No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: نن چهارشنبه؛ د ح‌.ا.ا امير ښاغلي ګلبدين حکمت-يار نن په دوه جلا-جلا ليدنو کې د بدخشان ولايت له مشهور جهادي قومندان قاري عبدالودود او ښاغلي حمدالله دانشي او دغه راز د يو شمېر نورو مختلفو ولايتونو له مشهورو جهادي قوماندانانو هر يو ډاکټر صيب نورالدين زاهد او یو شمېر نورو قوماندانانو او مجاهدينو سره ولیدل.

په دغو ليدنو کې د هېواد په وروستي وضعيت او سياسي تحولاتو تفصيلي بحثونه او خبرې وشوې.

ښاغلي حکمتیار د مجلس د ګډونوالو د اندیښنو او پوښتنو په ځواب کي و ویل چي په تېر او اوسني جهاد ستر ستر نتائج مرتب شول، روسان او امريکايان پر زوال محکوم شول، شرمېدلې ماته يې وخوړه، داسې چې د امريکا يو رئيس جمهور بل ته د امريکايي ماتې پيغور ورکوي.

د ح‌ا امير زياتوي؛ که څه هم سترې سترې لاس ته راوړنې مو لرلي، خو لا هم فتنې په کُلي ډول ختمې نه دي، ماته خوړلي دښمنان د اسلام له حاکميت وېره لري، او له همدې وجې په ټول توان هڅه کوي چې يو بل جنګ زموږ پر مسلمان ملت تحميل کړي.

: ‏د کونړ ولایت د استخباراتو ریاست وايي، د دې ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د یوه وسله‌وال کس له لوري د اسلامي امارت یو سیمه‌ییز قومندان او د هغه زوی وژل شوي. د دې ریاست په وینا، په دې پېښه کې څلور ملکي کسان هم وژل شوي او درې ټپیان دي. د دې برید انګېزه شخصي دښمني بلل شوې ده.

: ‏د ملي پخلاینې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزیر ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره لېدلي. ښاغلي عبدالله په یوه ټیوټ کې زیاته کړې، دوی د دې لېدنې پر مهال د افغانستان روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

: ‏رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د «افغانستان په اقتصادي» غونډه کې وویل، چې اسلامي امارت د ځان لپاره مرسته نه غواړي، بلکې د نړۍ پر هېوادونو او په ځانګړې توګه پر اسلامي هېوادونو غږ کوي، چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې وکړي.

‏له بهرنیو بنسټونو او بهرنیو پانګوالو څخه غواړو چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي او کار وکړي.

رییس الوزرا وايي، اسلامي هېوادونه باید د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې لاس په کار شي.

: ‏د لومړي وزیر دوهم مرستیال وايي، اسلامي امارت د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو امنیت تامینوي او د مرستو د وېش په روڼوالي او عادلانه ډول ترسره کېدو غوښتنه کوي. هغه زیاته کړه، چې افغانستان د بشري مرستو ترڅنګ پراختیايي مرستو ته هم اړتیا لري.

‏موږ نه غواړو چې د هېواد د اقتصاد خپلواکي د بسپنه ورکوونکو شرایطو قرباني کړو.

‏عبدالسلام حنفي وايي، چې په تېرو دوو لسيزو کې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې "سياسي" وې او دا ټول د حکومت له بدلون سره په ټپه درېدلې دي.

: ‏امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجه می‌گوید که یک فصل جدید از روابط افغانستان با کشورهای جهان آغاز شده است. متقی می‌افزاید که امارت اسلامی به دنبال یک سیاست خارجی اقتصاد-محور است.

‏امیرخان متقی می‌گوید که کمک‌های بشردوستانه راه‌حل کوتاه مدت به مشکلات اقتصادی است و برای حل مشکلات در درازمدت نیاز است که پروژه‌های زیربنایی تطبیق شوند. او از کشورهای جهان خواست که در راستای آزاد سازی پول افغانستان تلاش کنند.

‏امیرخان متقی یک بار دیگر از ایالات متحده خواست که پول منجمد شده افغانستان را آزاد سازد و افزود که امارت اسلامی آماده است اختلافات را از طریق گفت‌وگو حل سازد.

: ‏د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د افغانستان په ننني اقتصادي کنفرانس کې د نړۍ د شلو هیوادونو استازو په فزیکي او ۴۰ هیوادونو استازو په انلاین ډول ګډون کړی دی.

مجاهد وايي، دا کنفرانس په افغانستان کې اقتصادي ستونزو ته د مناسبو حل لارو د موندلو په هدف جوړ شوی دی.

: ‏اسلامي امارت ایران ته د کمال خان بند د اوبو د خوشي کولو په اړه خپاره شوي خبرونه رد کړل.

 د اوبو او برښنا وزارت وايي، د کمال خان بند اوبه، د دې بند لاندې سیمو اوسېدونکو په غوښتنه او د بزګرانو د ستونزو د حل په هدف خوشې شوې او ایران ته د اوبو د خوشي کولو خبرونه حقیقت نه لري.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د خپل کار په دفتر کې د قطر هیواد ځانګړي استازي مطلق القحطاني سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د قطر ځانګړي استازي د کابل هوايي ډګر د قرارداد او اړوند چارو په اړه خبرې کړې دي.

‏سراج الدین حقاني ويلي قطر هیواد د افغانانو سره په سختو شرایطو کې مرسته وکړه او افغانان د دوي د ټولو هڅو قدرداني کوي.

کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي، چې قطرهیواد  د نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ د یوه پل حیثیت لري او هیله ده په دې اړه خپل رول په ښه ډول ولوبوي.

: ‏د ریاست الوزراء لومړی معاونیت وايي، چې ملاعبدالغني برادر اخوند د رئیس الوزراء د اقتصادي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

: ‏د افغانستان ا.ا د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور د افغانستان اقتصادي کنفرانس ته په وینا کې ویلي چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم د ټول هېواد په کچه د غیر قانوني کېندنو مخه نیول شوې ده.

: ‏د بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې د واورې ښویېدنې په پېښه کې درې کسانو خپل ژوند بایللی دی. د چارواکو په وینا دا پېښه د دغه ولایت په رغستان سیمه کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې درې کسان مړه شوي دي.

: ‏مسوولان در ریاست مهاجرین و عودت کنندگان کندز به کمک مالی موسسه CORDAID برای ۶۶۰ خانواده نیازمند در آن ولایت کمک نقدی توزیع کردند.

برای هر خانواده ۱۸۷۰۰ افغانی با حضور نمایندگان ادارات ذیربط توزیع شد.

: ‏د ريیس الوزرا مرستيال ملابرادر آخند په اقتصادي کنفرانس کې له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې نور د افغانستان د ستونزو په اړه پټه خوله پاتې نه شي. هغه وویل چې خصوصي سکتور لپاره به ټولې اسانتیاوې برابرې شي.

: ‏ملا برادر آخند، معاون ریاست الوزرای ا.ا. در بیانیه اختتامیه کنفرانس اقتصادی_افغانستان:

سکتور‌ خصوصی اهمیت زیادی دارد، اگر این سکتور به پا ایستاده شود مشکل اقتصادی افغانستان تا حدی زیادی حل می‌شود. ما از سکتور خصوصی که زمینه کار برای ۱.۵ میلیون نفر را مساعد کرده، حمایت می‌کنیم.

ما از خواست سکتور خصوصی کشور مبنی بر آزادسازی دارایی مسدود‌ شده افغانستان استقبال می‌کنیم و در این راستا از تلاش‌های نماینده ویژه سازمان ملل متحد نیز تشکر می‌کنیم.

: ‏عبداللطیف نظری، معین وزارت اقتصاد در اولین کنفرانس اقتصادی افغانستان:

ما در حال تدوین منشور اقتصادی کشور هستیم، ما بر اتصال اقتصادی منطقه‌یی باور داریم و می‌خواهیم‌ همچون عرصه سیاسی، در عرصه اقتصادی هم روابط خوب و گسترده با همه داشته باشیم.

: ‏د ماليې وزیر: موږ د مالیې وزارت مسوولیت په داسې حال کې پر غاړه واخیست چې د نړیوال بانک، آسیا پراختیایي بانک، اروپایي اتحادیې او نورو بسپنه ورکوونکو هېوادونو ټولې پراختیایي مرستې چې د ملي بوديجې له پنځوس سلنې زیاته برخه يې پوره کوله، په یو وار بندې شوې.

له سیاسي بدلونه وروسته د مالیې وزارت فعال ساتل د امارت له لومړیتوبونو څخه و، د خپلو مسلکي همکارانو په مرسته مو وکولای شول چې د وزارت اساسي فعالیتونه ژره پیل کړو.

: ‏مقام ولایت پنجشیر آتش‌سوزی در محوطه پوهنتون آن ولایت را رد کرد.

به گفته منبع آتش‌سوزی در پوهنتون پنجشیر پیش از حاکمیت امارت اسلامی در نتیجه انفجار ذخیرگاه نفت و گاز (واقع در نزدیکی پوهنتون) رخ داده بود

این در حالی است که در چند روز اخیر تصاویری از چوکی‌های سوخته در ‏صفحات اجتماعی دست به دست می‌شود که گویا پوهنتون پنجشیر به آتش کشیده شده است.

: ‏اردوغان: امیدوار هستم پس از این دیگر شاهد نوسان نرخ ارز به دلیل تقاضای نامتوازن برای ارز نباشیم.

اردوغان: طرح اقتصادی‌ موجود برای رساندن قدم به قدم کشور به اهداف مشخص شده طراحی شده است و در تابستان آینده بهتر شاهد نتایج آن خواهیم بود.

: ‏راپورونه وایي چې دمګړی د ایران او پنځو قوتونو ترمنځ د اټومي هوکړې پر سر مذاکرات بیا پیل شوي دي. امریکا هم په غیر مستقیمه توګه په دې مذاکراتو کې ګډونواله ده او بهرنۍ رسنۍ وايي چې مذاکرات خورا سخت پړاو ته د ننه شوي دي.

: ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د افغانستان د کلیدي مسائلو په اړه د مسکو او برلین نظر یو شان دی او دواړه هېوادونه به په ګډه په دغه هېواد کې د شته وضعیت ښه والي لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

: ‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز په کابل کې د افغانستان د اقتصاد په غونډه کې وویل چې ملګري ملتونه د افغانستان له بسپنه ورکوونکو سره د افغانستان د منجمد شویو پیسو او د اسلامي امارت پر وړاندې د بندیزونو په اړه خبرې کوي.

‏دیبرا لاینز وايي، ملګري ملتونه د افغانستان د اقتصاد د بیا رغولو لپاره کار کوي. هغه وايي، بشري مرستې نه شي کولای چې د اوږدمهال لپاره ستونزې حل کړي او د افغانستان اقتصادي ستونزې باید په اساسي توګه حل شي.

‏دیبرا لاینز وايي، ښځې او نجونې د افغانستان د نفوس نیمایي برخه جوړوي او په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي. لاینز زیاتوي چې په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو ونډه ډېره مهمه ده او نړیوالې ټولنې هم غواړي چې په دغو فعالیتونو کې دوی برخه واخلي.

: ‏اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ښوونیزو او روغتيايي پروژو لپاره د ۲۶۸٫۳ مېلیونه یورو د مرستې خبر ورکړی دی. دې ټولنې په یوې اعلامیه کې زیاته کړې، دا پیسې د ملګرو ملتونو د بنسټونو له لوري د دې پروژو د پلي کېدو لپاره له افغانانو سره مرسته کېږي.

: ‏د کار نړیوال سازمان وايي، د افغانستان پخواني حکومت له پرځېدو وروسته، په هېواد کې له نیم مېلیون ډېر خلک بې‌دندې شوي. دې بنسټ په هېواد کې د بې‌کارۍ ډېروالي ته اندېښنه څرګنده کړې او اټکل کوي چې د روان زېږدیز کال په نیمايي کې به د بې‌روزګاره کسانو شمېر ۹۰۰ زرو ته ورسېږي.

: ‏د پنټاګون ویاند جان کربي وایي، امریکا تر اوسه په تاجکستان او ازبکستان کې د افغانستان چورلکو د برخلیک په اړه پرېکړه‌ نه‌ده کړې، خو زیاتوي، دا چورلکې افغانستان ته بېرته نه استول کېږي.

: ‏ابراهیم رییسی، رییس جمهور ایران امروز (چهارشنبه) وارد مسکو شد. قرار است آقای رییسی با رییس جمهور روسیه، ولادیمیر پوتین و برخی از مقام‌های این کشور در باره مسایل گونه‌گون از جمله اقتصاد، تجارت و امنیت منطقه‌یی گفت‌وگو کند.

: ‏خبرگزاری اسوشیتد پرس گزارش می‌دهد که پناه جویان افغان مقیم اندونیزیا امروز (چهارشنبه) تظاهرات را در شهر جاکارتا راه اندازی کرده و از سازمان عفو بین الملل خواستار سرعت بخشیدن به روند اقامت آنان در کشور سوم شده اند.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟