No-IMG

نړۍ! د هارون مور او بچیان به دې دا ستم وزغمي خو هېر به یې نه کړي

نظير منيب

 

فرانس پرېس د جابرې امریکا له قوله ویلي، چې د ګوانتانامو له زندانه یې د ۵ زندانیانو د خوشې کولو پرېکړه کړې

۳ تنه د یمن دي، ۱ د سومالیا او بل یو هم د کینیا دی.

په دغې وحشت خونه کې یوازینی افغان بندي اسدالله هارون بیا له یاده ویستل شوی

په داسې حال کې چې تر اوسه پرې هیڅ کوم جرم نه دی ثابت شوی

نوموړی له ۲۰۰۷ کال راهیسې د جبر او ظلم په پنجو کې دی.

لور یې پر زړه د پلار د لیدو هېله او د ډېرو نا ویلو خبرو دروند پېټی ګرځوي.

تېر کال یې ویل چې دا پېټی به یې د پلار له ازادېدو وروسته له هغه سره د زړه پر خواله کولو سپک شي.

نړۍ! د هارون مور او بچیان به دې دا ستم وزغمي خو هېر به یې نه کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟