No-IMG

جنسي اړيکې ته قانوني آزادي ورکول؛ ناوړه پايلې چي کفري نړۍ ور سره مخ دی

په غربي بلکي په عموم کي اوس په بشپړه غیر اسلامي ټولنه کي یو بد ترین جرم د جنسي اړیکه کي اوسېدلو (Live in relationship) اصطلاح سرایت کړی؛ دې اړیکي ته د هند په شمول په ډېرو هیوادونو کي قانوني آزادي ورکول شوې ده؛ معنیٰ دا چي یوه جوړه نارینه او ښځه په یو ځای کي د خاوند او مېرمن په څېر گډ ژوند د نکاح او واده پرته سره تېرولی شي؛ تر څو دا امتحان کړي چي د دوی اختلاط او گډ اوسېدل عملي بڼه درلودلی شي او آیا دوی د واده په څېر ستري فیصلې ته چمتووالی نیولی شي او کنه؟! که ځواب مثبت وو کلونه وروسته به واده کوي او که څه نا څه فکري اختلاف رامنځ ته شو نو بیا به سره جلا  کیږي...

په دغو لبـرالو ټولـنو کي واده ډېر وېروونکی انځور لري؛ د زوجیـنو بالخصوص د مېرمنو په ارتباط بې ځایه او مبتذلي ټوکي مشهوري شوي؛ نوی ځوان خو د واده تصور هم نشي کولی؛ دوی خپل ځوان نسل ته د سېکس اېجوکېشن په نوم زده کړي په همدې موخه ورکوي چي هغوی وکولی شي له آزادو جنسي اړیکو باوجود خپل ځانونه له ناروغیو خوندي وساتي؛ په دغو ټولــنو کی جنسي انحراف په یو ستر بحران بدل شوی چي هلته ئې د دوی ارزښتونه له منځه وړي؛ کورنی سیسټم ئې تباه کړی؛ ټولنه ئې له بدترینو جنسي جرائمو ډکه شوې...

همدا لامل دئ چي په دغسي ټولنو کي د اولاد زېږول د دوی د ودونو په څېر ستونزمن کار دئ؛ والدین ئې دواړه په وضائفو لگیا وي؛ ماښام دواړه ستومانه کورته راځي؛ د اولاد کفالت ته ئې مزدوران نیولي وي؛ اولاد د مور او پلار له شفقته محروم وي او دوی(والدین) خو حتیٰ د خپل منځي عشق هیڅ اصول نشي مراعاتولی؛ د دوی ودونه اکثراً ناکام ثابت شوي؛ همدغو پېـښو په لبرالو ټولنو کي دا تأثر خپور کړی چي دوی دي د نارینه او ښځي پر فطري غوښتنو هم شکمن شي؛ ځکه د هغوی بریالی ژوند دوی نشي کتلی؛ دوی د دغو اړیکو پر حالت فکر نکوي؛ د جوړ جاړي لاري چاري نشي لټولی ځکه هغه حدِاقل د یوه قربانۍ ته اړتیا لري؛ نو ځکه هم دوی له واده بې زاره وي؛ د اولاد زېږول عبث کار ورته ښکاري...

تاسي وگورئ! په چین کي هر ۱۰۰۰-زر کسان ۷.۵ ماشومان زېږوي چي ډېره ټیټه کچه ده؛ د هندوستاني بي جې پي/حاکم گوند متعصب پنډتان له مسلمانانو ځکه ډېر متنفر دي چي د هغوی د پیدائښ کچه تر هندوانو ډېره زیاته ده؛ یو خو زیاتره هندي مسلمانان تر یوه زیات ودونه کوي او بل دا چي د اولاد بندول هم په ډېرو حالتونو کي د گناه موجب گڼي؛ پنډتان وايي په ۲۰۳۰م کي به د مسلمانانو شمېر په هند کي ډېر زیات شي چي دا د دوی وجود ته خطر محسوب کیږي...

راپورونه بې حسابه شته؛ ثابت حقیقت دئ نو ځکه به لینکونه نه شریکوم...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟