No-IMG

د قیادت پر وړاندې د سپاهي مسؤلیت!

اسلامي قیادتونه د مسلمانو ملتونو لپاره د اطمئنان پنډ څلي دي. همدا شان د اسلامي دعوت په خپراوي کې د ملاتیر حیثیت لري. د هغوئ بقا اسلامي دعوت له انقطاع ژغوري. ملتونه له تشتت او بېلوالي ژغوري او همدا شان د هغوی په یووالي کې خورا ګټور تمامیږي.

هغه مسؤلیتونه چې د اسلامي حرکت یو لاروی ئې د خپل قیادت پر وړاندې لري خورا زیات او درانده دي. دلته یوازې یو مسؤلیت د رسول الله له مطهر سیرت د بېلګې په توګه را اخلو:

د مکې قریشو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهادت تصمیم ونیو، هغوی مصمم ؤ چې هر څومره زر دا روښانه څراغ تت کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې شوم پلان پر وړاندې خورا حکیمانه تصمیم ونیو. هغه مبارک له مکې د وتلو پرېکړه وکړه. ترتیب ئې داسې جوړ کړ چې د سفر ټول اړخونه ورکې په پوره غور سره مطالعه شوې وو، د هرې برخې لپاره ئې ځانګړي وظایف ووېشل. او خورا مطمئن کسان ئې وګمارل.

د سفر پلان د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بسترې پیل  شو، داسې چې حضرت علي د هغه مبارک په بستره کې ویده شي. تر څو قریش مطمئن شي. چې محمد په خپل ځای دی او همدا شان د هغه مبارک له سفر هم بې خبره پاتې شي.

بلې! حضرت علي رضي الله د اسلامي دعوت تنکی سپاهی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلامي دعوت قائد ؤ. حضرت علي چې کله د رسول الله صلی الله علیه په بستره کې استراحت کاوه، د قریشو له تصمیم خبر ؤ. په دې هم پوهېده چې دلته ویده کېدل د مرګ سره تړلي دي. خو بیا هم هغه د یو ریښتني سپاهی په توګه خپل مرګ ته د رسول الله په مرګ زر ځله ترجیح ورکوله. دې ته تیار ؤ چې خپل ځان شهید کړي خو قیادت بچ کړي. ځکه هغه یو فرد ؤ خو قیادت ته د بشر تږو ولسونو د انتظار شېبې شمارلې.

عبدالله بن صدیق چې د خبر رسونې او وضعیت څارنې مسؤلیت ئې په غاړه درلود، د ژوند خطر ئې له حضرت علی کم نه ؤ؛ خو بیا هم د مسؤلیت پر مخ وړلو ته تیار ؤ. او د یو تنکی ځوان سپاهي په توګه ئې لازم او اړین کارونه تر سره کړل. خپل ځان ئې خطر ته ورکړل خو قیادت ئې بچ کړ!

عبرت: د قیادت او راز پټ ساتل په اسلامي حرکت کې د هر سپاهي ایماني وجیبه ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟