No-IMG

د خلکو پردې مه څیرئ

   شُرَحْبِيل بن السِّمْط رضي الله عنه صحابي و، لویو غزاګانو کې یې برخه اخیستې وه، د حمص فاتح او شل کله د حمص والي پاتې شوی. یوه غزا کې یې کومه اباده سیمه ونیوله، نو خپلو ملګرو ته یې وویل: موږ و تاسې داسې وطن ته راغلي یو چې دلته ښځې او شراب زیات دي، که څوک داسې ګناه وکړي چې په هغه سره حد لازمیږي (مثلاً زنا وکړی یا شراب وڅښي)، نو هغه به موږ ته راولئ، چې حد پرې جاري او پاک یې کړو.

    دا خبره امیر.المؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته ورسیدله، هغه لیک ورولیږه او ورته ویې لیکل: مور دې مړه شه! ته خلکو ته امر کوې چې پر خلکو د الله لویدلې پردې څیرې کړې؟! مصنَّف عبد الرزاق الصنعاني (5/197) (9371)، الزهد لهناد بن السري (2/646). مطلب دا چې عمر رضي الله عنه د شرحبیل دا کار رد کړ، ګناهګارو پسې ګرځيدل او د هغو پلټنه غلط کار دی، شرعاً دا کار تجسس او ناروا ده. په دې اړه به وخت په وخت نور پوسټونه هم کوو. ان شاء الله تعالی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟