ شوي دي  پداسې حال کې چې د بریښنایی موټرو انجنونه له 20 برخو جوړ دي، د ټول عمر په تضمین سره به پلورل کیږي او دپرزو په تبدیلۍ سره به ترمیم کیږي جلا کول او بدلول به یې یوازې 10 دقیقې وخت نیسي اوبس.

3▪ د خرابو بریښنایی وسایطو انجنونه به د روبوټ په وسیله سره په سیمه ایزه پلورنځي کې ترمیم کیږي.

4▪ که ستاسو د بریښنایی موټرو انجن خراب شي تاسو به یو سټیشن ته ځئ ستاسو د موټرو خرابه شوې پرزه به   له نوي بریښنایی موټرو سره بهر راوځي!

5▪ د ګازو سټیشنونه به ورکیږي.

6▪ د بریښنا د توزیع کنترولر به په سړکونو کې د چارجي سټیشنونو سره یو ځای نصب شي (دا په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره پیل شوې پیښه ده).

7▪ دسمارټ موټرو لوی تولیدونکي شرکتونه به پیسې سپما کوي او یوازې به بریښنایی موټر تولیدوي .

8▪ د ډبرودسکرو صنعت به له منځه ولاړ شي.

د ګازو / تیلو شرکتونه به ودرول شي.

دتیلو برمې اوکیندل به ودریږي.

له اوپیک سره به خدای پاماني وشي منځنۍ ختیځ به له ستونزو سره مخ شي.

9▪ کورونه به د ورځې په اوږدو کې بریښنا ذخیره کوي  او بیا به یې په شبکو پلوري او شبکې به دا انرژي ذخیره کوي او په صنعتونو کې به یې دبریښنا د لوړ مصرف په پار توزیع کوي.

10▪ ماشوم به نني موټر په موزیمونو کې ګوري.

راتلونکې له هغه څه چې موږ یې تصور کوو په چټکۍ سره نیږدې کیږي.

11▪ په 1998 کې، کوډاک کمپنۍ 170,000 کارمندان درلودل او په ټوله نړۍ کې یې 85% د عکسونو کاغذونه پلورل په دوو کلونو کې د دوی سوداګري ودریده اومات شول آیا چا فکر کاوه چې دا به پیښ شي؟

12- هغه څه چې د کوډاک او پولرایډ سره وشول تر راتلونکو 5 یا 10 کلونو پورې به ډیروصنعتي فابریکو ته پیښ شي.

13▪آیا په 1998 کې تاسو فکر کاوه چې 3 کاله وروسته به په فلم باندې هیڅ تصویر وانه خیستل شي؟

مګر نن څوک دسمارټ ټلیفون سره فیلمي یا انالوګ کیمره ګرځوي؟

14▪ ډیجیټلي کامرې په 1975 کې اختراع شوې لومړۍ کامره 10,000 پکسله وه، دنورو ټکنالوژیو په څیر یې د مور له قانونه پیروي کوله ، د یو څه وخت لپاره نا امیده شو مګر ډیر ژر بهتره او غالب شو.

15▪ دا وړاندوینې به په چټکۍ سره د مصنوعي، روغتیایې، او هوشمندو بریښنایی موټرو، تعلیم، 3D چاپ، کرنې او د دندو سره پیښ شي.

16▪ د کتاب لیکوال * راتلونکې جټکه* څلورم صنعتي انقلاب ته ښه راغلاست.

17▪ سافټویرونه به زیاتره دودیز صنایع تر راتلونکو 5 تر 10 کلونو مختل او محوه کړي.

18- دUBER سافټویر په هیڅ موټر کې نه وه نصب، حتی په نړۍ کې ترټولو لوی د ټکسي شرکت نه پیژانده چا فکر کاوه چې دا ډول پیښه کیدای شي؟

19- اوس په نړۍ کې Airbnbترټولو لوی دهوټلو شرکت دی، حتی هیڅ ملکیت نلري آیا هیلټن دا تمه درلوده؟

20▪ مصنوعي ذهنیت:

کمپیوټر د نړۍ په پوهیدو کې وده کوي سږ کال یو کمپیوټر د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړي ته ماتې ورکړه (داخبره لس کاله له توقع څخه خلاف وه)

21▪ د متحده ایالاتو ځوان وکیلان د IBM واټسن ماشین له امله دنده نه شي پیدا کولای،

هغه ماشین چې تاسو ته دانسانانو د70% دقت په پرتله 90٪ دقت په ثانیو کې قانوني مشوره درکوي نو که تاسو دحقوقو په څانګه کې زده کړې کوئ ، سمدلاسه ودریږئ په راتلونکي کې به وکیلان ۹۰٪ کم شي او یوازې متخصصین به پاتې شي.

واټسن له ډاکټرانو سره د سرطان په تشخیص کې مرسته کوي (د ډاکټرانو په پرتله 4 ځله ډیر دقیق دی).

23▪فیسبوک اوس دانسان په پرتله دمخ پیژندنې تر ټولو ښه سافټویر دی. په 2030 کال کې به کمپیوټر تر انسانانوډیر چټک او هوښیار وي.

24▪ پخپله چلیدونکي موټر:

اولینۍ پخپله چلیدونکئ موټر ښکاره شو او په دوو کلونو کې به ټول صنعت بدل کړي تاسو به نور ونه غواړئ موټر ولرئ ځکه چې تاسو به په تلیفون له موټر سره اړیکه نیسئ او درته راځي به او تاسو به خپل منزل ته رسوي.

25▪ خپل موټر به نه دروئ، بلکې دطی شوې فاصلې پیسې به ادا کوئ چې د نن ورځې ځوانان به هیڅکله د موټر چلولو جواز ترلاسه نکړي او هیڅکله به دموټر څښتنان نه شي.

26▪ دا زموږ ښارونه بدلوي، موږ له 90 څخه تر 95٪ کمو موټرو ته اړتیا لرو  پخواني پارکینګونه به په شنو پارکونو بدل شي.

27▪ هر کال په ټوله نړۍ کې د  بې احتیاطه موټر چلولو یا شراب څښلو له امله 1.2 ملیونه کسان په ټرافیکي پیښو کې مړه کیږي، موږ اوس په هر 60,000 مایل فاصله کې یوه حادثه لرو.

چې پخپله چلیدونکي موټر کې به په 6 ملیون مایل فاصله کې یوه حادثه ولرو چې دا به په کال کې یو ملیون خلک له مرګه څخه وژغورل شي.

28▪ بې له شکه چې د ډیری  موټرو شرکتونه به د افلاس او بندښت سره مخ شي.  دوی به د تکامل چلند هڅه وکړي او یوازې به د غوره موټر جوړولو کوشش کوي ، او د ټیکنالوژۍ شرکتونه (ټیسلا ، ایپل ، ګوګل) به د(سمارټ بریښنایی موټرو) سره انقلابي چلند وکړي.

او هغه به ​​پخپلو موټرو کې د داخلي احتراق انجنونه لرې کړي او یوازې به بریښنایې او هایبرډ انجنونه ځای په ځای کړي.

29- اوس Volvo له داخلي احتراقي انجنونو څخه خلاص شول او یوازې بریښنایې او هایبرډ انجنونه پکې ځای پرځای شول.

30▪ دفولکس ،واګون،او آيوډي کمپنیو انجنیران کاملان له Tesla کمپنۍ څخه په ویره کې دي او ویره باید ولري  ټول هغه شرکتونه چې بریښنایی موټر تولیدوي تاسو وګورئ څو کاله دمخه دهغې څرک چا نه لیدلو نن یې تجربه کووه.

31▪ د بیمې شرکتونه به له لویو ستونزو سره مخ شي ځکه چې لګښتونه به پرته له حادثې کم شي د موټر دبیمې سوداګري به ورکه شي.

32▪ داملاکو ګته وټه به بدله شي ځکه چې دحرکت په دې کار سره به خلک خپل برجونه پریږدي او ډیرو ښکلو او ارزانه محلونو ته به وکوچیږي.

33▪ په 2030 کې به برقی وسایط غالب شي دښارونه ګڼه ګوڼه به کمه شي او هوا به ډیره پاکه وي.

34▪ بریښنا به فوق العاده ارزانه او پاکه وي د لمریزې انرژۍ تولید به په ډراماټیک ډول وده وکړي.

35. د فوسیلي انرژۍ شرکتونه (دتیلو شرکتونه) هڅه کوي چې د سیالۍ په پار د لمریزې انرژۍ تاسیساتو ته لاسرسی محدود کړي، مګر دا په ساده ډول دوام نشي کولئ- ټیکنالوژي په لاره ده.

36▪ روغتیا:

د X Tricorder  قیمت به سږکال اعلان شي. دا هغه شرکتونه دي چې له Star trek  څخه به د <تري کورد> په نامه طبي آله جوړوي چې ستاسو له تلیفون سره به وصل وي او ستاسو د ریټنا او وینې نمونې به سکین کوي ​​او تنفس کوي به یې او دا به 54 بایومارکرونه تجزیه او تحلیلوي چې نږدې هره ناروغي به پیژني  اوس مهال د روغتیایې موخو لپاره لسګونه ګرځنده تلیفونونه شتون لري.

د هغو کسانو لپاره هیڅ تسلې نشته چې لا تر اوسه په ټیکنالوژۍ او ډیجیټلي ارتقا باور نه لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک