No-IMG

د واشنګټن د ګټو ساتونکو ته افغان ملت هېڅ اهمیت نه درلود

حمد الله محب Face The Nation ته مرکه کې وايي؛ زمونږ د حکومت سقوط په ۲۰۱۹ کې پیل شو، کله چې امریکا طالبانو سره خبرې پیل کړې او مونږ یې شا ته پرېښودو. مونږ ته امریکایانو د هوايي ځواک لپاره ملاتړ نه راکاوه.‌

زمونږ لاسونه یې شا ته تړلي ؤ. مونږ د امریکا له بسپنې پرته کله جګړه کولی شوه؟

همدا محب له سقوطه څو میاشتې مخکې؛

زمونږ پوځونه آزاد دي، مونږ مستقل یو، د هر څه تصمیم خپله نیسو، دا جګړه ګټو، نړیواله ټولنه زمونږ شا ته ولاړ ده.”

تېرې تورې دورې کې د افغانانو په شکل د واشنګټن، پاریس او لندن د ګټو ساتونکي د واک په ګدۍ کېنول شوي ؤ. دوی ته ملت او د ملت ارزښتونو هېڅ اهمیت نه درلود. ملت ته دروغ ویل دوی د ابو د څکلو په شان اسانه کار ؤ.

مونږ تېرو شلو کلونو کې سل کاله شاته ولاړو، په لکونو کورنۍ د امریکا هغه جګړې چې یو څو بې ضمیرو‌ وطن فروشانو دلته پر مخ وړله، د غم په ټغر کېنولې.

یواځې دوی پکې میلیونران شول او په دقیقو کې یې بېرته خپلو اصلي وطنونو ته ځانونه ورسول.عام ولس ته دوی یواځې فقر، بې چارګي‌او بې کاري پرېښې ده.

اوس به بیا له صفري نکتې پیلوو، بیا به هیواد په مادي او معنوي لحاظ خپلوو، پردۍ آیډیالوژۍ او افکار به په حکمت له منځه وړو، داسې حکومت او پوځ به جوړوو چې قومنده یې زمونږ په لاس کې وي، داسې بهرنی سیاست چې د نورو د ګټو پر ځای د خپل ولس د ګټې لپاره ترسیمیږي، زمونو پر پولو د نورو دعوې رد کړي، د متقابل احترام د اصولو له مخه له نورو خپل حق وغواړي، مشرتابه یې د حاکمیت احساس ولري، په غربت کې د غیرت خبره کوي، داسې رهبري چې په څېره کې یې د یو عام افغان عکس ښکاره شي.

د اسلامیت او افغانیت اوږد تاریخ به بیا دې خاورې د هویت برخه ګړځوو.

دا نه د پراشوټي رهبرانو کار دی او نه د تښتېدلي روایت د څښتنانو بلکې دا کار یواځې مستقل، ژمن او په فکر افغان رهبران کولای شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟