No-IMG

د ميوند غزا د تلين په مناسبت

فضل مولا توره کی

 

میوندي بيرغونه

 

بیا په میوند کې بیرغونه رپول دي په کار

بیا ایوبي زلمي له خوبه پاڅول دي په کار

دوطن دښتې انتظار کړي د ملالو پېغلو

بیا غلیمان پخپلو وینو لمبول دي په کار

بیا د وطن د مور له سره ټیکری وغورځېده

بیا د تیري لاس له اوږې نه غوڅول دي په کار

راځئ چېم بیا پسې راوخلو د پلرونو تورې

د مکناټن بچی له ملک نه بیا ویستل دي په کار

راځئ چې بیا کړو صلیب مات په پولادینو مټو

د ایوبي حماسه بیا ژوندي کول دي په کار

بیا راته چم کې غلیمان په هسکه غاړه ګرځي

دا ورمېږونه پر بېخونو ماتول دي په کار

دغه بې خونده کُرت ولله که په خوړلو ارزي

له پچو ډک دغه شیده نور تویول دي په کار

زما کېږدۍ ته غلیمان ګوري په سپکو سترګو

دنګې ماڼۍیې له بېخونو نړول دي په کار

دنیا له چا کړې وفاده ،چې له تا یې وکړي

پر بدعتي طلاق یې ژر طلاقول دي په کار

یو څو ډالرې درکوي ،خو درنه اخلي ایمان

دغه متاع قلیل اور ته غورځول دي په کار

د (توره کي) قلمه ! خوږو زړو کې ګوتې وهې

د رب لپاره ، دغه سانده ختمول دي په کار

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

استاد علی محمد حنیف

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته دیر په زره پوری و الله جل جلاله دی نور هم توفیق درکری او په دنیا او آخرت کی کامیاب او سعادتمند اوسی. والسلام

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟