No-IMG

د عثماني خليفه لمسۍ نلحان عثمان د آياصوفيا جومات ته راغلې وه

دا د عثماني خلیفه عبد المجید ثاني لمسۍ ده، نلحان عثمان نومېږي، پرون د آيا صوفيا جومات ته ورغلې وه.

په ټويټر کې يې انځور خپور شوی و، يو لنډ فکره او جذباتي ځوان ورته ليکلي و چې تر شا يې دغه بله بې پرتوګه بربنډه ښځه څه کوي؟

په ځواب کې ورته بل ليکلي و: انځور لږ زوم کړه او په اتم نمبر عينکو يې سم وګوره؛ پرتوګ لري.

مطلب مونږ هم له ډېر پخوا ډېرو مسائلو ته همداسې سرسري کتلي دي، کاش چې ډېر خلک، ډېرې خبرې او ډېرې پېښې مو ښه زووم کړي وای، ښه مو تبيُّن په کې کړی وای او بيا مو ورباندې خپل نظر ورکړی وای، نو نن به مو حالت دومره خراب نه وای چې اوس يې هيڅ په راسمولو نه پوهېږو.

اسد الله

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟