No-IMG

حکمتيار: فرار غنى و باند ارگ نشان داد كه سيكولر ها خائن به ملت و كشور اند

 

متن خطبه محترم حکمتيار (جمعه 17 جدي 1400)

 

الحمد للّٰهِ و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ باللّٰهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

تَنزِيلٗا مِّمَّنۡ خَلَقَ ٱلۡأَرۡضَ وَٱلسَّمَٰوَٰتِ ٱلۡعُلَى ٤ ٱلرَّحۡمَٰنُ عَلَى ٱلۡعَرۡشِ ٱسۡتَوَىٰ ٥ لَهُۥ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَا وَمَا تَحۡتَ ٱلثَّرَىٰ ٦ وَإِن تَجۡهَرۡ بِٱلۡقَوۡلِ فَإِنَّهُۥ يَعۡلَمُ ٱلسِّرَّ وَأَخۡفَى ٧ ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۖ لَهُ ٱلۡأَسۡمَآءُ ٱلۡحُسۡنَىٰ ٨

الله تعالىٰ فرمايي:

د دې قرآن لېږنه د هغه چا له لوري ده چي زمكه او لوړ لوړ آسمانونه ئې پيدا كړي. هغه رحمن رب چي پر عرش ئې استوىٰ كړې، ټول هغه څه د ده دي چي په آسمانونو او زمكي كي او د دوى تر منځ دي او هغه څه چي تر خاورو لاندي دي. كه خبره په لوړ غږ وكړې، نو بيشكه چي الله تعالى په سري او خفي ټولو پوهېږي. هغه الله چي له ده پرته بل معبود نشته؛ غوره نومونه ئې دي.

د دې مباركو آيتونو مهمي مهمي لارښووني دا دي:

•             دا قرآن د داسي ذات له لوري نازل شوى چي زمكه او لوړ لوړ آسمانونه ئې پيدا كړي، هغه ذات چي نه يوازي خالق دئ بلكي ټولواك هم دئ، د زمكي او آسمانونو هر څه د ده تر واك لاندي دي، آسمانونه او زمكه د ده ملك دئ او دى ئې حاكم او ټولواك، ډېر مهربان ټولواك، هر څه د ده د واكمنۍ تر عرش لاندي دي، دلته همغه څه كېږي چي دى ئې غواړي او د كېدو اجازه ئې وركوي، هغه ذات چي نه يوازي خالق او ټولواك دئ بلكي پر دې سربېره د آسمانونو او زمكي هر څه، د آسمانونو او زمكي تر منځ هر څه او تر خاورو لاندي هر څه د ده دي، دا پرېكړه د ده له لوري كېږي چي چا ته څه او څومره وركړي. پر دې ټولو سربېره هغه د خپلو بندگانو ټيټ او جگ غږ اوري. هغه الله چي له ده پرته بل معبود نشته، پر ذكر شوو نومونو او صفاتو سربېره ئې بې شمېره غوره نومونه دي. د دغو لارښوونو مقتضيات دا دي:

•             قريش دي دا گمان نه كوي چي دا قرآن د يوه كمزوري، بې وسه او بې كسه داعي پيغام دئ، داسي چي منل او نه منل ئې ورته برابر دي، مقابله ئې كولى شي او مخه ئې نيولى شي، نه د دوى پر مخالفت بدي پايلي مرتب كېږي او نه ئې منل له روښانه مستقبل سره مخامخ كوي! دا د عالمونو د خالق، ټولواك، حاكم او مالك له لوري نازل شوى، هم ئې د منلو نتائج روښانه دي او هم ئې د مخالفت پايلي وخيمي.

•             دلته پر عرش د رحمن رب د استوىٰ الفاظ راغلي چي څو اساسي مطالب افاده كوي: د زمكي او آسمانونو خالق او ټولواك رب ډېر مهربان ذات دئ، خپل بندگان د بې رحمو ظالمانو په منگولو كي تر عذابونو لاندي او يوازي نه پرېږدي.

•             اې مغرورو قريشو! گمان مه كوئ چي الله تعالى به خپل پيغمبر او د ده مؤمن ملگري ستاسو تر تېريو او ظلمونو لاندي پرېږدي او مرسته به ئې نه كوي!!

•             اې تر ظلمونو لاندي بې وزلو مؤمنانو! ډاډه اوسئ چي د عرش مهربان ټولواك به خپل رحمت او پېرزوينه درپه برخه كوي او له دې بې وزلۍ او مظلوميت به تاسو ژغوري، د خپلي بريا په اړه شك مه كوئ، د دښمن زور او ځواك دي تاسو له خپلي بريا ناهيلي نه كړي، ستاسو مل او مرستندوى هغه ذات دئ چي د آسمانونو، زمكي او د عالم د هر څه مالك او ټولواك دئ، هغه چي ستاسو دعاءگاني اوري، كه دا په جگ غږ وي او كه په ټيټ، كه په پټه وي او كه ښكاره.

•             ستاسو د دښمن له څرگندو تبليغاتو او هڅو هم خبر دئ او له پټو توطئو او خصوصي غونډو او ويناوو ئې هم. هغه الله چي له ده پرته بل معبود نشته، پر ذكر شوو نومونو او صفاتو سربېره ئې بې شمېره غوره نومونه دي.

وروڼو خوېندو!

ډېرى هغه هېوادونه چي پر اوسني حكومت د اعتراف او په رسميت پېژندو لپاره دا شرط وضع كوي چي حكومت بايد ټول شمول شي؛ او هر يو ئې د ټول شمول لپاره خپل ځانگړى تعبير او تعريف لري؛ مقصد ئې دا دئ چي د دوى مزدور استازي د حكومت په خاصو مهمو دندو وگمارل شي؛ ځيني ئې په ډېري قبيح لهجې وايي: ټول شمول يعني دا چي د قومونو سياسي مشران بايد په حكومت كي شامل وي چي يوازي په دغه صورت كي به د كابل حكومت په رسميت پېژني!! خو كه طالبان دا غطي وكړي او د دغو هېوادو شرائطو ته تسليم شي؛ نو همدا به حكومت له ماتي او زوال سره مخامخ كوي. همدغو بدنامو او ناولو څېرو مخكنى حكومت او بهرني حاميان ئې له ماتي سره مخامخ كړل. كه يوه ته امتياز وركړي د هغه حريف به تر دې زيات امتياز غواړي؛ كه امريكا او اروپا ته امتيازات وركړي؛ روسيه، چين او هند به ئې هم غواړي؛ كه ايران ته امتيازات ومني نو عربي هېوادو او پاكستان ته به ئې هم مني. څوك چي دا د حل لار او د فشارونو راكمولو وسيله گڼي؛ سخته اشتباه كوي. د حل لار دا ده چي د يوه سرلوړي او آزاد هېواد په توگه داسي قاطع او عزتمن دريځ غوره شي چي نه يوازي د پرديو شرائطو ته سر ټيټ نه كړو بلكي هيڅوك د داسي شرائطو وضع كولو جسارت ونه كړي.

كه حكومت دا اعلان وكړي چي اوسنى حكومت موقت او سرپرست دئ؛ موږ به ډېر ژر د ټول ولس د خوښي حكومت جوړوو؛ شپږ مياشتي يا يو كال وروسته د اساسي قانون د تسويد او تصويب لپاره ستره ملي شورىٰ چي غړي به ئې د ټول ملت معتمد او منتخب استازي وي جوړوو؛ راتلونكى حكومت به د نوي اساسي قانون مطابق جوړېږي، اسلامي ملي شورىٰ، ولايتي او د ولسواليو شورىٰ گاني به جوړېږي. اوسنى حكومت نه د كومي ډلي حكومت دئ او نه د كومي قبيلې.

په دې سره به د ټولو هغو داخلي او خارجي لوريو خولې بندي شي او څه به د ويلو او اعتراض لپاره نه لري چي د ټول شمول حكومت تر نامه لاندي د خپلي خوشي حكومت رامنځته كول غواړي. ملت به هم مطمئن شي چي راتلونكى حكومت او ټول نظام به د دوى د خوشي اسلامي نظام وي؛ او هغه به بيا پر دوى نه مسلط كېږي چي بهرني ځواكونه ئې پر افغانانو تحميلوي.

ملت ته هم او نړۍ والو ته هم بايد وښيو چي سيكولران پرون هم د پرديو د مټو په زور پر افغانانو حكومت كړى؛ لومړى ناټو ځواكونو كابل نيولى بيا ئې دوى د اروپا او امريكا له هوټلونو او نايټ كلپونو راغونډ كړي، كابل ته ئې راانتقال كړي او د اقتدار پر گديو ئې نصب كړي. ومو لېدل چي د بهرنيو ځواكونو تر وتلو وړاندي وتښتېدل؛ نن هم د همغه مخكنۍ تجربې تكرار ته منتظر دي؛ يو ځل بيا د هېواد په فضاء كي د بي 52 الوتنو او بم وَرَوَنو ته انتظار كوي، چي بيا ئې له هوټلونو او كابارو راغونډ كړي  او كابل ته ئې راورسوي. تر دې وړاندي چي بهرني ځواكونه يو ځل بيا په افغانستان كي فعال حضور ولري او د دوى امنيت وساتي؛ كه كابل ورته جنت او سويس هم وبرېښي؛ نه راځي، دا خو پرېږده چي دوى به د انتخاباتو لپاره افغانستان ته راشي.

عجيبه به وي كه څوك د مخكنيو مفسدينو او پرديپالو د دغو پوچو اظهاراتو ماهيت درك نكړى چي وايي: طالبان كه همت لري نو له انتخاباتو سره دي توافق وكړي!! موخه ئې دا ده چي طالبان له انتخاباتو سره خپل مخالفت اعلان كړي او په دې توگه غربي رسنيو ته تبليغاتي مواد په لاس ورشي، څو ورځي تاوده بحثونه پرې وكړي او د تبليغاتو سرليك ئې دا وي: طالبانو يو ځل بيا له انتخاباتو سره مخالفت وكړ؛ يعني فراريان انتخابات غواړي او طالبان ئې مخالفت كوي!!. په داسي حال كي چي دوى تر هر څه زيات له انتخاباتو او له خپل ولس سره له مخامخېدو وېرېږي؛ ښه پوهېږي چي كه افغانستان ته راشي نو ولس به ئې په سپېرو مخونو څپېړي وركړي.

مخالفين پوهېږي چي له انتخاباتو سره مخالفت؛ يعني پر ټولي نړۍ د حاكم او مسلط ذهنيت مخالفت؛ دوى پوهېږي چي نن د نړۍ له 241 هېوادو؛ يوازي يولس هېوادو كي شاهي نظامونه او انتصابي جرگې شته؛ اته ئې اسلامي هېوادونه دي او درې ئې افريقايي؛ دا افريقايي هېوادونه داسي واړه واړه هېوادونه دي چي كه ئې نوم واخلم نو هيڅوك به ئې ونه پېژني. او اسلامي هېوادونه دا دي: اردن، متحده امارات، بحرين، بروناى، سعودي، عمان، قطر، كويټ؛ چي په دغو كي له سعودي او بروناى پرته نور ئې نسبي منتخبي شورىٰ گاني هم لري، قطر سږ كال منتخب پارلمان جوړ كړ. په نورو 230 هېوادو كي يا مستقيم انتخابات ترسره كېږي او يا غيرمستقيم؛ يا ئې جمهور رئيس او صدراعظم مخامخ د ولس په رأى غوره كېږي او يا صدر اعظم د پارلمان له لوري. يا ئې د پارلمان غړي منتخب وي او د مشرانو شورىٰ ئې انتصابي، او يا دواړه انتخابي.

يعني نن په ټولي نړۍ كي يوازي دوه اسلامي هېوادونه (سعودي او بروناى) داسي دي چي شاهي نظامونه او انتصابي شورىٰ گاني لري او هلته قدرت د دوو شتمنو كورنيو لاس كي دئ. بل داسي هېواد په ټولي نړۍ كي نشته چي يا بشپړه يا نسبي منتخبه شورىٰ ونه لري. هغه عربي هېوادونه چي شاهي نظامونه لري؛ له سعودي پرته نور ټول مجبور شول انتخابات ترسره كړي او منتخبي شورىٰ گاني جوړي كړي. تاسو به وگورئ چي په نږدې راتلونكي كي سعودي هم د نورو عربي هېوادو لار خپله كړي او انتصابي شورىٰ په منتخبي شورىٰ تعويض كړي. كه دا كار ونه كړي نو يا به له كودتاگانو سره مخامخ كېږي او يا ولسي پاڅون سره.

برادران و خواهران عزيز!

فرار غنى و باند ارگ و اظهارات اين باند پس از فرار ننگين؛ خيلى از حقائق را افشاء كرد؛ نشان داد كه سيكولر ها نه تعهد دارند، نه به هيچ ارزش انسانى و اخلاقى تمكين و التزام دارند؛ اجنبى پرست اند، دروغگو اند، خائن به ملت و كشور اند، ترسو و جبون اند.

غنى و باند ارگ در توجيه از چگونگى و عوامل فرار شان؛ گاهى مى گويند: اگر فرار نمى كرد به سرنوشت استادش داكتر نجيب روبرو مى شد، گاهى مى گويند: به خاطر جلوگيرى از خونريزى ها فرار را بر قرار و مقاومت ترجيح داد؛ همزمان با اين مى گويد: مشاورش محب زياد ترسيده بود و به او دو دقيقه وقت داد تا حركت كند؛ نمى دانست به كدام سمت و سو حركت مى كند؛ زمانى دانست كه طياره حاملش به سوى ازبكستان تغيير مسير داد؛ گويا او مى خواست به خوست و ننگرهار برود؛ اما به او گفته شد كه خوست و ننگرهار سقوط كرده!! و اين در حالى كه خودش هم رئيس جمهور كشور بود و هم سر قومندان اعلى!! اما از سقوط خوست و ننگرهار اطلاعى نداشت!! در حالى كه سقوط هر دو يكي دو روز قبل اتفاق افتاده و از طريق رسانه هاى داخلى و خارجى به اطلاع همه رسيده بود؛ يعنى كه تنها رئيس جمهور از آن بى خبر بود!!    

آيا مى توان اين حرف هاى سخيف و مسخره را باور كرد؟! آيا نمى توانست از امريكا كمك بخواهد؛ همانگونه كه خليلزاد به او پاسخ داد؟ امريكا از سفارتش در كابل و ميدان هوائى كابل دفاع مى كند و 5000 سرباز جديد به افغانستان مى فرستد؛ آيا نمى توانست از ارگ دفاع كند و از سقوطش مانع شود؟!!

برادران و خواهران عزيز!

حقيقت اين است كه تيم ارگ از انتقال مسالمت آميز قدرت بيم داشت و در پى آن بود تا كشور پس از سقوط ارگ به چنان تشنج و درگيرى ها مواجه شود كه امكان تأسيس حكومت نيرومند و قادر بر مهار وضعيت در كوتاه مدت از ميان برود و احدى نتواند جنايتكاران جنگى، مفسدين، غارتگران سرمايه هاى ملى و غاصبين را به محاكمه بكشاند.

برادران و خواهران عزيز!

در اين روزها شاهد نشر ويديوى مصاحبه يكى از اعضاء فعال استخبارات فرانسه؛ امانويل ديوي بوديم؛ او كه مشاور وزير دفاع فرانسه بود و متخصص در جنگ و امنيت؛ در اثناى حضور نيروهاى فرانسه در افغانستان به حيث مشاور سياسى عمل كرده؛ مصاحبه اش با افغانستان انترنيشنل بود؛ اعترافات او خيلى از حقائق را در برابر هر شنونده مى گذارد. او گفت: در خلال جنگ 90 تن از سربازان فرانسوى در افغانستان كشته شده اند؛ اكثريت شان در ولايت كاپيسا و از سوى اعضاء حزب اسلامى، هر چند جنگ ما عليه طالبان بود، اما اعضاء حزب اسلامي در اين ولايت و جنگ هاى آن نقش عمده را داشتند.

توصيه مى كنم اين مصاحبه را با دقت ببينيد و بشنويد؛ به اسرار زيادى پى خواهيد برد، و درك خواهيد كرد كه غرب در مجموع و فرانسه به گونه خاص چه تشخيص و ديدگاهى در باره حزب اسلامى دارد؛ نقش فكرى و تنظيمى حزب اسلامى را در آغاز و دوام جهاد عليه نيروهاى اشغالگر چگونه ارزيابى مى كنند و در باره ديگران؛ مخصوصاً شورى نظار چه نظر و موقفى دارند. چگونه گذشته و حال اين گروه را ستايش مى كنند؛ آينده اش را طبق ميل خود اميدوار كننده ترسيم مى نمايند.

رفته رفته تمامى حقائق، سازش هاى پشت پرده و معامله گرى هاى ننگين؛ افشاء خواهند شد؛ روزى شاهد افشاء گرى هاى مشابه از سوى اعضاء برجسته سى آى اى نيز خواهيم بود؛ و تمامى چهره هاى پليدى كه در ويرانى افغانستان و همكارى با اشغالگران؛ آن هم در پوشش جهاد و اسلام نقشى داشته اند؛ بر ملا خواهند شد.

اگر اين مصاحبه را در كنار ويديوى قومندان مسعود بگذاريد و به قضاوت بگيريد؛ كه اخيراً در رسانه ها منعكس شد و در جمعى از رفقايش در توجيه معاهده ننگين با نيروهاى شوروى استدلال نموده و مخالفين اين معاهده را نكوهش و سرزنش مى كند و مى گويد: بايد شكر خدا را به جا آورد (كه اين معاهده صورت گرفت). در اين ويديوى كوتاه؛ حرف هايش از اين جا آغاز مى شود كه: نيروهاى شوروى در عنابه مستقر شدند، پوسته هاى امنيتى شان را به طرف شتل ساختند؛ در سمت ديگر ما دو پوسته (براى امنيت اين نيروها) احداث كرديم، قرار بر اين بود كه نه در پنجشير عمليات داشته باشند و نه موتر ها را تلاشى كنند!!! اين معاهده و اقامت اين نيروها در عنابه پنجشير؛ تا زمانى ادامه داشت و هر دو جناح معاهده به آن تمكين داشتند كه نيروهاى شوروى از افغانستان خارج شدند.

او در يكى ديگر از صحبت هايش و در پاسخ به اين اعتراض كه چرا اشتباه بزرگ و تاريخى معاهده با نيروهاى شوروى را مرتكب شديم و دست آورد ما چه بود؟ گفت: من متصل اين معاهده در 24 ساعت توانستم اندراب را تصرف كنم. (اندراب پايگاه نيرومند حزب اسلامي بود كه در نتيجه عمليات مشترك شورى نظار و سربازان شوروى به دست اين جبهه مشترك سقوط كرد). در آن روزها از شمال گزارش هاى دريافت مى كرديم كه عليه جبهات عمليات مشترك شوروى و شورى نظار صورت مى گيرد؛ باور كردنش براى ما دشوار بود و گمان مى كرديم كه شايد ناشى از رقابت ها باشد؛ چون فكر نمى كرديم كسى از آدرس جهاد و مجاهدين به چنين ننگى تن دهد و يكجا با نيروهاى خارجى عليه مجاهدين حقيقى بجنگد. اما بعداً فهميديم كه اين گزارش ها كاملاً صحت دارد. اينها هم با روسها سازش كردند و هم ناتو؛ تحت قومنده هر دو عليه مجاهدين جنگيدند. ديروز عليه حزب اسلامى و امروز عليه طالبان.

مشاهده مى كنيم كه همان جبهه مشترك امروز عليه طالبان درست شده؛ مقاومت دوم راه اسلاف شان را در پيش گرفته.

إن شاء الله تمامى تلاش هاى دشمنان داخلى و خارجى افغانستان مثل سابق يكى پى ديگر خنثى خواهند شد؛ كسانى كه عليه مجاهدين و در رأس شان مجاهدين حزب اسلامى خيانت كردند؛ به جزاء اعمال شان رسيدند. إن شاء الله افغانستان آزاد، مستقل، سربلند، فارغ از جنگهاى نيابتى و داراى نظام واقعاً اسلامى تأسيس خواهد شد.

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک