.jpg)
اسرائيل وايي د فلسطين خلک ولې هغوئ په تيږو ولي!
وايي په ملګروملتونو کې د اشغالګرو اسراییلو استازي پر نړۍ له دې امله توندې نیوکې وکړې چې د فلسطين خلک هغوئ په تيږو ولي او نړۍ يې په وړاندي چوپه پاتي ده او د فلسطينيانو ددې ستر ظلم مخه نه نيسي.
اشغالګر اسراییل چې د هستوي او بيولوژيکي وسلو په ګډون هر راز پرمختللي جګړه ييز وسايل او ټکنالوژي لري او بې درېغه پرې مظلوم فلسطينيان وژني اما د فلسطين پر ځمکه د تيږو شتون هم نشي زغملای او د پام وړ ټکی پکې دا چې خپل دغه جبون اعتراض د ملګرو ملتونو په سازمان کې مطرح کوي.
زه هيڅ شک نلرم چې ملګري ملتونه به د رايو په اکثريت سره د فلسطينيانو تيږې ويشتل یو تروریستي عمل وګڼي او پر وړاندي به یې د منشور د اوم فصل د احکامو مطابق د اسراییلو په ننګه د نړيوال ائتلاف په چوکاټ کې قهري اقدامات ترسره کړي لکه چې ورته کار تر دې وړاندي د عراق، افغانستان،شام او .... په حق کې ترسره شوی هم دی.