No-IMG

د حکمتيار صاحب يوولسمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه

د تېر په څېر نن هم د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير ښاغلي ګلبدين حکمتيار د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې (د سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې خپله يوولسمه درسي مُحاضَره وړاندې کړه، چې ګڼ شمېر ورونو او خويندو په کې ګډون کړی وو.

په ياده درسي مُحاضَره کې په دې بحث وشو چې «آيا الله تعالیٰ إنسان ته ورته صورت لري، او که نه؟» ښاغلي حکمتيار همدې پوښتنې ته د ځواب ويلو په اړه لنډه مقدمه کېښوده او ويې ويل:

د إنسان يوه لويه ستونزه داده چې پر غيبي شيانو باور کول ورته ګران وي، هر هغه څه ژر مني چې په خپلو سترګو يې وويني، پر غوږونو يې واوري او پر حواسو يې لمس او احساس کړي، خو بالعکس؛ د عقل په مرسته د حقيقت منل ورته ګران وي. غيبي شيانو ته هم داسې انځورونه په خپل ذهن کې جوړوي چې په خپلو سترګو يې ليدلي او پر حواسو يې حس کړي او لمس کړي وي.

د ح‌اا امير زياته کړه: موسیٰ عليه السلام ته بني إسرائيلو وويل؛ ستا بلنه يوازې په دې شرط منلی شو چې الله تعالیٰ په خپلو سترګو ووينو. له مصر د وتلو پر مهال له داسې سيمې تېرېدل چې استوګنو يې بتان لمانځل، دوی هم له موسیٰ عليه السلام غوښتنه وکړه چې موږ ته هم داسې معبود جوړ کړه چې په سترګو يې وينو او خواته يې عبادت کوو. په بايبل کې يې هم وليکل چې خدای آدم د ځان په څېر پيدا کړ او «العياذبالله» دواړه سره ورته دي، په دومره توپير چې هغه خدای دی او آدم عليه السلام انسان.

ښاغلي حکمتيار وويل: بني إسرائيلو د همدې ګروهې پر بنسټ د خدای او آدم عليه السلام ګډ انځور هم جوړ کړ چې تر ننه د دوی موزيم کې شته.

له پورتنۍ لنډې مقدمې وروسته نوموړي وويل:

په مسلمانانو کې هم ځينې داسې کم عقله، جهل او شرک ځپلې ډلې را پيدا شوې چې د أهل کتابو او مشرکينو په څېر الله تعالیٰ إنسان ته ورته ګڼي، وايي: الله تعالیٰ إنسان د ځان په څېر خلق کړی او په بشپړ ډول د إنسان په څېر أعضاء او جوارح لري، سره له دې چې قرآن په صراحت سره وايي چې هيڅ شی د الله تعالیٰ په مثل نشته، نه په ذات کې هغه ته ورته کوم شی شته، نه په صفاتو کې، خو دوی بيا هم هڅه کوي چې له قرآن او حديث داسې څه پيدا کړي چې د خپل جاهلانه دريځ ننګه پرې وکړي.

ښاغلي حکمتيار زياته کړه؛ دوی د مسند أحمد او صحيح البخاري په هغو دوه رواياتو إستناد کوي چې په يوه کې ويل شوي، (که چا څوک وهلو نو پر مخ دې نه وهي، ځکه الله تعالیٰ آدم عليه السلام د ده په شکل پيدا کړی). او په بل روايت کې بيا ويل شوي؛ (الله تعالیٰ آدم عليه السلام په خپل صورت پيدا کړ، قد يې شپېته ګزه وو، له پيدايښت وروسته يې ورته وويل: لاړ شه پر هغو فرشتو سلام واچوه چې هلته ناستې دي، او واوره چې هغوی څه ډول ځواب درکوي، هغه به ستا او ستا د أولادې ځواب وي. آدم عليه السلام پر ملائکو سلام ووايه، او هغوی يې په ځواب کې «السلام علیکم» وويل او د «ورحمة الله» ألفاظ يې پرې ور زيات کړل، او...).

حکمتيار صاحب وويل: د دواړو روايتونو معنیٰ بيخي واضح ده او هغه دا چې الله تعالیٰ آدم عليه السلام داسې پيدا کړی وو چې شکل او صورت يې د خپلې أولادې په څېر وو، خو دوی د «صورته» په کلمه کې د «ه» ضمير د آدم عليه السلام پر ځای الله تعالیٰ ته راجع کوي چې کاملاً ناسم فهم او برداشت دی.

نوموړي زياته کړه؛ دوی د همدې ناسمې إدعاء له پاره د قرآن په ځينو هغو آيتونو هم إستدلال کوي چې د ساق، يد، او ورته نورو صفاتو يادونه په کې شوې، او دوی يې په حقيقي معنیٰ اخلي په داسې حال کې چې هغه له متشابهاتو دي، په هغوی کې غير مرئي شيان له مرئي شيانو سره تشبيه شوي.

قدرمن مشر وويل: په دې آيتونو کې راغلي الفاظ په متبادره معنیٰ نه شو اخيستلی، او قرآن موږ ته وايي په أصلي معنیٰ يې له الله تعالیٰ پرته بل هيڅوک پوهېدای نه شي.

 

نوموړي وويل: له دې په ډاګه جوتېږي چې ياد صفات هيڅکله پر هغه معنیٰ او مفهوم نه شو اخيستلی چې موږ يې د مخلوق له پاره کاروو، که دا غلطي وکړو نو بې له شکه چې الله تعالیٰ به مو له مخلوق سره تشبيه کړی وي، که څه هم وروسته ترې سل ځله «بلاتشبيه» او «بلا تکييف» ووايو، هيڅ ګټه به و نه کړي او موږ به هيڅکله له هغې ډلې و نه باسي چې د «مشبه» پر نوم يادېږي.

په پای کې ښاغلي حکمتيار د ګډونوالو پوښتنو ته هم مُقنع او تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته ياده درسي حلقه د نوموړي په دعاء کولو سره پای ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک