No-IMG

په نصاب کې اصلاحات

(الف) (الله) وو د (الف) نه مو انار جوړکړلو

(ج)هم جهاد وو تاسو (ج) څخه جوار جوړ کړلو

په يو الله باور لرل افراطيت راولي

ستا ستراتيژيک انسټيټيوټ دغه انکار جوړکړلو

(ټ) هم ټوپک وو له وطن به پرې دفاع کېدله

تاسو له (ټ) نه راته ټال د لوړ چينار جوړکړلو

حمد اوهم نعت دې له درسي کتابووويستل شي

وطندوستي ۔حق پرستي دې عبث کار جوړ کړلو

ملي سرود نه د ( وطن) او( الله )نوم وباسئ

د ترقۍ او مدنيت مو دا معيار جوړ کړلو

تاسو دښځو د حقوق او آزادۍ په نامه

دبې شرمۍ ۔ بې حيايۍ لوی کاروبار جوړکړلو

تاسې سلګونه بې تهذیبه رسنۍ جوړې کړې

دبې لارۍ او د ډمتوب مو لوی بازار جوړ کړلو

کال کې سلګونه ډمان ډمې جوړوئ وطن کې

دا رذالت مو دخدمت لوی ابتکار جور کړلو

ټوپک ترې واخلئ په لاسونو کې رباب ورکړئ               

موډ او فېشن راخپلول مو افتخار جوړ کړلو

خودا خبره مې لږ واوره د پردو نوکره

چې ستا بادار مې پرون دلته توبه ګار جوړ کړلو

افغانستان د شهيد کور او د غازي سنګر دی

هر يرغلګر ته يې قدم په قدم دار جوړ کړلو

چنګېز۔ انګرېز۔او شورويانو په کې سر وخوړو

افغان وطن خدای بې دينانو ته ښامار جوړ کړلو

ای ( توره کيه ) چې اسلام سره ټکر کوي څوک

هغو پر دې دنيا نيمګړی اقتدار جوړ کړلو

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

استاد علی محمد حنیف

جزاکم الله خیرالجزاء فی الدنیا و الاخرة

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک