No-IMG

افغان بلوڅان هلمند۱۹۱۰ع

بلوڅ یا بلوڅان په افغانستان، ایران، پاکستان او عراق کي مېشت آندو اریایي توکم دی چي ځانگړی دود، دوستور او کولتور لري. ژبه یې بلوڅي او د وگړو شمېر یې ۲۵ ملیونه اټکلېږي ډېری بلوڅان اهل سنت مسلمانان دي.

ځیني سرچیني په اټکلي توگه ۱۰ مېلیونه په پاکستان، ۳ مېلیونه تنه په ایران،۵۰۰٬۰۰۰ تنه په افغانستان، ۴۳۴ زره تنه په عمان، ۲۰۰ زره تنه په عربي اماراتو او یو شمېر په تاجکستان، ترکمنستان او یو شمېر نورو هيوادونو کي اوسېږي.

افغان تاريخ کي بلوڅان له احمدشاهي دورې څخه په افغان دولت کي ښکاره ځای لري چي میر محمدنصیر خان احمدزی د بلوچستان (کلات) شاهی دولت یو اولسمشر (خان) د افغانستان د ستر ملي مشر اعليحضرت احمد شاه بابا يو له نږدې ملگرو او پوځي قوماندانانو څخه وو او د نشاپور او هند په جګړو کي د بلوڅانو رول تر ډېرو ټبرونو کم نه وو.

Baluchs of Helmand, Afghanistan Flag of Afghanistan (1910)

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟