No-IMG

جناب صالح صاحب تاسی ته اوس د فلسطین او اسرایلو مثالونه درپه یاد شول

دوکتور عبد الحميد جليلي

 

هغه وخت کی دی ولی دا احساس نه کاوه چی امریکایی طیارو په ړانده بمبارد او شپنیو علمیاتو کی د ماشومانو ، زنانوه او ضعیف العمر په شمول زمونږ زرهاوو هیوادوال په شهادت ورسول. په داسی حال کی چی ته د امنیت ملی ریس وی ؟

هغه وخت دا احساس ولی نه وه چی د تور سورو پړونی به مو امریکایی عسکرو د طیارو غورځاوه ،،،؟

هغه وخت ولی دا احساس نه وه چی امریکایانو او صفر یک او دو قطو به د فزیکی تلاشی په نامه افغانان د خپلو ماشومانو او تورسرو پر وړاند لوځ کړل او بیا به یی په شهادت ورسول.

هغه وخت دا احساس چرته وه ودونه او جنازی به ستا د معلوماتو په اساس د بهرنیو لخوا بمبارد شول.

هغه وخت دا احساس چرته وه چی استاد عاطف، دکتور باقی ، مژده ، مولانا نیازی ، مولوی مفلح او په لس ګونو علماوو ستا له باڼډ لخوا په شهادت ورسول شول.

د دشت لیلی او جنګی قلعی په اړه د احساس څه وه؟

د کابل پوهنتون معصومو محصلینو شهادت به اړه دی احساس څه وه؟

لږ شرم په کار دی ، یو څه وخت چپ ښه یاست. چی څومره غږیږی په هم هغه اندازه خرابی کوی. ستاسو د اعمالو نتیجه وه چی نظام او سقف یی له منځه لاړ.

ملت د ظلم او بربریت اوس هم مخالف دی او پخوا هم لیکن ستاسو په ژبه نه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟