
هغه ساده کارونه چې معجزه کوي
ظاهر عمار
همدا اوس دا لاندې ساده کارونه وکړه چې زړه دې خوشاله شي:
- وختي کور ته ولاړ شه او مېرمن او اولادونو ته دې ووايه چې څومره مينه ورسره لرې. بيا وګوره چې د هغوی د موسکاوو په ليدو دې حالت څومره ښه کيږي.
- په خپلې شاوخوا کې يوه غريبه او ناداره کورنۍ پيدا کړه، تر خپلې وسې مرسته ورسره وکړه او تسلي ورکړه، وګوره چې څومره خوندور احساس تجربه کوې.
- بازار ته ولاړ شه، يوه غونچه ګلان واخله، يو کوچنی کاغذ پرې سريښ کړه چې پرې ليکل شوي وي "مينه درسره لرم" او مېرمن ته دې ډالۍ کړه چې خپلمنځي مينه مو راتازه شي.
- د سړک له دې تر هغې سره دستمال/ ماسک له مخ نه ليرې کړه او هر په مخه درتلونکي کس ته موسکی شه، ټول ماحول به ښکلی او رنګين شي.
- همدا اوس او بې مقدمې د خپل نيا و نيکه د کور دروازه وروټکوه چې د هغوی په موسکا دې ژوند برکتي شي.
- ستونزې وې، شته او وي به. کاشکې مو نه هېرېدای، هغه څه چې د دغو ستونزو په جريان کې ورَکيږي، وخت دی. يعنې ستونزې همېشه پر خپل حال نه پاتې کيږي، وخت يې ختموي. نو که څه هم لږ وي، ژوند بايد وکړو.