No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏تیم ملی کرکت زیر ۱۹ سال افغانستان در دومین‌ بازی شان در جام جهانی، پس از چاشت امروز به مصاف تیم پاکستان می‌رود. پیش از این، تیم افغانستان در نخستین بازی‌اش در این رقابت‌ها، تیم پاپوآگینه نو را شکست داد.

: ‏د افغانستان د موی‌تای فدراسیون مسوولان وايي، د موی‌تای ملي ټیم غړی علي سجاد محمدي چې دوه ورځې وړاندې د کابل ښار په شپږمې امنیتي حوزه کې د نامعلومه کسانو له لوري ټپي شوی و، تېره شپه د کابل په یوه روغتون کې ومړ. د ښاغلي سجاد کورنۍ هم د هغه د مړینې خبر مني.

: ‏کابل کې د ترکیې سفیر وایي، ترکیه هیچاته اجازه نه ورکوي، څو یې له خپلې خاورې د اسلامي امارت خلاف فعالیت وکړي.

د ترکیې سفیر له سراج الدین حقاني سره لیدنه کې ویلي چې له افغانانو سره همکاریو ته دوام ورکوي او هیواد یې د اسلامي امارت خلاف چاته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

‏په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د ترکیې له سفیر څخه غوښتي څو د افغان يتيمانو د زده کړو لپاره په افغان معارف کې ځانګړې سهمیه ورکړي او د افغان یتیمانو لپاره تعليمي بورسونه ورکړي چې ترکي سفیر په دې برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د ۲۶۸.۳ میلیونه یورو بشردوستانه مرستې له اعلان هرکلی کړی.

حامد کرزي دغه مرستې چې زیاته برخه یې معارف او روغتیا سکتور ته ځانگړې شوې پر ځای پرېکړه بللې ترڅنګ یې د افغانستان خلکو سره د بشري مرستو پر دوام او تسریع ټینګار کړی دی.

: ‏د افغانستان ا.ا د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منیر ویلي چې دوی د خپل مسوولیت له مخې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکوي.نوموړي د م.م له استازې دیبورا لاینز سره په لیدنه کې ویلي چې زده کړې د نجونو حق دی او دوی مسوول دي چې هغوی ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

: ‏د افغانستان بانک راپور ورکړی دی چې افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیون امریکایي ډالرو نغدي مرسته نن کابل ته را رسېدلې ده.

: ‏د افغانستان ا.ا د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست ویلي چې په هېواد کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې هیڅ ډول خنډ وجود نه لري. هغه زیاته کړې ده چې تعلیم پر ښځه او نر دواړو باندې فرض دی او ا.ا د نجونو له زده کړو سره ستونزه نه لري.

: ‏مولوی عبدالسلام حنفی معاون رییس‌الوزرای ا.ا.ا. ظهر امروز با ایلیو فیلون، رییس کمیتۀ جهانی صلیب سرخ در افغانستان، دیدار کرد.

در این دیدار، ایلیو فیلون گفت که وضعیت افغانستان ایجاب می‌کند که ما و شرکای ما، فعالیت‌های خود را در این کشور بیش‌تر کنیم.

: ‏يو شمېر ښځو نن په کابل کې د هغو ښځو پر وړاندې چې حجاب نه مراعتوي او د افغاني فرهنګ سپکاوی کوي د (حجاب زموږ عزت، حجاب زموږ زينت، حجاب زموږ وياړ دی) تر شعارونو لاندې لاريون وکړ او له اسلامي امارت یې ملاتړ څرګند کړ.

: ‏بر اساس حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان، مولوی حمدالله نعمانی معاون پیشین شاروالی کابل به‌حیث سرپرست وزارت شهرسازی و مسکن تعیین شد.

هم‌چنان، مولوی عصمت الله عاصم به‌عنوان معاون شاروالی کابل گماشته شد.

: ‏د ا.ا.ا. د استخباراتو ریاست وايي چې ځینې کسان بهرنیو هېوادونو ته د تګ په موخه د ديني او ملي ارزښتونو سپکاوی کوي او پر ا.ا. بې بنسټه تورونه پورې کوي.

په وینا یې په دغه برخه کې یو شمېر رسنۍ هم بې بنسټه تورونه رسنیز کوي.

‏دوی ویلي چې نور افغان غیور ولس ته د دیني او ملي ارزښتونو سپکاوی د زغم وړ ندی، هیله ده چې رسنۍ د ژورنالستیکو اصولو په پام کې نیولو سره له ورته پروپاګند خپرولو څخه ډډه وکړي.

: ‏ریاست امور مهاجرین و عودت کنندگان پکتیکا به همکاری موسسه (UNOCHA- AHF) برای هر یک از ۲۴۰ خانواده نیازمند ۲۰۶۰۰ افغانی پول نقد و پنج کمپل در مرکز و ولسوالی ارگون آن ولایت کمک کرد.

: ‏په خوست کې د یونیسف په مالي ملاتړ ۴۰۰ یتیمانو ماشومانو د غیر خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه.

په ورته وخت کې په پکتیکا کې هم  ۲۴۰ کورنیو نغده او د خورواکي توکو مرسته ترلاسه کړه.

په مرسته کې پر هرې کورنۍ پنځه کمپلې او ۲۰ زره ۶۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه مرکه کې ویلي چې دوی له روسیې سره د خبرو له لارې مخ ته ځي. دده په خبره روسیې ته یې واضح کړې چې یا به خبرې کوي او یا به له امریکا سره د مخامخ کېدو عواقب زغمي.

: ‏درېیو نورو امریکایي استازو جیس کرو، تام مالینوفسکي او پیتر مایجر یوه ګډ لیک کې د امریکا له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ ستره برخه ازاده کړي. د دوی په خبره دا د افغانانو حق دی او امریکا باید د یادې شتمنۍ له کنګل کولو لاس په سر ش.

: ‏د امریکا ولسمشر جوبایډن روسیې ته ګواښ کړی دی چې پر اوکراین د برید په صورت کې دې بېساري ناورین ته منتظر اوسي. بایډن د ولسمشر په توګه خپل لومړني کلني کنفرانس ته په خبرو کې ویلي، دوی کره شواهد لري چې روسیه غواړي پر اوکراین برید وکړي.

: ‏د پاکستان په ستر سوداګریز ښار لاهور کې چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا چاودنه په یو موټرسایکل کې د چاودنې توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي او ۲۲ نور سخت ټپيان شوي دي.

‏امريکايي سناتور برني سنډرز د افغانستان بشري ناورین ته د اندېښنې څرګندولو په تړاو په یوه ټویټ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ژر تر ژره ازادې کړي، څو په دې هېواد کې د وضعیت ناوړه کېدو او د مېلیونونه کسانو د مړینې مخه ونیول شي.

: ‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، افغانستان ته به ۷۰۰ ټنه بشرپاله مرستې واستوي. اناتولي خبري اژانس زیاته کړې، په دې مرستو کې خواړه، پوښاک او روغتیايي توکي شامل دي چې د لسو غیردولتي بنسټونو له لوري راټول شوي او د اوسپنې پټلۍ له لارې به افغانستان ته راواستول شي.

: ‏د امریکا دفاع وزارت د هغه هوايي برید ویډیو خپره کړه چې د تېر زېږدیز کال اګسټ میاشتې په ۲۹مه د دې هېواد د ځواکونو له لوري په کابل کې تر سره شوی و. په دې برید کې د اووه ماشومانو په ګډون لس ملکي کسان وژل شوي وو.

: ‏ابراهیم رئیسی، رییس جمهور ایران در دیدار با همتای روسی‌اش گفته است که ایجاد حکومت‌ فراگیر یگانه گزینه برای ثبات و امنیت پایدار در افغانستان است.

: ‏‏د امريکا ولسمشر جوبايدن يو ځل بيا له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه له خپلې پرېکړې دفاع وکړه. هغه په یوې خبري ناسته کې ویلي، امریکا هره اوونۍ په افغانستان کې یو مېلیارډ ډالر لګول او زیاتوي، له افغانستانه د وتلو په خاطر چې په دې اړه پرې نیوکې هم شوي، بښنه نه غواړي.

بایډن یوځل بیا ویلي، چې افغانان یو متحد ملت نشي جوړېدای او د یوه واحد حکومت تر چتر لاندې ننشي راتلی، نو ځکه په دې هېواد کې د امریکا حضور بې ګټې و.

‏هغه د تخلیې ماموریت بریالی بللی او ویلي دي اوس چې په افغانستان کې وضعیت خراب دی، مسوول یې ددغه هېواد نوی حکومت دی او امریکا ورسره هېڅ راز همکاري نه شي کولی.

د امریکا ولسمشر وايي چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې وضعیت خراب دی او ستونزې لري، نو مسوولیت خو یې پر امریکا نه دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟