No-IMG

د ګرمو اوبو اړولو وخت کې لازما بسم الله وایاست

شپون کوچی

 

تاسو چې چېرته ګرمې یا جوش کړي اوبه اړوئ نو " بسم الله " پرې وایئ ترڅو پرې پیریان ونه سوځي

شیخ ابن باز رحمه الله څخه پۀ دي اړه وپوښتل شول آیا دا سمه ده چې ګرمې اوبه اړو نو بسم الله پرې وایوو لۀ دي ویرې چې پیریان پرې ونه سوځي؟!

هغه ورته پۀ ځواب کې ؤویل: هو د الله نوم به پرې یادوي که هلته پیری وي تر څو هغوی خبر شي، بیا شیخ ؤویل: زۀ یؤې غونډې ته تللی وم چې هلته مریضان دم کیدل دمګري یؤ نفر ته ؤویل: چې پۀ هغه شخص کې پیری ننوتی و دمګري پیري ته ؤویل ولې دغه شخص کې ننوتی یې؟!

پیري ورته ؤویل ده زما پر یؤ ځوی ګرمې اوبه اړولې دي او وژلی یې دی

دمګري پیري ته ؤویل: دا نو څه پوهیدو چې هلته ستا بچیان ول؟!

پیري ورته ؤویل: ولې یې "بسم الله "نه ویله چې زما بچی خبر شوی وای.

دا موضوع عادي نده مهمه ده د ګرمو اوبو اړولو وخت کې لازما بسم الله وایاست

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟