No-IMG

آیا دا سپین سرې مور لومړی انسان بیا ښځه نه ده؟!!!

د غربي نړۍ استبداد، ظلم او وحشت په همدې مزین نقاب پوښل شوئ دئ. په اسلامي ملکونو کې تېر او روان بشري ناورین ئې په همدې دروغجن شعار له خلکو پټ ساتلی دی. د نړۍ ټول چاپي او تصویري مطبوعات ئې تر خپل ژور تأثیر لاندې را وستلي دي. د دوی په لاس هر رنګه ظلم او وحشت د بشر پالنې په نوم تر اذهانو رسیږي. د خپلو ناولو اهدافو لپاره هر جنایت ته د بشر دوستۍ نوم ورکوي. د دوی د بمونو لاندې وژل شوي، ښځې، ماشومان او بې دفاع وګړي نړیوال ترهګر یادیږي. او خپل ناروا جنګ ته د بشر پالنې پر بنسټ نړیوال مشروعیت وربښي. د نړۍ په کچه روان کشمکش په خاصه توګه د اسلامي نړۍ تنوریزه غېږه نه د کوم خاص تمدن او ایدیالوژۍ له آدرسه روان دئ او نه هم غربي ولسونو د روان نړیوال بشري ناورین پر دوسیه د صحت مهر اېښودلی. غربي ولسونه تر موږ زیات محکوم دي. هغوی په خپل ژوند کې له هر رنګه آزادۍ شخصي آزادۍ محروم دي. د حاکمو او مستبدو نظامونو هر ظلم او استبداد ئې د خپل ژوند په بدل کې په ځان منلی دئ. ناټو د امریکې په رهبرۍ اسلامي ملکونه ته یرغلونه یووړل، د خپل ولس بچیان ئې د اور تنور ته ور ټېل وهل. خو ولسونه ئې په بشپړه توګه ورسره مخالف ؤ. باور مو همدا دی چې هغه امریکائي جنګي مجرمین چې د عراق او افغانستان په جنګونو کې ئې ونډه درلوده؛ یو هم روغ نه دی ستون شوئ. که په جسمي توګه روغ وتلی وي؛ خو له روحي پلوه به تر مرګه ځوریږي!

آیا د هر څه د امریکا ولس د خپلو بچیانو لپاره غوښتل؟ او که د سوچه استبداد له کبله پرې په زور تحمیل شول؟!!

لاندې تصویر په نړیواله کچه ډیموکراسي، پر بنسټ ئې ولاړ مستبد جمهوریتونه، بشري فعالان، د ښځو حقوقو مدافعین، د ماشوم ژغورنې مؤسسې او بشر پال نهادونه چلېج کوي. که لږ هم احساس او انساني غیرت ولري نور به هیڅکله هم د بشر پالنې شعار له خپلو بد بویه خولو زمزمه نه کړي!

د دوی اصالت او اصلیت د مسلمانو ولسونو تر مینځ ډیر ښه بربنډ شو. مسلمان ولسونه دې دروغجنو او سفاکو واکمنو غوره تعریف لري. د هغوي د کاذبو شعارونو پټې موخې هم ورته څرګندې شوې.

آیا دا مور یوه ښځه نه ده؟ آیا انسان نه دئ؟ عاطفه نه لري؟ د خپل زوی په فراق نه ځوریږي؟

آیا دا سپین ږیری بابا حق نه لري چې له خپلو حقوقو برخمن شي؟ آیا دا حق نه لري چې د همدردۍ له مخې ئې د پر مظلومیت نړیوال مطبوعات خبرې وکړي،

آیا د دې ځوان وړه ماشومه لور چې د خپل پلار په فراق کې  را لویه او اوس ځوانۍ ته رسېدلې ده، د ماشومتوب حق نه درلود او اوس د ښځې له حقوقو باید برخمنه نه شي؟

آیا د دې ځوان مېرمن انسان نه دئ؟ ښځه نه ده؟ عاطفه نه لري چې شل کاله ئې خاوند ترې په تور زندان کې ساتل شوی؟

د غربي نړۍ روان نړیوال استبداد مسلمان ولسونه داسې پېژني:

د ښځو حقوق: پتمنې،با حیاء او محجبې خویندې سپکول، وژل او د خپلو پچیانو د هجران په اور کبابول؛ خو د فاحشو او بدکاره ښځو له مردارۍ دفاع کول! چې عملا ئې ګورو!

د ماشومانو حقوق: هغه ماشومان چې د دوی تر څار لاندې د دوی د برنامې سره سم زده کړې کوي باید خوندي وي. خو هغه ماشومان چې د مسلمانو ولسونو تر مینځ د خپلو ارزښتونو په رڼا کې دا بهیر پر مخ وړي باید ووژل شي ځکه دا تروریستان جوړیږي!!

د بیان آزادي: د غربي نړۍ وحشت د اتلولۍ په نوم انځورول او د مسلمان د مظلومیت په اوښکو د خپلو وینو دسمال اچول او پټ ساتل!!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک