No-IMG

محترم حکمتيار صاحب د بغلان، کندهار او خوست ولايت له مسئولينو سره وکتل

چهارشنبه؛ د ۱۴۰۰ھ ش کال د جدي ۲۲مه:

نن له غرمې مخکې د حزب اسلامي افغانستان امير ښاغلي حکمتيار د بغلان ولايت له يو شمېر جهادي قومندانانو او قومي مشرانو سره وکتل، په دغه کتنه کې د  هېواد او په ځانګړي ډول د شمال په أمنيتي او سياسي وضعيت تفصيلي خبرې وشوې.

ښاغلي حکمتيار وويل: الحمدلله په ټوليز ډول وضعيت تر پخوا ښه دی، څه مو چې غوښتل په نسبي ډول ترلاسه شوي، اوسنی حالت که د ښه والي له پلوه د تېرو څلوېښتو کلونو له وضعيت سره پرتله کړو، نو ډېر ښه والی په کې راغلی، په دې معنیٰ چې أصلاً له پخواني حالت سره يې هيڅ د مقايسې وړ نه شو بللای.

قدرمن مشر زياته کړه؛ شمال کې مو ټولو ورونو او مجاهدينو ته توصيه او سپارښتنه داده چې د اوضاع په ښه کېدو کې له اړونده مسئولینو سره مرسته وکړي.

دغه راز ښاغلي حکمتيار نن پر يو بله جلا ليدنه کې د کندهار ولايت له ديني عالم مفتي محمد طاهر او په خوست ولايت کې د اسلامي پوهنتون څانګې د رهبرۍ له غړو سره وکتل. په دغه کتنه کې د ياد پوهنتون د مرکزي او ولايتي څانګو د جواز او رسميت اخيستنې پر پروسې تفصيلي بحث وشو. د حزب اسلامي افغانستان قدرمن وويل: د جواز اخيستنې ټول مراحل بشپړ شوي او فعلاً يې د طۍ شويو مراحلو اسناد د وزيرانو شوری د تأييد په خاطر إداره أمور ته رسېدلي، له اړونده مسئولينو سره په تماس کې يو، هيله مند يو چې پاتې مراحل به هم ژر تر ژره بشپړ شي.

ناويلي دې پاتې نه وي چې په ياده کتنه کې د تېر جهاد د خاطراتو د خونديتوب او ساتنې په خاطر د بْرِښْنايي آرشيف په جوړولو هم تفصيلي بحث وشو چې د مشر له لورې يې اړونده مرجع ته د یادداښت او جوړېدلو سپارښتنه وشوه.

د حزب اسلامي افغانستان د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟