No-IMG

د اشغال تر شکست وروسته افغانان هر وخت له درېو لویو اړخونو او ننګونو سره مخ شوي

په افغانستان کې چې کله اشغال له شکست سره مخ شوی، نو افغانان هر وخت له درېو لویو اړخونو او ننګونو سره مخ شوي.

لومړې؛ د بهرنیانو سیاسي، اقتصادي او استخباراتي توطيئو سره لاس او ګریوان شوي.

دوهم: د سیمو ګاونډي هیوادونو د پټو دسيسو ښکار شوي.

دریم: افغانانو سمدلاسه کورنی سیاست او ولسي مشروعیت له لاسه ورکړی. له بده مرغه د ناکامۍ اصلي لامل خپل مينځي اختلافات دي.

زه وایم چې ښه به دا وي چې  افغانان په دغه خپل داخلي اړخ باندې چې ټول فوکس او تمرکز وکړي، نو د بريا سعادت به ئې ډیر زر په برخه شي. او په ضمن کې د خپلو خلکو له ځواک او ظرفیت څخه به ښه ګټه پورته کړي، او د خپل ځان ولس د جوړولو لپاره به د افغانستان ټول قومونه په یو ټغر راټول کړي، او په دې لوی کور کې به ټولو افغانانو ته د وروڼو په څیر د سوله ایز ژوند اطمئنان ورکړي.

نو زه باور لرم چې کله نړیوال او ګاونډي هیوادونه د افغانانو خپل مینځي یووالی او اتحاد وويني په خپله به هر څه ته غاړه کیدي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟