No-IMG

د لوى اختر په مناسبت د محترم ورور حكمتيار پيغام

د لوى اختر په مناسبت پيغام

بسم اللّٰه الرحمٰن الرحيم

الله اكبر الله اكبر، لا إله إلا الله و الله اكبر، الله اكبر و للّٰه الحمد

وروڼو خويندو! گرانو هېوادوالو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته و بعد:

د لوى اختر رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، خپل رب ته دعاء كوم چي زموږ گران هېواد له روان دردناك بحران، جگړو، ناامنيو، فقر او د متجاوزينو او ظالمانو له ظلم او تېري وژغوري، زموږ مؤمن ملت ته عزتمن او سوكاله ژوند ورپه برخه كړي، او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د يوه واقعي اسلامي حكومت په تأسيس سره زموږ د شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو نېكي او سپېڅلي هيلي ترسره كړي. إن شاء اللّٰه روان دردناك حالت، ناامني او جگړه به حتماً او ډېر ژر پاى ته رسي، سرلوړي افغانان به خپل برخليك په خپله ټاكي او د خپلي خوښي نظام او صالح مشران به غوره كوي.

له دې فرصت په استفادې سره څو عرائض لرم:

•             هېواد مو له داسي بد او دردوونكي امنيتي، اقتصادي او سياسي وضعيت سره مخامخ دئ چي په خپل اوږده تاريخ كي ئې مثال او بېلگه نشو موندلى، جگړي، ناامني، د مذهبي، سياسي او قومي شخصيتونو مسلسل او منظم ترورونه، فقر، د ضروري موادو قلت او قيمتي، بې كاري او په مخدره موادو اعتياد؛ انتهاء ته رسېدلي. د هېواد گوټ گوټ كي؛ هر لوري ته چي گورو نو دا حالت مو تر سترگو كېږي: ناكاره او نااهل حكومت، د بهرنيو ځواكونو فعال او ځواكمن حضور، د رقيبو استخباراتي شبكو داسي نيابتي او تحميلي جنگ چي يوازي افغانان په كي وژل كېږي، كورونه ئې ورانېږي او د كور كلي پرېښودو ته اړ كېږي، نن او له څلورو لسيزو مسلسل جنگ وروسته؛ شاوخوا شپږ مليونه افغانان له هېواد بهر مهاجر دي او نږدې درې مليونه د هېواد دننه بې ځايه شوي، په تېرو نولس كلونو كي تر يو مليون زيات افغانان وژل شوي، هره ورځ په سلگونو مظلومو افغانانو ته مرگ ژوبله اوړي، د هېواد او ولس برخليك مو د بهرنيو په واك كي دئ، حكومتونه دوى جوړوي او چارواكي دوى غوره كوي، غله، مفسدين، لوټماران، وطنپلورونكي او جنگي جنايتكاران ئې پر افغانانو تپلي، هغه ناافغانان ئې په لوړو دندو گمارلي چي دوه تابعيته دي، كورنۍ ئې په بهر كي دي، بانكونه ئې لوټلي، په سلگونو مليونه ډالر ئې اروپايي او امريكايي بانكونو ته انتقال كړي، يوازي په دې وروستيو كلونو كي د ماليې دوه وزيران له سلگونو مليونو ډالرو سره؛ غرب ته وتښتېدل؛ نه ئې څوك محاكمې ته حاضرولى شي او نه لوټ شوې شتمنۍ مستردولى شي، په غرب كي د داسي غلو او لوټمارانو لپاره خوندي او مصون اوسېدل ميسر دي، د بريتانيا مخكني صدراعظم په واز كومي همداسي غلو ته وويل: له هر مدرك چي څه ترلاسه كړئ؛ دلته ئې راانتقالولى شئ!!

•             زموږ حكومتونه او تركيب ئې، د حكامو غوراوى او د اقتدار وېش؛ د بهرنيو ځواكونو له لوري وي او د حكومت كورنى او بهرنى سياستونه دوى ټاكي، دوست او دښمن دوى ورته په گوته كوي، هېواد مو د رقيبو هېوادو د نيابتي جگړي په ډگر بدل شوى، داسي چي خپلي جگړي، نظامي، استخباراتي او اقتصادي رقابتونه ئې افغانستان ته راانتقال كړي، ځيني د افغانستان خاوره د خپل رقيب خلاف كاروي، ځيني خپلي وژونكې نوې وسلې دلته آزمويي، ځيني د جنگ پر دوام د دې لپاره پانگوني كوي چي خپلي ناولې گټي ئې ورپوري غوټه كړې، پر استقلال، خپلواكي، ملي حاكميت او معنوي ارزښتونو مو داسي لوبي او معاملې رواني دي او وړيا پېر پلور ته وړاندي كېږي؛ لكه په ماركيټ كي د تورو چڼو پېر پلور.

•             غولوونكي انتخابات د بهرنيو تر بشپړ مديريت او سلطې لاندي ترسره كېږي، نتائج هغوى ټاكي، د چا تش صندوقونه له جعلي او تقلبي رأيو ډكوي او د چا  له پاكو رأيو ډك صندوقونه او اسناد ئې غلا او ترى تم كوي، هر ځل د افغانانو رأيو ته سپكاوى كېږي، د همدې غيرمشروع او تقلبي انتخاباتو نتائج هم په ډېران غورځوي، د خپلي خوښي كمزورى، د ملت له حمايت محروم، شړېدلى او وېشل شوى حكومت جوړوي او په بهرنيانو پوري د تړلو ډلو او بدنامو څېرو داسي سهامي شركت رامنځته كوي چي په وړې وړې قضيې به په اوږدو اوږدو لانجو كي ښكېل وي او وروستۍ پرېكړه به سفارتونو ته محول كېږي، دا ځكه چي اشغالگران هيڅكله دا نه خوښوي چي د ملت له حمايت برخمن ځواكمن حكومت رامنځته شي او اقتدار د داسي شخصيتونو او گوندونو په لاس كي پرېوځي چي خپل ملت او هېواد ته ژمن وي، عزت النفس لري او د خپل هېواد آزادي، خپلواكي او د ملت عزت، سوكالي او سرلوړي غواړي، اشغالگران تل او په هر مفتوحه او اشغال شوي هېواد كي؛ هغه د اقتدار پر گدۍ كښېنوي چي د دوى په وړاندي په بشپړه توگه خاضع او مطيع وي، د دوى د ارضاء لپاره د ځان او د خپل ملت هر سپكاوى په ورين تندي مني، د پرديو په غلامۍ افتخار كوي او په همدې كي عزت لټوي، د اقتدار پر كرسۍ د كښېنستو په لومړۍ ورځ؛ د هېواد استقلال پر بادار پلوري او د دائمي اسارت او غلامۍ سندونه او تړونونه امضاء او مهر كوي.

•             فقر او بې كاري داسي پړاو ته رسېدلې چي د ارگ ناستو په اعتراف؛ 90 سلنه ولس مو په فقر كي ژوند كوي، ځوانان مو د مناسب او پتمن كار نه موندلو له كبله يا د هغو جنگ غوښتونكو كړيو په لاس كي؛ وړيا او ارزان پرېوځي چي د اجيرو جنگياليو په لټه كي دي؛ يا د كار موندلو لپاره په قاچاقي لارو درومي، د قاچاقچيانو په لومو كي پرېوځي؛ د يوه او بل هېواد سرحدي ځواكونو په لاس وژل كېږي؛ مړي ئې په سندونو كي غورځول كېږي او يا په سمندرونو كي غرق كېږي. دا دردوونكى وضعيت په داسي حال كي زموږ پر ملت مسلط شوى چي اشغالگرانو به افغانانو ته ويل: تاسو ته آزادي او ديموكراسۍ ډالۍ كوو!! او مزدورانو به ئې ويل: د بهرنيو ځواكونو په راتلو سره به له افغانستان د آسيا سويس جوړ شي!! 

خو د دوى او د دوى د غلامانو په واكمنۍ كي نه د چا سر او عزت خوندي دئ او نه د ملت ديني، ملي او تاريخي ارزښتونه او افتخارات، د وينو تويول، د عزتونو لوټل او پر حريمونو او مقدساتو تېرى؛ آسان او ارزان شو او پر كورونو، كليو او جوماتونو بمونه او راكټي ورول، د خلكو د غم او ښادي په غونډو كي چاودني؛ د استخباراتي شبكو او د دوى د وطني مزدورانو ورځنى كار او مصروفيت شو!! نن د كابل په زړه كي؛ تر ټولو خوندي او مصون سيمي او د ارگ په پنځه كيلومترۍ كي؛ مهم مهم شخصيتونه يو په بل پسي ترور كېږي، په همدې واټن كي؛ د كابل سيند تر پلونو لاندي؛ په سلگونو معتادين؛ شپه ورځ تېروي او د ژمي په سختي يخنۍ كي هره ورځ په لسگونو مري!!

•             دا د هر اشغالگر طبيعت او عادت دئ چي آزادي غوښتونكي د اشرارو او تروريستانو په نامه ياد كړي او جاسوسان او جنايتكاران په اعزازي القابو ونازوي، رسنۍ د اخلاقي فساد خورولو مأموريت او دنده پر غاړه واخلي، تر ټولو زيات سپك، ذليل، پرېوتي او منحط وگړي مطرح او د نوم نشان خاوندان او د بېلگو په څېر ئې انځور او وړاندي كړي، اخلاقي فساد عام كړي، ځوان نسل د انحطاط او ابتذال لوري ته وهڅوي، پردى فرهنگ، دودونه او پرېوتي اخلاقي معيارونه رائج كړي، داسي چي ملي لباس او ملي دود دستور تحقير او د اشغالگر ځواك هر څه د عزت او افتخار نښه وگڼل شي، كه دا د هغه لباس او جامه ده او كه سر او صورت جوړول او ږيري او وېښتانو ته خاص شكل وركول، د پرديو له مزدورو مبلغينو سياسي او نظامي شنونكي جوړ كړي، د (ملي اتل) او (افغان ستوري) په څېر اعزازي القابو ئې ونازوي!! اشغال ته د آزادۍ نوم وركړي او غارتگر د ژغورونكي او مستعمر (آبادوونكي او استعمار) په نامه ياد كړي.  

•             كله چي پر يوه هېواد داسي حالت راشي نو د ژغورني لپاره يوازي يو بديل او انتخاب درلودى شي: او هغه د آزادي غوښتونكو وحدت او يووالى، د آزادۍ لپاره د مبارزې سنگرونه پرانيستل، د كلكي مبارزې هوډ، د همت ملا تړل او قربانۍ ته چمتو كېدل، همغه كار چي زموږ سرلوړو اسلافو د هر اشغالگر او د هر پرديپال نظام او حكومت په خلاف كړى او په نتيجه كي ئې هر ځل ځلانده او له افتخاراتو ډكه بريا په برخه شوې.

•             زه د لوى اختر په دې مباركي ورځ؛ ټول افغان ولس او په ځانگړې توگه هغو ته چي تل ئې له خپل هېواد، آزادي، خپلواكي او ملي حاكميت دفاع كړې، د هر بهرني يرغلگر ځواك او هر مفسد او ظالم حكومت مقابله ئې كړې او همدا دوى د دې هېواد اصلي ساتونكي او وارثين دي؛ سيكولرانو، ملحدينو او كمونستانو تل هېواد پلورلى؛ خو تل مؤمنو مبارزينو آزاد كړى، دوى ته بلنه وركوم چي يوې بلي مبارزې ته چمتو شي، پر خپل رب توكل وكړي او له دې بد وضعيت د هېواد د ژغورني لپاره ملا وتړي، همغسي لكه چي زموږ سرلوړو او پر آزادۍ مينو اسلافو دا هېواد ساتلى، له بدو ورځو ئې ژغورلى او موږ ته ئې په ميراث پرېښى، راشئ موږ هم له جگړي فارغ، آزاد، مستقل او سر لوړى افغانستان راتلونكي نسل ته په ميراث پرېږدو.

•             اسلام او هېواد ته ژمنو افغانانو، جهادي او سياسي شخصيتونو، قومي او مذهبي مشرانو او ټولو وطنپالو سياسي گوندونو او ټولنو ته بلنه وركوم چي راشئ د الله تعالى او خپل ملت په وړاندي تعهد وكړو چي دا دردناك حالت حتماً پاى ته رسوو، آزاد او مستقل افغانستان جوړوو، د جگړو او وسله والو رقابتونو ټغر د تل لپاره ټولوو، د سالم او رغنده سياسي او فكري رقابت لار غوره كوو، داسي حالت رامنځته كوو چي په هېواد كي مو نه كورنۍ وسله والي سيالۍ وي، نه بهرني ځواكونه، نه د نړۍ والو او سيمه ايزو رقيبو ځواكونو د وسله والو رقابتونو او نيابتي جگړي محاذونه او نه د پرديو په لاس تپل شوي حكومتونه، هېواد مو خپلواك او آزاد وي، ولس مو دا حق ترلاسه كړي چي د خپلي خوښي نظام ولري او د خپلي خوښي منتخب زعامت او حكومت، هېواد مو په هيڅ بهرني ځواك پوري تړلى نه وي او حكومت مو د كورني او بهرني سياستونو په ټاكلو كي د پرديو تر اغېز او هيمنت لاندي نه وي، خپل برخليك په خپله او د پرديو له اغېز او سلطې پرته وټاكو.

•             افغانان دې اهدافو ته د رسېدو لپاره؛ يوه مستقل، ځواكمن او ملت شمول محور او جبهې جوړولو ته اړ دي، دا تشه بايد ډكه كړو او ټول هغه افغانان په كي راغونډ كړو چي دغو سپېڅلو آرمانونو ته ژمن وي او د ستړيا نه منونكې مبارزې همت او شهامت لري، دا جبهه به نه د كوم شخص پر محور جوړېږي او نه د كوم سياسي گوند پر محور، بلكي د همدغو آرمانونو پر بنسټ به جوړېږي او زعامت به ئې د يوې مقتدري شورى په لاس كي وي، اهداف او تگلاره به همدا شورى ټاكي. د دې محور د ژر جوړېدو او په لاس ئې د بحران د ختمېدو په هيله.

والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته

حكمتيار

د 1441 هـ ق كال لوى اختر

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟