No-IMG

زه د تاریخ دوو پېښو ډېر متأثر کړی یم

حضرت عثمان د شهادت غمجنه پېښه وه؛ د صحابه وو رض د یو بل سره محبت؛ له مظلوم عثمان نه د حضرت علي کرم الله وجهه د اولادونو او نورو جلیل القدره صحابه وو بې سارې دفاع او د نوموړي د مقاومت یو عجیب کیفیت؛ دا چي د قدرت باوجود ئې د مدینې کوڅې له وینو تویېدلو وساتلې؛ او کله چي ئې باغیان کور ته ننوځي او په ډېره بې رحمي سره ئې په شهادت ورسوي او د همدې کلابندۍ نوري پیښې... ما یو ځل دا تاریخ لوستی باور وکړئ د بیا مطالعې همت ئې نشم کولی...

د مشرانو لپاره ډېر ستر درس لري...

او بــــــلــه د:

حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه هغه واقعه ده چي کله ئې د محمد رسول الله صلي الله علیه وسلّم تر وفات وروسته د هغه لښکر چي له مدینې دباندي تلـلو ته چمتو وو او د نوي أمیر أمر ته منتظر وو او حضرت عمر رض نوموړی منع کوي چي لښکر دي نه استوي؛ خو د حضرت ابوبکر صدیق رض جرأت مندانه ځواب او اقدام ډېر حیران کړم؛ د مرتدینو او د نبوت د کاذبو داعیانو سره د جهاد بیرغ پورته کول او په داسي حالت کي دومره عظیم کار بل چا نشو کولی...

دا دوه جلا جلا حالتونه او جلا جلا مشران دي؛ دوې مختلفي پېښی دي؛ دوې فیصلې دي... دواړه د عظمت او قربانۍ اعلیٰ معیارونه دي؛ په دغو دواړو پېښو کي د تاریخ تر زده کوونکو د نني حاکمانو او مشرانو لپاره زیات مهم درسونه پراته دي؛ د دښمنۍ او اختلاف نوعیت درک کول او د همهغه مطابق فیصله کول همدې ته وایي...

دا انځور به مي غالباً په ۲۰۱۵م کي ترسیم کړی وو؛ نه عثمان سریال شروع شوی وو او نه هم زما کارا عثمان زېږېدلی وو؛ د ۲۰۲۱م د اگست پر ۶-مه الله تعالیٰ د زوی په نعمت هم ونازولم؛ دا چي د حضرت عثمان بن عفان رضي الله تعالیٰ عنه د شهادت او مظلومیت پېښي ډېر متأثر کړی وم او دا نیت مي وو که چیري الله تعالیٰ زوی راکړ نو د همهغه عظیم انسان په نوم به ئې نوموم؛ د همهغه تأثر پر اساس مي خپل بچي ته د عثمان نوم انتخاب کړ؛ دعاء کوم چي الله تعالیٰ مي بچی د همهغه عظیم او باحیاء شخصیت په همهغسي ښائستو صفاتو ونازوي او ...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟