No-IMG

د حکمتيار صاحب ديارلسمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه

پنجشنبه؛ د ۱۴۰۰ھ‌ش کال د جدي ۳۰مه:

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن امير د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې د «سلفي شم که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندې خپله ۱۳مه درسي مُحاضره وړاندې کړه چې د تېر په څېر ګڼ شمېر ورونو او خويندو په کې ګډون کړی وو.

نننۍ درسي مُحاضره د «عرش او پر عرش د استویٰ» موضوع ته ځانګړې شوې وه.

د حزب اسلامي افغانستان  امير وويل: که موږ عرش او پر عرش د استویٰ مفهوم پر ظاهر واخلو نو لاندې پوښتنې د سړي په ذهن کې را ولاړوي:

الف: عرش څه شی دی؟

ب: پر عرش د استویٰ معنیٰ څه ده؟

ج: الله تعالیٰ تر عرش مخکې چېرې وو؟

نوموړي زياته کړه: چې دا هغه پوښتنې دي چې نه په صحابه‌وو کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم چا کړي او نه يې هم په داسې مسائلو کې د بحث ضرورت احساس کړی، او دا ځکه چې هغوی د خورا سترو سترو چارو په ترسراوي او تعميل بوخت ول، لکه جهاد، د اسلامي نظام پر إقامې، له مظلومانو سره پر مرستې، له ظالمانو سره پر مبارزې او په ټوله کې نړۍ ته د قرآني پيغام پر رسونې مصروف ول او داسې بې ګټې بحث، مباحثې او جدل ته يې وخت نه درلود او نه يې غوښتل چې خپل قيمتي وخت پر داسې بې ګټې بحثونو او مناقشاتو کې ضائع کړي.

هغه زياته کړه: کله چې مسلمانانو يادو ارزښتونو او سترو إلٰهي مسئوليتونو ته شا کړه، نو په خپلمنځي مناقشاتو او بې ګټې بحثونو کې مصروف شول.

ښاغلي حکمتيار وويل: که تاسې د دې بې ګټو خپلمنځي مناقشاتو تاريخي شاليد ته وګورئ، نو هرو مرو به دې نتيجې ته ورسېږئ چې دا لړۍ هغه وخت پيل شوې چې مسلمانانو په سياسي، فکري او نظامي ډګر کې د دښمن پر وړاندې ماته خوړلې، او...

د حزب اسلامي افغانستان  امير وويل: صحابه‌وو له عرش او پر عرش له استویٰ؛ نه يوازې دا تعبير درلود چې الله تعالیٰ د عَالَمْ ټولواک دی، بلکې پر دې يې هم له زړه باور درلود چې په هر څه کې د هغه جل‌جلاله حکم نافذ، إراده يې حاکمه او هر څه د همغه پر حکم انجامېږي، همدا راز الله تعالیٰ د ټول عَالَمْ خالق او مالک هم دی، لکه څنګه چې د يو چا د پاچا کېدو په اړه ويل کېږي چې فلان د پاچايۍ پر تخت کېناست؛ دغه راز د «استویٰ علی العرش» معنیٰ هم، همدا ده چې الله تعالیٰ د ټولواک او واکدار په توګه د ټول عَالَمْ واګې په خپل کنټرول کې لري.

د پورتني مفهوم د لا وضاحت په اړه ښاغلي حکمتيار د اعراف سورې ۵۴نمبر آيت تفسير ته إشاره وکړه چې لاندې شپږ اساسي مفاهيم په کې رانغښتي:

1: ستاسې رب همغه ذات دی چې ځمکه او آسمانونه يې په شپږو ورځو «مرحلو» کې پيدا کړل.

2: د دوی له پيدايښت وروسته يې د ټول عَالَمْ بشپړه إداره په خپل اختيار کې واخيسته او د مطلق ټولواک په توګه يې د عَالَمْ د سلطنت پر عرش استویٰ وکړه.

3: دا د هغه د ټولواکۍ نښه او بېلګه ده چې شپه پر ورځ راکاږي او په تلوار يې لټوي.

4: د هغه د ټولواکۍ بله بېلګه داده چې لمر، سپوږمۍ او ستوري يې أمر ته منقاد دي، همغه کار کوي او پر همغه مسير درومي چې د هغه له طرفه ورته أمر کېږي.

5: په دې پوه شه چې د خلقت «پيدايښت» او أمر «د چارو سمبالښت» کې له هغه سره هيڅ څوک شريک نه‌ دي.

6: الله تعالیٰ؛ مبارک او د عالمونو پالونکی دی.

د لا وضاحت په اړه قدرمن مشر وويل: د دې مبارک او مهم آيت په اړه څو نورې خبرې هم بايد په ياد ولرو:

په ياد آيت کې د ««يوم» «استویٰ» او «عرش» الفاظ ګورو چې په أصل کې إنسانانو د ښکاره شيانو له پاره وضع کړي، خو په دې آيت کې د دې مطلب د إفادې له پاره راغلي چې زمکه او آسمانونه په شپږو تکويني مرحلو کې پيدا شوي، الله تعالی د هر څه ټولواک او هر څه يې تر واک او عرش لاندې دي. دلته د استویٰ علی العرش معنیٰ خپله د همدې آيت په وروستۍ فقرې کې راغلې او هغه دا چې؛ «يُغْشِی الَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيْثًا وَّالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُوْمَ مُسَخَّرٰتٍ بِأَمْرِهِ» لکه څنګه چې «يوم» د هغې ورځې پر معنیٰ نه شو اخيستلی چې دولس ساعته ده، دغه راز عرش او استویٰ هم پر متبادره معنیٰ نه شو اخيستلی. نوموړي وويل: قرآن موږ ته لارښوونه کوي چې د الله تعالیٰ پر وړاندې ورځ کله له زرو کلونو سره برابره وي او کله هم له پنځوس زره کلونو سره، دا يې هسې دوه وړې بېلګې دي، خو هدف ترې دادی چې د انسان واړه معيارونه کله هم د الله تعالیٰ په اړه صدق نه کوي.

دغه راز ښاغلي حکمتيار د بايبل د هغو غلطو إدعاءو په اړه چې د يادې موضوع په رابطه يې لري هم تفصيلي وضاحت ورکړ او ويې ويل؛ چې قرآن د هغو ټولو غلطو إدعاءو «چې د يادو او يا هم ورته نورو موضوعاتو په اړه يې کړي» ترديد کوي.

نوموړي په همدې اړه د بايبل د هغې ناسمې إدعاء د ترديد او تصحيح له پاره د آيت الکرسي وروستۍ برخې او الرحمٰن سورې ۲۹نمبر آيت ته إشاره وکړه چې بايبل يې د ځمکو او آسمانونو د پيدايښت مودې په اړه لري او وايي چې: (خدای تعالیٰ ځمکې او آسمانونه په شپږو ورځو کې پيدا کړل، او دې کار «العياذبالله» هغه ستومان کړ او اومه ورځ يې بيا دمه وکړه).

د درس په پای کې د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن امير د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي او مُقنع ځوابونه وويل او له هغه وروسته ياده درسي مُحاضره د نوموړي په دعائيه پای ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان  د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟