No-IMG

جبهه مقاومت نه نړيوالو ته کوم ارزښت لري او نه افغان ملت ته

افغانان په مجموع کې باید یو واقعیت ومني، هغه دا چې په تیر شوي نظام او حکومت کې غله، مفسد، مجرمین او د قاتلانو ډلې ټپلې نه نړیوالو ته کوم ارزښت لري او نه د افغانستان ملت ته د منلو وړ دي؛ او نه د دې طمع باید ولري چې په راتلونکي افغان شموله حکومت کې ورته څوک سهم او امتیاز ورکړي، د بیا ځل لپاره دوی ته په حکومت کې سهم ورکول به هسې یو خوب، خیال، او جنون وي.

په افغانستان کې د بدبختیو او جنګونو عاملین همدغه دوی دي او ټول ملت ته روښانه معلوم دي، حتی ولسونه هم له دوی ښه خاطره نه لري بلکې محاکمه ئې غواړي.

د افغانستان اسلامي امارت باید له تیر شوي تاریخ نه باید لږ عبرت واخلي، په 1995 م کال کې د بهرنیانو استخباراتو په وساطت د جبهه مقاومت او د شورای نظار قوماندان احمد شاه مسعود د طالبانو مشرانو سره په میدان ښار کې د مذاکراتو لپاره یو څانګړی ملاقات ترتیب شوی و، چې په نتیجه کې د یوې توافقنامې په درشل کې تړون ورسره لاسلیک شو. له بده مرغه د جبهه مقاومت او د شورا نظار قوماندان احمدشاه مسعود نه یوازې خپل تعهد او تړون ته ژمن پاتې نه شو، بلکې د افغانستان اسلامي امارت له توافقنامې ئې سوءاستفاده وکړه او له طالبانو سره ئې یو لوی غدر او خیانت وکړ. د خپلو بادارانو په مرسته د جنګ لاره ئې غوره کړه، متاسفانه خپل قوم ولس ئې له یو لوی بدبختیو سره مخ کړ او بالاخیره دوی ټول په تیښته بريالي شول او خلک ئې یوازې په میدان پريښودل؛ اوس هم له بهر نه د جبهه مقاومت چیغې وهي اما د دوی په خبرو نه نړیوال باور کوي او نه خپلو خلکو کې دومره محبوبیت لري چې د دوی لپاره ځانونه قرباني کړي.!

د دې خبرو اساسي موخه مو دا ده چې جبهه مقاومت او د شورا نظار ډله او د تیر شوي حکومت تښتيدلو غلو، مجرمینو، او  وطن پلورونکو ته د مذاکراتو او خبرو موقع او فرصت دې نور نه ورکوي، دا په دې معنا چې هغوی د خپلو خلکو نماینده ګي نه شي کولای او نه د خپلو خلکو په کیسه کې دي یوازې د پردیو په فرمایش هېواد او ملت له بدبختیو او ګواښونو سره مواجه کوي. دوی ټول  د ملت پوروړي دي د خپلو ظلمونو خیانتو غرامت باید جبران کړي ولسونه د دوی د محاکمې په انتظار دي.!

که احیاناً افغانستان اسلامي امارت د بهرنیانو فشارونو او تهدیدونو په نتیجه کې دوی ته او دوی ته ورته نورو مجرمینو او خاینانو ته په حکومت کې سهم او امتیازاتو ته قایل شي؛ شاید د افغانستان لوی ملت به سخت ناهیله شي او دوی به خپل ملي ملاتړ له لاسه ورکړي.

نو ښه به دا وي چې افغانستان اسلامي امارت د افغانستان په نوي نسل باندې ټول تمرکز وکړي څو نوی نسل د اسلام په رڼا کې داسې تربیه کړي چې هغه هم دین ته او هم ملت او هیواد ته ژمن پاتي شي. هر څوک چې خپل دین ته ژمن او ثابت پاتې شوي دي، هغوی په هیڅ قیمت ملت او هیواد سره خیانت او ظلم نه کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک