No-IMG

افغانستان بانک تایید کړه چې امنیتي کمرې د یوڅه وخت لپاره بندې شوې دي

د کابل نيوز تلويزيون د راپور له مخې د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې د کابل نیوز تلویزیون د هغه راپور په غبرګون کې چې د بانک امنیتی کمرې او برېښنا قطع شوې ، دغه موضوع تایید کړې او وایي امنیتي کمرې د یوڅه وخت لپاره د تخنیکي ستونزو له امله بندې شوې دي، د افغانستان بانک وایی، دغه موضوع وروسته د بانک له سرپرست سره شریکه شوې او هغه کارکوونکي چې په دې برخه کې یې مسوولیت درلوده لارښونه ورته شوې چې د ورته پېښو د تکرار مخه دې ونیسي، کابل نیوز تلویزیون د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ ، چې د سرپرست په توګه د اجمل احمدي له ټاکل کېدو وروسته د بانک امنیتي کمرې بندې شوې او برېښنا پرې قطع شوې ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟