No-IMG

استعاذي لغوي،اصطلاحي معنی

استعاذي لغوي معنی:استعاذه د عوذ له ريښې اخستل شوی چې د پناه وړلو او مرستې غوښتلو په معنی دی،په همدې اساس (عوذه) هغه ته ویل کیږي چې دهغه په واسطه له یو شي نه پناه یووړل شي.

مفسرین کرامو دهمدې  کلمې او له مشتقاتو ئې له یو نه زیات معاني او تعریفونه لري،دبیلګې په توګه:

الله سبحانه وتعالی ته دعأ او التجا، چې په خپل حال مو پرې نږ دي.

الله سبحانه وتعالی ته پناه وړل دشر له خلاصونه.

الله سبحانه وتعالی ته پناه وړل د شر دهر شریر مخلوقه، چې په راس دټولو شرونوکې  وسوسه د جني او انسي شیاطینو دی.

دالله سبحانه وتعالی نه دهر شر په وړاندي توفیق غوښتل دي.

داهم دالله سبحانه وتعالی لطف او مرحمت دي چې بنده ته  دشیطاني وسوسو د مخنیوي لپاره داستعاذي غوښتلو توفیق په برخه شي .

داستعاذي اصطلاحي معنی: استعاذه په شرعي اصطلاح کې د لوستونکي په دې عبارت الفاظ دي(أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ).

 ژباړه : پناه وړم الله(جل جلاله) ته دشیطان رټلي شوي نه .

یا ورته نورې صیغي.

استعاذه مطلوب دی

تیر درس کې مو وویل چې استعاذه په هر حال، وخت او ځای کې که خفیه وي یا جهر لوستل ئې دعا او عبادت دی، خوپه ځانګړي توګه دقرآنکریم تلاوت لپاره استعاذه مطلوب دی، ځکه دتلاوت لپاره استعاذه دالله سبحانه وتعالی آمر دی.

دتلاوت لپاره استعاذه په لاندي یو څو لنډو دلایلو سره مطلوب دی،ضروري دی چې تلاوت ئې له شیطاني وسوسو، نفسي او شهواني خواهشاتو اوهم له فاسدو ارادونه په استعاذې سره محفوظ کړی شي.

۱ ـ دقرآنکریم تلاوت ته خپله رب العالمین غوږ نیسي .

۲ـ قرآنکریم هدایت دی،شفأ دی او رحمت.

۳ـ قرآنکریم خیر دی او علم.

۴ ـ دقرآنکریم تلاوت اوریدوته ملائک را ټولیږي.

۵ ـ قرآنکریم مرجع او منبع دعباداتو او احکامو دی

تر دي ځایه ټول امت متفق دی،چې استعاذه عبادت دی، دعا دی او دتلاوت لپاره مطلوب، خود تلاوت لپاره ئې په حکم کې اختلاف دی، یو شمیر ئې حکم واجب بولي، یو شمیر ئې سنت، چې بیلا بیلو درسونو کې به توضیح او تشریح شي، ان شأ الله.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟