No-IMG

د سليماني فاتحه کابل کي؛ او په افغانستان کي د داعش د ماتى قهرمان لقب ورکول

د اسلامي امارت حکومت ته سپارښتنه!

د قاسم سليماني فاتحه په کابل کى اخستل او هغه ته په افغانستان کى د داعش د ماتى د قهرمان لقب ورکول، دا هغه سوالونه دي چى د اسلامى امارت حکومت بايد ورته دقيقه توجه وکړي، ايا همدى سليماني دى شيعه ايزم دى امپراتورۍ د غزولو لپاره په عراق، سوريه، لبنان، يمن او نور عربي هېوادونو کى دى سونيانو دى قتل عام باني او رهبري په غاړه نه درلوده؟

آيا د طالبانو په تير نظام کى پنجشير، مزار او باميانو ته تګ راتګ او په افغانستان کى د شيعه ايزم او د قومي تعصباتو اور ته د لمن وهلو يواځنۍ طراح او د پلى کيدو دنده نه درلوده؟

همدا سليماني وه چى په سوريه اوعراق کي يى په زرونه افغانان د فاطمينو په نوم هم ووژل او هم يى د خپلو شومو اغراضو لپاره د سونيانو په وژولو روبدي کړي چى تر ننه هم په مختلفو جبهو کى د شيعه ايزم د پراختيا لپاره ترې کار اخلي، د اسلامى امارت حکومت مسٶليت لري چى د ملي ارزښتونو په رڼا کي د ګاونديو جاسوسانو ته ددې اجازه ورنکړي چي کور د ننه د يو جاني قاتل دى قهرمانۍ او کليزې لمانځنه وکړي، په تير د پرديو په لاس جوړ شوي ټول شموله فاسد نظام کي چي پردي انځورونه او بيرغونه به جاسوسانو به افتخار رپول اجازه ورنکړي چى پردى شوم اغراض پلى کړي، بايد جدي مخنيوی يې وشي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟