No-IMG

هغوی چې لا هم له حکمتیار کرکه لري!

هغوی چې لا هم له حکمتیار کرکه لري او د تخريب أصلي عامل يې بولي، ستونزه يې يوازې د ښاغلي حکمتيار ژمن إسلامي فکر، ژمن شخصيت، کره ديني او سياسي منطق دی، بل څه نه شي کېدای.

زه چې د نوموړي له شخصيت، فکر، دعوې او داعيې سره لږو ډېر اشنا يم، تر اوسه مې هيڅ څه داسې په کې نه دي محسوس کړي چې هغه دې زموږ د دين، هېواد، ملي ګټو او داعيې پر زيان تمام شي.

نوموړي په خپله درې څلويښت کلنه سياسي او جهادي مبارزه کې پرله پسې هر راز سياسي، إقتصادي او إجتماعي محروميتونه وګالل، خو بيا هم د خپلو ديني او ملي ارزښتونو له ننګې او دفاع پښېمانه او ستومانه نه شو.

هر راز سړې-تودې يې وزغملې، خو خپله سپېڅلې دعوه او داعيه يې خرڅه نه کړه.

همدا لامل دی چې اوس يې د (والفضل ماشهدت به الأعداء) له مصداق سره سم لومړۍ درجه دښمنان هم پر نارينتوب او ژمنتيا اعتراف کاندي.

تاسې که د الکساندر مايوروف «رښتيا په افغانستان کې څه تېرېدل» او د بوريس ګروموف «سرې لښکرې په افغانستان کې» د تاريخي يادداښتونو چاپي آثار لږ په دقت له نظر تېر کړئ، نو پوه به شئ چې هغوی چاته د خپل أصلي دښمن په سترګه کتل؟ او دا أصلي دښمن يې خپل سپېڅلي هدف او آرمان ته څومره ژمن وو؟

تاسې که د سي آی ای د څېړنيز راپور ليکونکي او تحليلګر سټيوکول او په اسلام آباد کې د سي آی ای د پخواني نماينده ويليم کيسي تاريخي يادداښتونه ولولئ، بيا پوهېږئ چې حکمتيار د څومره نړيوال وزن خاوند دی؟

ويليم کيسي وايي: ما چې په لومړي ځل د خيبر قبائلي علاقې د مجاهدينو په يو روزنيز کمپ کې حکمتيار وليد، له ډېرې وېرې لړزه راباندې راغله، هڅه مې وکړه چې خپله وېره پټه کړم، خو و نه توانېدم. دومره وېرېدلی وم چې وروسته د آی ايس آی رئیس اختر عبدالرحمٰن راپورې خندل. ښاغلی ويليم زياتوي؛ چې ماته همغه وخت د ښاغلي حکمتيار د تندي له کرښو دا څرګنده شوه چې دا سړی هيڅکله زموږ دوست نه شي کېدای. او...

پښتانه وايي: «مېړه ووژنه خو مېړانه يې مه وژنه!» بيا هغه نر، غيرتي او نوم لرونکی مېړه چې آن نړيوال زبرځواک لرونکي دښمنان يې هم پر واز کومي په نارينتوب او مېړانه معترف وي.

دا سمه ده چې منحيث إنسان هيڅوک له إشتباه او خطأ مستثنیٰ نه شي کېدای، دغه راز به ښاغلی حکمتيار هم له خطأ او إشتباهاتو خالي نه وي، خو داسې نه چې له تحقيق او تبين پرته د هرې خطأ نسبت ورته منسوب شي. داسې نه چې د هرې خطأ د مُعَنْوَنْ او محتوا له پاره د عنوان په توګه وکارول شي؟

دا ناځواني ده او ناځواني هغه ناولي خواړه دي چې یوازې د پرېوتو او سپکو خلکو په دسترخوان کې يې موندلای شو او بس!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

سنګر

شاغلي مضمون ليکونکي چاپلوس صاب له ماشوم توبه حکمتيار شه پيژنم چي نه يي خبره يوه ده نه يي دشمن معلوم ده نه يي په ژبه اعتبار شته او نه په جهاد کشي شه خاطره لری په سخت وخت کشي د کمونسټانو دوستميانولمن ته پناه وړي او کله چي يي جهاد مالاجات شي بيا صلبيانو ته کابل ته پناه وړي حکمتيار صرف يو لس ژبی لرونکي انسان ده چي د افغانانو د کرکي سمبول ده

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟