No-IMG

د غني او کرزي په حکومتونو کې تمرکز او فوکس په جګړو او دښمنې باندې و

په دې خو موږ ټول ښه پوهیږو چې د غني او کرزي په حکومتونو کې د هیواد په بهبودۍ او جوړولو کې خورا زیات طلائي فرصتونه ضایع شول، او ډیر څه مو له لاسه ورکړل. له بده مرغه د دوی په ماموریت کې یوازې تمرکز او فوکس په جګړو او دښمنۍ باندې و، په داسې حال چې جګړه او دښمني په خپله له ځان سره ډېر نفرتونه زيږوي چې په نتیجه کې ځيني ګاونډي هیوادونو ډیر په اسانۍ سره زموږ له ملي مسایلو او ارزښتونو د ځان په ګټه استفاده وکړه. په لوی لاس مو د ټولو مسایلو چانس په خپله ورکړو، حتی د دوی په حکومتونو کې د همدغو ګاونډېو او نړیوالو په امر او فرمایش په وزراتونو او ګمرکاتو کې ډیر په لوړه کچه مامورین ګمارل کیدل؛ تر ډیر وخت پورې به ئې کار کاوه او ډیر لوړ معاشات به ئې ورکول. او دغه ټول د ګاونډي هیوادونو خلک و چې په افغانستان کې يې ماموریت کاوه، له بده مرغه اوس کرزي، غني او شورای نظار جبهې غړو خپلې حافظې له لاسه ورکړي دي.

زما په اند ښه به دا وي چې د تیر شوي تاریخ نه لږ تر لږه عبرت واخیستل شي، دا به د هیواد او د افغانستان ټول ملت په خیر وي. دا منو چې افغانان په اوسني شرایطو کې د هر چا مرستو ته اړتیا لري، اما که موږ د خپلو کمو امکاناتو او له خپلو مسلکي کدرونه په سمه توګه مدریت کړې شو؛ فکر نه کوم چې موږ د هیواد په ډیرو امورو کې نورو هیوادونو ته اړتیا ولرو. البته ګاونډي هیوادونو سره ځيني مسایل او مشتراکات لرو خو په اساس د اصولو او قوانینو باید هر څه عملي شي.

له بده مرغه د افغانستان له اوسني وضعیت نه هر هیواد د دې هڅه کوي چې څنګه د افغانانو له بې وسۍ او مجبوریت نه غیر مشروع سوءاستفاده وکړي او خپل شوم اهداف ترلاسه کړي. افغانان دې داسې فکر نه کوي چې دغه اوسنی سیاسي او اقتصادي ناورین په خپله تصادفي شکل رامینځته شوی دی.

متاسفانه دغه ویروونکی حالت قصداً او عمداً د نړیوالو او ځينو اسلامي هیوادونو په واسطه د تهدیداتو او فشارونو د ساتلو په خاطر د یو ځانګړي پلان له مخې دغه پروژه ډيزان شوې او عملي کیږي.

افغانان په صبر، استقامت او ډیر په غور سره باید خپلو ملي او سیاسي مسؤلیتونو او ارزښتونو ته متوجي اوسي؛ څو د ملت په مرسته د افغانستان ملي او اسلامي مسایلو ته د حللاره پیدا کړي. ځينې هیوادونه خو هسې په کمین کې ناست دي چې څنګه د جنګ لپاره زمینه مساعده کړي، دوی کوشش کوي چې افغانان يو ځل بیا له بل تور برخلیک سره مخ کړي.!

د افغانانو عزت او سعادت یوازې په اتفاق او په یووالي کې موجود دی، البته پرته له هغه چا چې وطن او ملت ته ئې خیانت کړی وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟