No-IMG

د افغان تاريخ له عبرته ډک انځور

د افغان تاريخ له عبرته ډک انځور/ The Last Man:

 له نن څخه ټيګ ۱۸۰کاله د مخه په همدې ورځ [۱۸۴۲ع جنوري ۱۴] د افغان انګرېز د لومړی جګړې پر وخت چي انګرېزانو د يرغل په نيت کابل ته ۱۶۵۰۰ عسکر بيولي وه، يوازينی ژوندی کس همدغه پر اس سپور کس وو چي [ ډاکټر_برايډن] نومېږي او په نړيوال تاريخ کي دغه تابلو په [د کابل څخه راوتل] يادېږي چي د لومړۍ افغان انګریز جنګ تر ټولو مشهوره رسامۍ ده او په برتانیه کي یو موزيم کې ساتل کیږی.

په دې کال په افغانستان کي سختي واوري سوي وې، دا چي اکثره انګرېزي جنګيالي د ګرم هند څخه له پنجابيانو، سيکانو او بنګاليانو سره ملګري افغانستان ته تللی وه، د افغانانو په ځانګړي ډول پښتني قبايلو لخوا په خپلو چاوڼيو کي تر بريدونو لاندي نيولو وروسته په واورو او يخونو کي تيت او پرک، ورک او د افغانانو لخوا ونيول سوه.

الیزابت تمپسن چي د جلال اباد لويديځ دروازې سره په انګرېزي چهاوڼۍ کي اوسېده؛ د ۱۸۴۲ع کال د جنورۍ پر ۱۴ سهار ګوري چي د کلا مخ ډاکتر ویلیام برایډن پر اس نيم ژوندي حالت کي سپور دئ او وايي چي: «د کابل برید کي یواځي دی ژوندی پاته سوی او له ده سره نور کسان وژل سوي یا نیول سوي دي».

په رسامۍ کي برایډین د جلال اباد په جګدلک نومي کلي کي ښکاري، دا رسامۍ په نړۍ کي د اردو پاته شوني (remnants of an army) په نوم ياديږي.

له دې لويي رسوايي وروسته د برتانیا پارلمان کي دوک ولینګټن ویلي: "افغانستان ته ننوتل اسان خو ترې وتل سخت دي".

له دې وينا وروسته بېلابېلو بريتانوي انځورګرانو دې پېښي ته د برتانوي امپراتورۍ کامیابۍ، ناکامۍ او ویرني رسمونه وليکل خو پکښي تر ټولو دغه د بريتانوي شاهي انځورګري «لیډی جيني بټلر» د هنرمندو ګوتو انځور وو چي تر ننه ژوندی دئ.

کله چي انګرېزان له دې پيښي وروسته مړ څټ د ګندمک له لاري جلال اباد او پېښور لور ته روان سول، په جلال اباد، علي مسجد او پېښور کي يې ډېر کلي وران کړل.

دې جګړو کي پر ۴۵۰۰ برتانوي-هندي سرتېرو چي ۶۹۰ یې اروپايي او ۱۲ زره ښځو ماشومانو، خدمتګارانو باندي بریدونه وسول چي تفصیل یې فلورنشیا سل د خپلو خاطرو کتاب کي لیکلی دی او ما يې کامنټ کي ځيني انځورونه ايښي دي.

زموږ د نيکونو نوم او نښان دي تل پاته وي.

"On this day in 1842, an exhausted army surgeon named William Brydon arrives in Jalalabad, Afghanistan with news that an entire British army has been wiped out at Gandamak. The moment is later immortalized in this painting by Lady Butler."

آخرین سوار:

امروز ۱۴ ماه جنوری است. درست درهمین روز درسال 1842 ازاردوی 16000 نفری برتانیای کبیر تنها داکتر ویلیم برایدن زخمی، خون آلود ونیمه جان خودرا به قشلۀ انگلیس درجلال آباد رسانیده ودردروازه نظام قراول ، افسر انگلیس درحیرت از اوپرسید: لشکر کجاست؟ داکتر برایدن پاسخ داد : من لشکر هستم ! به همین خاطر او درتاریخ برتانیا معروف به آخرین فرد(The Last Man) است .

دکتور برایدن کبیر جیش بریطانیا . في حالة الفرار من الأفغان حين قتل جمیع عساکر جیشه سبعة عشر ألف في کابل . في حرب الافغان و الانجلیز الاولی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟