No-IMG

د افغانستان په جګړه کې ایران د امریکا او د ناټو همکار او په دې جګړه کې ورسره شریک و

د افغانستان په جګړه کې ایران تر ټولو نورو اسلامي هیوادونو د امریکا او د ناټو همکار او په دې جګړه کې ورسره شریک و. په داسې حال کې چې د کرزي او غني په حکومتونو کې ئې پراخه ونډه درلوده؛ حتی ایران به په تورو بوجېو کې ډالر ورکول. له بده مرغه د ایران سپاه پاسداران جنرالانو او د لشکر فاطمېون مشرانو به کابل او بامیانو ته په خپل سر سفرونه، ملاقاتونه او د شومو اهدافو لپاره ئې ځانګړې برنامې تطبیقولې. څو خپل ایراني اجنټان او حامیان په اکثریتو افغانانو په دوامداره ډول په قدرت حاکم کړي او ساتنه ئې وکړي. او په ضمن کې په لویه کچه د امریکا او ناټو له مالي، سیاسي، استخباراتي او منطقوي امتیازاتو برخمن و؛ امریکا د ایران د ملتیا په نتیجه کې د ایران کنګل شوي ډالر ئې په یو ځانګړې نظامي طیاره کې ورته انتقال کړل. حقیقت دا دی چې متاسفانه ایران او زموږ نور پرديپاله اسلامي هیوادونه د افغانستان په رابطه له نړیوالو سره خپل سیاسي، استخباراتي، اقتصادي او منطقوي مشترکات لري، له نړیوالو دوی ډیر مضر، فرېبکاره او تخریبکاره دي؛ نو بناً دوی ته د افغانانو خپلواک حکومتونه په هيڅ قیمت د منلو وړ نه دي او نه ئې په رسمیت پیژني، یوازې د خپلو بادارانو پیغامونه په یو نه یو شکل زمزمه کوي.

ایران نه یوازې د افغانستان په امورو کې لاس وهنه او مزاحمت کوي، بلکې د منطقې نورو اسلامي هیوادونو کې هم په ښکاره شکل جنګونو، ظلمونو او په اشغال کې د نورو مرسته کوي؛ لکه لبنان، سوریه، یمن، عراق، او کوردستان کې د پردیو په خوښه سیاسي نظامي فعالیتونه او برنامې په مخ وړي. ایران په اسلامي هیوادونو کې خورا ډیر خطرناک او  د شیطانت سیاسي لوبې کوي، ایران د هر کفري اشغال ملاتړ کړی دی او تر ډیر حد پورې په خپلو شيطاني او خبيثانه سیاستونو او پروژو کې خورا ډیر مؤفق شوی هم دی.

دلته اساسي پوښتنه دا ده چې ایا موږ په حقیقي شکل خپل ملي او اسلامي ارزښتونو ته ژمن یوو؛ او که نه هسې د غلامۍ په خوب ویده یوو؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟