No-IMG

په يخ کي د افغانانو جامه/پوستين

پخوا چي ژوند اکثره غرنيز وو، نو په يخ کي به د اغوستلو اکثره شيان د حيوانانو له وړيو لرونکو پوستونو جوړېدل چي انسان به ئې ګرم ساته، د اوسني کوټونو په شان له وړيو جوړ پوښاک يې [پوستين] باله او د د صدرۍ په شکل پوستين يې [پوستينچه] بلله چي پر ژيو به ئې ښايسته لاسي خامک کاري سوې وه او اکثره به ډېر ښکلي وه، د زوم د کاليو تر څنګ د حيواناتو له پوسته جوړي موزې، پوستين او پوستينچه د زوموالي سمبول وو.

ويل کېږي چي پوستين تر ټولو لرغونې افريقايي جامه ده چي بيا وروسته نورو ملتونو ته تللې ده، پوستين اوبه نه اخلي او انسان پکښي نستاً له نارغيو ساتلي ساتي.

دا چي خلګو به نيم کال پوستين به غاړه کاوه، نو اکثره وخت به پکښي بدېدل هم، نو سپږي ئې ډېري کولې، پښتو کي د پوستين متل همدغه ته اشاه کوي چي: "د يوې سپږي د پاره ټول پوستين اور ته مه اچوه!"

د تورات په تړون نومي برخه کي ليکي:

 "خدای د څارویو د پوستکي جامې جوړي کړې او آدم او د هغه ښځه یې په وپوښله".

winter dress of afghanistan

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟