No-IMG

د حکمتيار صاحب دوولسمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه

جُمعه؛ د ۱۴۰۰ھ‌ش کال د جدي ۲۴مه:

 

د حزب اسلامي افغانستان امير ښاغلي ګلبدين حکمتيار د تېر په څېر نن هم د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې د «سلفي شم که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندې خپله دولسمه درسي مُحاضَره وړاندې کړه چې ګڼ شمېر ورونو او خويندو په کې ګډون کړی وو.

په نننۍ درسي مُحاضَره کې پر دې بحث وشو چې «آيا الله تعالیٰ په هر ځای کې راسره دی او که نه؟» همدې پوښتنې ته د ځواب ويلو په ترڅ کې قدرمن مشر وويل:

د مذاهبو تر منځ يوه بله إختلافي موضوع داده چې الله تعالیٰ چیرې دی؟ آیا په هر ځای کې له خپلو بنده ګانو سره دی؟ او که له اسمانونو پورته پر عرش؟

ښاغلي حکمتيار وويل: صحابه وو «رضوان الله تعالیٰ عليهم أجمعين » او سلفو صالحینو «رحمهم الله جميعاً» به په دې اړه له بحث ډډه کوله، په داسې حال کې چې هغه آيتونه هم ورته معلوم وو چې وايي: الله تعالیٰ په هر ځای کې له خپلو بنده ګانو سره دی او هغه هم چې وايي: الله تعالیٰ پر عرش استویٰ کړې ده، خو پرته له دې چې معيت «ملتيا» او استویٰ «برابرېدا» تأويل کړي. خو متأسفانه په را وروسته کې ځينې داسې ډلې پيدا شوې چې «معيت» او «استویٰ» تأويلوي.

د يادې موضوع د لا وضاحت په اړه نوموړي د سورة المجادله ۷نمبر، د سورة الحديد ۴نمبر، د سورة قاف ۱۶نمبر او د سورة الواقعه له ۸۳- ۸۵ نمبر آيتونو تفسير او مفهوم ته تفصيلي إشاره وکړه.

ښاغلي حکمتيار وويل: پورتنيو مواردو ته په کتو سره ويلی شو؛ څوک چې رب العٰلمين د«معيت» او «استویٰ» له پلوه له مخلوق سره تشبيه کوي، هغوی داسې انګېري چې الله تعالیٰ خو پر عرش استویٰ کړې، نو له بنده سره يې نږدېکت محال دی، دا ځکه چې ويني، د يو مخلوق له بل سره د نږدېوالي تقاضا داده چې هغه هرو مرو خپل لومړنی ځای پرېږدي، مخکې ځي او هغه بل ته ور نږدې کېږي.

دوی له الله تعالیٰ سره تقرب د مخلوقاتو په تقرب قياسوي، نو بناءً مجبورېږي چې د قرآن الفاظ تأويل کړي.

نوموړي زياته کړه؛ بايد په ياد ولرو چې الله تعالیٰ سره زموږ رابطه يوازې دا نه ده چې هغه موږ ويني، له لرې او نږدې مو غږ اوري، زموږ په هر څه کامل او محيط علم لري، د هر کار د کولو قدرت راکوي، زموږ إراده د هغه د إرادې تابع ده. دغو مفاهيمو ته په پام سره بايد پر عرش د «استویٰ، قرب او معيت» تر منځ رابطه ولټوو، نه دا چې پر يوه إيمان ولرو او له بل إنکار وکړو.

د همدې موضوع د لا وضاحت په اړه قدرمن مشر د انعام سورې ۱۸نمبر آيت ته إشاره وکړه او د هغه په تفسير کې يې لاندې درې مفاهيم بيان کړل:

الف: ټول بنده ګان د الله تعالیٰ تر حکم او سلطې لاندې دي.

ب: الله تعالیٰ د خپلو بنده ګانو له هر حالته ښه خبر دی.

ج: له خپلو بنده ګانو سره يې هر تعامل پر حکمت ولاړ دی.

د حزب اسلامي افغانستان امير وويل: په پورتني آيت کې أهل ظاهر د «فوق» لفظ داسې تعبيروي چې د ياد آيت له أصلي روح او مفهوم سره هيڅ اړخ نه لګوي، په داسې حال کې چې دلته بحث د قهر «سلطې او برلاسي» په اړه دی، نه د الله تعالیٰ د فوقيت او موقعيت په اړه.

نوموړي زياته کړه؛ دوی په دې تعبير سره د ګڼ شمېر هغو آيتونو او أحاديثو تکذیب کوي چې وايي: الله تعالیٰ خپلو بنده ګانو ته د غاړې له رګ ډېر ور نږدې دی. نوموړي همدا راز وويل:

که له ذکر شويو آيتونو مراد دا وي چې الله تعالیٰ د بنده ګانو له حاله خبر دی، په هر ځای او هر وخت کې پرې پوهېږي، نو د دې له پاره به حتماً د «عليم» او «خبير»الفاظ راتلل، نه د «قُرب» او «معيت»، ځکه چې قرآن هيڅکله داسې الفاظ نه راوړي چې د شک او تردد لامل شي.

قدرمن مشر د درس په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته ياده درسي حلقه د نوموړي په دعا ويلو پای ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟