No-IMG

کندهار، افغانستان، د سردارکندل خان مسجد/موی مبارکه

درې پېړۍ وړاندي احمدشاه بابا په تش جېب کوښښ پيل کړ چي د سيمي امپراتوري پښتنو ته يوسي او پښتانه د سيمي د يوه واکمن ټبر په حيث مطرح کړي، بابا په سيمه کي د بېلابيلو وياړونو او لاسته راوړنو په شکل پښتي وطن غني کاوه، روايت دئ چي احمدشاه بابا له بخارا څخه د خرقې شريفي راوړلو وروسته له هندوستان څخه د حضرت محمد د ږيري ورېښته راوړ چي د کندهار په زړه جامه کي چي هغه وخت د کاکړانو ملايانو په لاس کي وه، په درنښت کښېښول سو، وروسته بيا سردار کندل خان دغه ورېښته د کندهار هغه جامع ته راوړ چي ده تازه پر خپله شخصي نیم جریب مځکه جوړه کړې وه، او هغه به پکښي د مازیګر او ماښام لمونځ کاوه. [سردار کهندل خان د سردار پاينده خان ۱۲ زوی او امير دوست محمد خان ناسکه ورور وو چي له۱۸۲۳-۱۸۲۹ع پوري د باميانو او بيا وروسته تر دوهم افغان انګرېز جنګ پوري د کندهار والي وو].

 وروسته له دې دغه جامع په [موی مبارک] مشهوره سوه چي د کندهار ښار د چهارسو سره اوس هم ولاړه ده.

يو بل روايت بيا داسي دئ چي اصلاً دغه ورېښته د امير حيب الله خان د دورې د کندهار والي سردار محمد عثمان خان ته د پېښن [پښتونخوا] د سید قیوم او سید عبدالقدوس په کورنۍ پوري اړوندو د ډالۍ په ډول ترلاسه او وروسته ئې دې جامع کي کښېښود.

دې البوم کي ددې جامع په سرای کي د احمدشاهي پاتاو رغول لیدل کېږي.

د کندهار د عوامو روايت دئ چي:

 "د ورېښتانو د ثابتوالي لپاره  امیر_عبدالرحمن_خان څو تجربې وکړې او د تجربې لپاره یې ورېښتان په شاتو وړل او پر میدان کښېښول تر څو مچ پر کښېني خو مچ پر یادو ورېښتانو نه کښېنستئ"

زیارتگاه تار موی پیامبر در قندهار:

در شهر قندهار علاوه بر زیارتگاه خرقه شریفه، زیارتگاه دیگری وجود دارد که با نام «مسجد موی مبارک» شناخته می‌شود و در آن، تار مویی منسوب به حضرت رسول(ص)، نگهداری می‌شود. این تار مو از زمان احمدشاه بابا در مسجد «زړه جامع» قندهار ـ اولین مسجد شهر قندهار ـ نگهداری می‌شد، اما در نیمه‌های سده 13ق. سردار محمد عثمان خان، نایب‌الحکومه، والی قندهار، آن را به مسجد کهندل خان منتقل کرد، که امروزه به مسجد موی مبارک تغییر نام داده است.

عکسونه: ١٩٠٣ع

عکاس: ksn lamp

سرچینه: سویډن آرشیف

کهندل خان جامع(موی مبارک جامع):

دغه جامع دسردار کهندل خان په هدایت چي د امیر دوست محمد خان ورور ؤ، د  د ښار منځ دي د ماپښین، ماځیګر او ماښام په وختونو کي ډېر مخلوق ورته د لمانځه لپاره راځي.

د دې لپاره چي غولۍ یي پراخ سي نو امیر حبیب الله سراج الملة والدین د هدایت شمالي او جنوبي برخو کورونه یي له خلکو رانیول او په جامع یي ګډ کړل، د ادوسونو د تازه کولو او پاکۍ د تنظیم لپاره یي د جامع د لویدیځ او ختیځو برخو کي پاتاو ویاله تېره کړه.

د دې لپاره چي د تدریس او امامت چاري ښه اجرا سي نو یي د جامع شا وخوا دوسوه دوکانونه هم ورته وقف کړل، تر څو د عایداتو څخه یي د موظیفینو اړتیاوي رفع سي.

د G.I.S پر سیستم د سرپوښه بازار او کهندل خان جامع(موی مبارک) ثبت.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟