No-IMG

د اهل کار موندلو هڅې؛ د یوه صحابي د زوی کیسه

یزید بن ابي المهلب چې د خراسان والي وټاکل شو خپلو ملګرو ته یې وویل: داسې سړی راپیدا کړئ چې ټول خویونه یې غوره یي، نو د مشهور صحابي ابو موسی الاشعري رضي الله عنه زوی ابو بردة الاشعري چا ورته یاد کړ، هغه یې راوغوښت او راغی، یزید ته هغه له رنګه ښه سړی ښکاره شو، چې خبرې یې ورسره وکړې نو په باطن کې له ظاهره ډېر غوره وخوت، یزید ورته وویل چې زما له حکومتي چارو فلان کار درته سپارم، خو هغه معذرت وغوښت او یزید یې معذرت ونه مانه.

ابو بردة الاشعري رحمه الله ورته وویل: اې امیره! زه یو داسې حدیث درته بیان نه کړم چې ما له خپل پلاره اوریدلی او هغه له رسول الله ﷺ نه اوریدلی؟ امیر ورته وویل: راته بیان یې کړه، هغه وویل: رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې داسې کار کولو ته وړاندې کیږي چې پوهیږي دی د دې کار اهلیت او وړتیا نه لري؛ نو اور او جهنم کې دې د ځان لپاره خپل ځای جوړ کړي. قال النبي صلى الله عليه وسلم: من تولى عملا، وهو يعلم أنه ليس لذلك العمل أهل، فليتبوأ مقعده من النار.

ابو بردة زیاته کړه: ګوره امیر صاحب! زه شاهدي وایم چې تا زه کوم کار ته راغوښتی یم زه د دې کار وړتیا نه لرم. امیر ورته وویل: په دې خبرو دې موږ لا په ځان درتېز کړو او لا مو مینه درسره زیاته شوه، خپل کار پیل کړه، زه دې نور دا عذرونه نه منم. نو ابو بردة کار پیل کړه او څه موده په هغه کار بوخت پاتې شو.

څه وخت وروسته ابو بردة امیر ته ورغی، هغه ته یې په مجلس کې وویل: اې امیره! زه یو داسې حدیث درته بیان نه کړم چې ما له خپل پلاره اوریدلی او هغه له رسول الله ﷺ نه اوریدلی؟ امیر ورته وویل: راته بیان یې کړه، هغه وویل: رسول الله ﷺ فرمایي: هغه څوک ملعون دی چې د الله په نوم سوال کوي او هغه څوک ملعون دی چې د الله په نوم سوال ورنه وشي او دی څه ورنه کړي، چې شرعا ممنوع شی یې غوښتی نه یي. قال النبي صلى الله عليه وسلم: ملعون من سأل بوجه الله، وملعون من يُسأل بوجه الله، ثم منع سائله ما لم يسأله هجرا.

د دې حدیث له بیانولو وروسته ابو بردة الاشعري رحمه الله یزید بن ابي المهلب ته وویل: اې امیره! زه د الله په نوم سوال درته کوم چې ما وبښه، زه دا کار پرېږدم، نو یزید رحمه الله هغه وباښه. رواه الطبراني في الكبير، وحسنه الحافظ العراقي والسيوطي.

تکرارا دا حدیث بیا درسره ولولئ او ځان ته متوجه شئ چې له خپل اهلیت او وړتیا لوړ کار کې خو به نه یئ لګیا، څوک چې داسې کار کولو ته وړاندې کیږي چې پوهیږي دی د دې کار اهلیت او وړتیا نه لري؛ نو اور او جهنم کې دې ځان ته خپل ځای جوړ کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک