No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح‌اا د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه: نن له غرمې مخکې د ح‌اا امير ښاغلي حکمتيار د بغلان ولايت له يو شمېر جهادي قومندانانو او قومي مشرانو سره وکتل، په دغه کتنه کې د  هېواد او په ځانګړي ډول د شمال په أمنيتي او سياسي وضعيت تفصيلي خبرې وشوې.

ښاغلي حکمتيار وويل: الحمدلله په ټوليز ډول وضعيت تر پخوا ښه دی، څه مو چې غوښتل په نسبي ډول ترلاسه شوي، اوسنی حالت که د ښه والي له پلوه د تېرو څلوېښتو کلونو له وضعيت سره پرتله کړو، نو ډېر ښه والی په کې راغلی، په دې معنیٰ چې أصلاً له پخواني حالت سره يې هيڅ د مقايسې وړ نه شو بللای.

قدرمن مشر زياته کړه؛ شمال کې مو ټولو ورونو او مجاهدينو ته توصيه او سپارښتنه داده چې د اوضاع په ښه کېدو کې له اړونده مسئولینو سره مرسته وکړي.

: د ح‌اا د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه: د ح‌.ا.ا قدرمن امیر وويل: د اسلامي پوهنتون جواز اخيستنې ټول مراحل بشپړ شوي او فعلاً يې د طۍ شويو مراحلو اسناد د وزيرانو شوری د تأييد په خاطر إداره أمور ته رسېدلي، له اړونده مسئولينو سره په تماس کې يو، هيله مند يو چې پاتې مراحل به هم ژر تر ژره بشپړ شي.

: ‏عبدالباقي حقاني:

پاکستان افغانانو ته خپل کلني بورسونه له زرو څخه یو زرو پنځه سوو ته پورته کړي دي.

: ‏د افغانستان برښنا شرکت وایي، ازبکستان د افغانستان برښنا شرکت له همغږۍ پرته ٦٠ سلنه وارداتي برېښنا کمه کړې ده.

د افغانستان برښنا شرکت د ازبکستاني چارواکو له قوله، د برښنا د کموالي لامل په ازبکستان کې تخنیکي ستونزه بللې او ویلي یې دي، چې دا ستونزه به په ۲ یا ۳ ورځو کې هواره شي.

: ‏سي اېن اېن ټلویزیون د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د یوې سرچینې له قوله ویلي چې دا مهال افغانستان کې اتيا تنه امريکايي وګړي دې ته په تمه دي چې امريکا ته لاړ شي.

سرچینې ویلي، دمګړۍ له افغانستان څخه د بهرنيانو د وتلو لړۍ د اسلامي امارت د حکومت له لوري درول شوې ده.

: ‏د کابل نهمې حوزې اړوند بنايي سیمه کې پر یوه نظامي موټر چاودنه شوې.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وایي، په دې چاودنه کې دوه نظامیان ټپیان شوې دي.

تر اوسه ددې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخستی خو چارواکي وایي د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.

: ‏د کورنیو چارو وزارت وايي، ددې وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د کابل امنیتي حوزو مسوولانو ته سپارښتنه کړې، چې کابل کې د مېشتو بهرنیو ډیپلوماټانو، خیریه مؤسسو، ملي سوداګرو او پخواني حکومت د لوړ پوړو دولتي چارواکو امنیت وساتي او هغوی ته خوندي چاپېریال برابر کړي.

:‏شورای وزیران دولت اسلامی افغانستان بودجه سه ماه آخر(جدی، دلو، حوت) سال ۱۴۰۰را تصویب کرد.

بودجه متذکره مجموعاً ۵۳،۹ میلیارد افغانی است که از آن جمله ۴۹،۲میلیارد افغانی آن بودجه عادی و ۴،۷ میلیارد افغانی آن بودجه انکشافی تعیین شده است.

: ‏۱۵۰ کماندو پس از فراگیری آموزش‌های نظامی و مسلکی از لوای اول قول اردوی ۲۰۳ منصوری در ولایت خوست فارغ شدند.

محمد نبی عمری والی خوست در مراسم فراغت این کماندویان گفت، نیروهای ا.ا. با زیور اسلامی و وطن‌دوستی تعلیم دیده‌اند و با تمام قوت و اراده از دین، خاک و مردم دفاع می‌کنند.

: ‏د ا.ا.ا. د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون له مرستیال سره په کتنه کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې ا.ا. به نړیوالو ته په افغانستان کې د بشري مرستو او پانګونې لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

: ‏د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دې ولایت د بټي‌کوټ ولسوالۍ د امنیت امر عابد بشیر په ډزو کې هغه مهال ووژل شو چې نوموړی د یو کور څښتن د شخړې حل په موخه دې کور ته ورغلی و. سرچینه زیاتوي، د عابد بشیر ملګری هم په دې پېښه کې ټپي شوی دی.

: ‏د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت د سه شنبې په ورځ په کابل ښار کې د یو کیلوګرام ګازو بیه په ۷۰ افغانۍ و ټاکله. د نفتو او ګازو د دولتي شرکت مسوولین وايي، دا کار یې د هېواد په بازارونو کې د ګازو د بیو د لوړېدو له امله کړی، څو د طبیعي ګازو د بیو د لوړېدو مخه ونیسي.

: ‏امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یو ځل بیا  ویلي چې د دغه وزارت له هغو کار کوونکو پرته چې په یاده برخه کې یې زده کړې تر لاسه کړې دي، بل هیڅوک د دوی له امر پرته د چا کور، دوکان، موبایل او نور الکترونیکي وسائل نه شي پلټلی.

: ‏لغزش ساختمان یک کلیسا در نیجریه دست‌کم 10 قربانی گرفت.

اونونیه موردی، کمیسر بهداشت ایالت دلتا در نیجریه طی بیانیه‌ای اعلام کرد که بر اثر ریزش ساختمان یک کلیسای 3 طبقه در منطقه اوکپانام در این ایالت دست‌کم 10 نفر جان خود را از دست دادند.

: اشتفان زایبرت، سخنگوی دولت آلمان طی گفت‌وگو با خبرنگاران در برلین گفت که هیات دولت این کشور مدت حضور نظامیان آلمانی در عراق را برای 9 ماه دیگر تمدید کرده است.

بدین ترتیب، حداکثر 500 نظامی آلمانی در چارچوب مشارکت در مبارزه علیه گروه تروریستی داعش تا 31 اکتبر سالجاری در عراق مستقر خواهند بود.

نظامیان آلمانی مسئولیت آموزش ارتش عراق و نیروهای پیشمرگه اقلیم کرد این کشور را برعهده خواهند داشت.

پیش‌بینی می‌شود طرح دولت آلمان روز جمعه در پارلمان این کشور به رای گذاشته شود.

: ‏د قزاقستان ولسمشر قاسم توقایف په تازه څرګندونو کې ویلي، چې نوی حکومت او نوی لومړی وزیر یې تعین کړی دی او دوی ته لومړی سپارل شوی کار دا دی، چې پر اقتصادي مسایلو کتنه وکړي، نرخونه کنټرول کړي او د اسعارو بیې تنظیم کړي.

: ‏د روغتیا نړیوالې ادارې د اروپايي برخې مسوولینو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په اروپا کې د کرونا اومیکرون بڼه د چټکې پراختیا په حال کې ده او ښایي د کب میاشتې تر پایه د اروپايي هېوادونو نیمایي نفوس د کرونا په دې بڼه اخته شي.

: ‏د تزاري روسیې د مجلس رییس ویاچسلاو وولدین له امریکا څخه غوښتي چې ژر تر ژره باید د روسیې وړاندیزونو ته خپل ځواب وړاندې کړي. نوموړي دغه راز اروپا ته خبرداری ورکړی دی چې واشنګټن د خپلو متحدینو د امنیت په کیسه کې نه ده.

: ‏د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وایي اقتصادي پراختیا په ټپه ولاړه ده نو مجبور یو وار بیا له ای ایم ایف څخه پور واخلي. بلخوا د اقتصادي چارو پاکستاني کارپوهانو ویلي چې عمران خان باید پياوړې اقتصادي پالیسي جوړه کړي نه دا چې کچکول راواخلي او خیراتونه ټول کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟