No-IMG

روان اقتصادي نړۍ کي افغانستان چېرته دی؟ څه پلان شته؟

له اولې میلادي پیړۍ څخه تر ۱۸مې پیړۍ پورې په اقتصادي لحاظ شرق د نړۍ د ثقل نکته پاته شوی.‌ غرب اول له انلانټکه آخوا (امریکا)  وجود نه درلود او له اټلانټکه دې طرف ته اروپايي هیوادونه په علمي، اقتصادي‌، اجتماعي او په ټوله کې په تمدني لحاظ ډېر کمزوري ول. غربيانو هغه مهال چې اسلامي تمدن د اوج په حال کې ؤ، کار پیل کړ.‌ دوی له د تونس زیتونې،‌ د اندلس له قرطبې، غرناطې، اشبیلېې، قشطلې او د مصر له ازهره زده کړې پیل کړې.  فرانسویان به د فرانسې له پولو اندلس ته را اوښتل او له مسلمانانو به یې علوم،‌ فنون او فلسفه زده کوله. دوی هماغه وخت د اسلامي تمدن له برکته د غربي تمدن بنیاد کېښود. په دې اوږدو کې امریکا هم وزږېده. دوی له اسلامي نړۍ علوم ویوړل او د غربي کلتور په اډانه کې یې پرې کار وکړ.‌ کله چې مسلمانان د خپلمنځیو مشکلاتو او تنګ نظره ملایانو ښکار شول، اجتهاد او تحقیق ودرېد، علوم او فنون په اختلافي او مسلکي بحثونو بدل شول، غربیانو له مونږه میدان خپل کړ.

امریکا په دې وخت کې ښه وځلېدله. اول یې د آلمان امپراطوري ماته کړه، بیا یې نازي المان څملاوه، جاپان ته یې داسې درس ورکړ چې تر ننه یې تاریخ په زړه خوږۍ یادوي، بیا یې د شلمې پیړۍ په اواخرو کې د شوروي غم وخوړ او بلآخر د نړۍ یکه تاز زبر ځواک شو.

شلمې پیړۍ ته غربیانو د امریکا د پیړۍ نوم ورکړ، ځینې یې دونې مخکې ولاړل چې د امریکا سوبې ته یې د تاریخ د پای نوم ورکړ او په دې آند شول چې له دې وروسته په نړیوال نظام کې بدلون نه راځي. دوی فکر کاوه امریکا به د شوروي له ماتې وروسته تل نړۍ ته د نظام سټنډرډ تعریفوي، نړۍ مجبوره ده چې امریکا منحیث نړیوال دولت وپیژني او امر ته یې غاړه کېږدي خو دې حالت ډېر ژر بدلون وکړ. امریکا په منځني‌ ختیځ، افغانستان او عراق کې د خپلې نړیوالې هیژمانۍ ساتلو لپاره جګړه پیل کړه او ځان یې داسې ګرداب ته وغورځاوه چې بېرته دا دی ۲۰ کاله وشول ترې له وتلو لار ورکه ده.

دې بې سوره جګړو امریکا تباه کړه، دوی له شوروي زده نه کړل، ځان یې په داسې جګړو کې ښکېل کړ چې خپل اقتصاد او نړیوالې هیژمانۍ ته یې پکې سخته صدمه ورسوله.

په کال ۱۹۴۵م کې امریکا د نړۍ ۵۰٪ GDP جوړوله خو اوس یې حال ډېر خراب دی. سږ کال (۲۰۲۱م) کې د امریکا ټوله جي ډي پي ۲۲.۹ تریلیون اعلان شوه چې چین سره یې یواځې ۶ ټریلیونه فرق دی. د چین جي ډي پي ۱۶ ټریلیونه اعلان شوې. نړیوال اقتصاد پوهان په دې نظر دي چې په کال ۲۰۲۵ کې ښايي‌ چین په اقتصادي لحاظ امریکا لاندې کړي او د ثقل مرکز بېرته شرق ته تغیر وکړي.

له دې تولو تحولاتو داسې جوتېږي چې ۱۸۰۰ کاله وروسته څه مودې لپاره د نړۍ نظام غیر عادي شوی ؤ، غرب اصلا په غیر طبعي ډول د نړۍ په مرکزیت بدل شوی ؤ.‌ ښکاري داسې چې د نړۍ د اقتصاد د ثقل مرکز بېرته شرق ته راستنېږي. آینده لا نه ده مالومه خو شرق کې به د دې قدرت مشري فعلا د چین په لاس وي.

اسلامي نړۍ په دې معادلو کې چېرې ده؟

ایا کوم پلان وجود لري؟ امید شته؟افغانستان چېرته دی؟ څه پلان شته؟

آیندې ته څه تیاری لرو؟ فکر پرې کوو؟

دا او داسې ډېرې نورې پوښتنې دي چې لا یې په اړه فکر کول د انسان له سترګو خوبونه وړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک