No-IMG

محترم حکمتيار د مختلفو ولايتونو له جهادي قوماندانو سره وليدل

چهارشنبه؛ د ۱۴۰۰ھ‌ش کال د جدي ۲۹مه:

 

د حزب اسلامي افغانستان امير ښاغلي ګلبدين حکمتيار نن په دوه جلا-جلا ليدنو کې د بدخشان ولايت له مشهور جهادي قومندان قاري عبدالودود او ښاغلي حمدالله دانشي او دغه راز د يو شمېر نورو مختلفو ولايتونو له مشهورو جهادي قوماندانانو هر يو ډاکټر صيب نورالدين زاهد، قومندان صيب شيرخان، قومندان صیب فدامحمد، قومندان صيب اميرحاتم، قومندان صیب مطيع الله، قومندان صیب ولی الله، مولوي صیب محمد اسماعيل، ډاکټر صيب نصير حميدي، انجينير صیب دادآقا شريف-يار او ورسره ګڼ شمېر مجاهدينو سره ولیدل.

په دغو ليدنو کې د هېواد په وروستي وضعيت او سياسي تحولاتو تفصيلي بحثونه او خبرې وشوې.

ښاغلي حکمتيار د ملاقات کوونکو بېلابېلو پوښتنو او اندېښنو ته په ځواب کې وويل:

الله تعالیٰ چې څه غواړي همغه کېږي، هيڅ هم د هغه له إرادې پرته وقوع نه مومي، څه چې پیښ شوي او پېښېږي، باوري يو چې الله تعالیٰ به زموږ له پاره په کې خير نغښتی وي.

نوموړي زياته کړه؛ په تېر او اوسني جهاد ستر ستر نتائج مرتب شول، روسان او امريکايان پر زوال محکوم شول، شرمېدلې ماته يې وخوړه، داسې چې د امريکا يو رئيس جمهور بل ته د امريکايي ماتې پيغور ورکوي.

د حزب اسلامي افغانستان امير زياتوي؛ که څه هم سترې سترې لاس ته راوړنې مو لرلي، خو لا هم فتنې په کُلي ډول ختمې نه دي، ماته خوړلي دښمنان د اسلام له حاکميت وېره لري، او له همدې وجې په ټول توان هڅه کوي چې يو بل جنګ زموږ پر مسلمان ملت تحميل کړي.

نوموړي وويل: اړتيا ده ټول هغه مُخلص مجاهدين چې په تېرو پنځوسو کلونو کې يې د إسلامي نظام د حاکميت له پاره هلې ځلې کړي، بايد يو بل ته لاسونه ورکړي او په ګډه د راتلونکو إحتمالي خطراتو او ستونزو مخه ونيسي.

د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ که څه هم په ځينو برخو کې ستونزې او مشکلات شته دي، خو بيا هم د اوسني وضعيت په پرتله بل هيڅ راز غوره بدیل نه لرو او د همدې له پاره ټولو مجاهدينو ته مو توصیه او سپارښتنه داده چې په ګډه سره د إحتمالي خطراتو دفع وکړي او پرې نه ‌ږدي چې پخوانی حالت بېرته راستون شي.

د حزب اسلامي افغانستان د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟