No-IMG

هلمند، افغانستان، د سردار مددخان ساګزي مقبر

له نن څخه ۲۴۰ کاله وړاندي د هلمند په سيمه کي د يوه سردار نوم ډېر ليدل کېږي چي ددې سمي د لښکر مشرتوب ئې کاوه او په احمدشاهي لښکر کي تر سردار جهان خان پوپلزي وروسته سردار مدد خان ساکزی لوی سپهسالار او تکړه نظامي کس وو.

د مدد خان اصلي نوم دلاور خان دئ، پلار یې د احمدشاهي عصر اوڅار رکن دلدارخان نومېدی چي د شاه پسند خان په لقب ویاړلی وو.

کله چي د تېمورشاه په دوره کي د کشمير مرتضى خان او زمان خان پاڅون وکړ، تېمور د هغوی د ټکولو د پاره د سردار مددخان ساکزى په مشرتوب ۳۰زره کسيز لښکر ولېږه، د دواړو دښمنو او مخالفو ډلو تر منځ څو ورځي پرلپسې سختو جګړو توانونه واړول خو يوې خوا ته هم برى په برخه نه سو، نو سردار مددخان په هوښياري جګړه ودروله او په ډېره ځيركتيا سره يې د مخالف لوري ځيني سرداران او د لښكر مشران ځان راواړول او کله چي هغوی له دې کاره خبر سول وپوهېدل چي قوت او قدرت يې په خپل منځ كي كمزورى او ټوټې-ټوټې سو، نو د تېښتي لار ئې غوره کړل او سردار مدد له پنځو مياشتو وروسته په ډمامو کندهار ښار ته د بري له زيري سره راغلی او کشمير ئې بيرته په افغانستان پوري وتاړه.

د تيمورشاهي تاريخ له خولې چي سردار مددخان په خپل کور کي ومړ، خو نېټه ئې نه ده ليکلې، د مطيع الله روهيال د ليکني په ماخذ لاندي ځايونه ددې نوميالي په نامه دي:

"په کندهار کي درې ځایونه د مدد خان په نامه یادیږي:

ـ مدد خان جامع، په ښکاپر بازار کي

ـ مدد خان چوک، د علامه حبیبي واټ د پیل نقطه

ـ حوض مدد، د میوند اولسوالۍ پر لار

په کندهار کي د ده نامه ته پر منسوبو ځایو سربېره په کابل کي د ده په نوم د یوه باغ او کلا ذکر هم سوی دئ..."

د سردار مدد خان مقبره د هلمند د نوزاد ولسوالۍ په دوسنګ کاریز [د علي بند پای او دوسنګ غونډۍ تر څنګ] په يوه خلاصه سيمه کي ده او د مقبرې جوړښت ئې مغلي سبک لري، ددې مقبرې ښايي د سر ګومبده نړېدلي وي او وروسته دغه ګومبده ورباندي جوړه سوې وي، ځکه دې هندی/مغولی سبک پخوا لوړي ګومبدي لرلې، [لکه دې البوم کي د مددخان د بل ملګري اصل خان مقبره، هند].

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

شیریندل

اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته دشهادت د ډالی دمشرتابه او کارکونکو څخه می هیله ده چه هر څه په دی پاڼه کی خپریږی یوار باید تر نظر تیرشی ځکه چه دابه بیا دپاڼی پر کره والی نور هم ورزیات سی مثال لوړ دسردار مددخان یو کوچنی تاریخچه چه بلکل دروغ ده سردار مدد خان په قوم محمدزی وو نه علیزی پرون می بل مطلب دسقاو په باره کی ولیدی چه لیکوال مجاهد ځنی جوړ کړی وو هیله می ده هر هغه څه چه دملت احساسات زخمی کوی نشر نه سی دیوی خوا به داپاڼه خپل بیطرفی ثابته کړی دبلی خوا به یی لیدونکی ډیر سی او که همداسی لکه اوس چه نظریات کوی نور یی زه هم نه تعقیبوم او ما دشهادت ورځپاڼه دادیرش کاله تعقیب کړی ده او ګټه می تری اخستی ده په درناوی ستاسو ورور محمدقاسم شیریندل

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟