No-IMG

تر هغې ښځه نه کوم چې تر څو مې له سلو نارینو سره مشوره نه وي کړي

سوګند یې وکړ تر هغې ښځه نه کوم چې تر څو مې له سلو نارینو سره مشوره نه وي کړي، نه نوي نارینو نه یې مشوره واخیسته، یو پاتې شو، هوډ یې وکړ چې سبا هر څوک ورسره لومړی مخ شو، له هغه به مشوره اخلي.

سهار چې له کوره ووت، له لیوني سره مخ شو، په لکړه سپور و،خواشینی شو، خو بیا هم د خپلې ژمنې سره سم ورمخکې شوو.

لیوني ورته وویل: زما له اس نه ځان ساته چې ودې نه وهي.

سړي وویل: "دا اس دې وتړه چې يوه پوښتنه لرم"

سړي وویل: " ما له الله سره ژمنه کړې وه چې له سلو نارینو سره به د ښځې په اړه مشوره کوم، ته سلم یې، ژمنه مې وکړه چې هر څوک مخې ته راغی، مشوره به ترې اخلم، نو ته مخې ته راغلې، غواړم ښځه وکړم، خو څنګه ښځه؟

لیوني وویل: "ښځې په درې ډوله دي:

یوه ستا ده

یوه ستا پر ضد ده

او یوه نه ستا ده او نه ستا په ضد ده

بیا یې وویل:- "د اس له مخې لرې شه ودې نه وهي، بیا په خپله مخه لاړ"

سړي وویل: "ما خو ترې د دې خبرو تفسیر ونه پوښته"

ورپسې ورغی، غږ یې پرې وکړ: "دا اس دې ودروه، اس یې ودروه"،

ورنیږدې شو، ورته یې وویل: "زه ستا په خبرو پوه نه شوم راته یې واضح کړه"

ویې ویل: "کومه چې ستا ده، هغه پېغله ده، زړه او مینه یې دواړه ستا دي، له تا پرته بل نه پیژني، که دې ورسره ښه وکړل، وایي به: سړي همداسې وي، که دې ورسره بد وکړل، وایي به، سړي همداسې وي.

کومه چې ستا په ضد ده، دا هغه کونډه ده چې پرکټی ورسره وي، له تاسې اخلي، په زوی یې مصرفوي، مال دې خوري او په لومړي میړه ژاړي.

ُکومه چې نه ستا ده او نه ستا په ضد ده، دا هغه کونډه ده چي بچي ورسره نه وي، که دې ښه ورسره وکړل، وایي به دا له هغه ښه دی، که دې بد ورسره وکړل، وایي به هغه له ده ښه و، که له لومړي میړه نه ورته ښه وې خو ستا ده، او که نه وې نو ستا په ضد ده.

بیا لاړ، سړی پسې بیا ورغی ورته یې وویل: خوار شې خبرې دې د پوهانو دي او کار دې د لیونو دی!!"

ویې ویل:- " قومیانو مې غوښتل چې قاضي مې کړي، ما انکار وکړ خو دوی راباندې فشارونه زیات کړل، ځان مې په لیونو کې ووهو چې له قاضیتوبه خلاص شم .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟