No-IMG

فقر او د هغه ځنې اسباب او عوامل

فقر یو داسې حالت ته وایي چې په هغه کې یو کس د ځان او کورنۍ اساسې ضرورتونه لکه ډوډۍ, لباس او یا د اوسیدو مناسب ځای نشې پوره کولی. فقر په قرانکریم او نبوي احادیثو کې غندل شوی دی. په قرانکریم کې فقر د شیطان وعده ګڼل شوې ده (الشیطان یعدکم الفقر) او په حدیث شریف کې فقر یو داسې حالت ګڼل شوی دی کوم چې کفر ته لاره هواروي. (کاد الفقر ای یکون الکفر). رسول اکرم (ص) د الله (ج) څخه د کفر او فقر نه پناه غوښتې ده: اللهم انِّی اعوذ بک من الکفر و الفقر.

په اقتصادي بحثونو کې هغه چا ته چې ورځنی عاید یې له یوې معلومې اندازې, د مثال په توګه په ورځ کې له سلو افغانیو کم وي, فقیر یا مسکین ویل کبږې. داسې کسان د فقر له کرښې ښکته کسان ګڼل کیږي. د فقر کرښه یا Poverty Line له یو ملکه تر بل ملکه توپیر لري.

په یوه ټولنه کې ډير اسباب او عوامل د فقر راتګ ته لاره هواروي. نوموړي اسباب او عوامل په لویو او کوچنیو برخو تقسیمیدلای شي. لوی اسباب او عوامل هغه دې چې اثرات یې پر ټولنه پریوځې. لکه د ملکونو تر منځ جنګونه, کورني جنګونه, وچکالي, د حکومتونو فساد او غیر عادلانه اقتصادي کړنلارې چې په نتیجه کې يې شتمني د څو ګوتو په شمیر کورنیو او کسانو په لاسونو کې محدوده شي.

واړه اسباب او عوامل هغه دې چې اثرات یې یوازې تر یوې کورنۍ محدود وي. د مثال په توګه د کورنۍ مشر د کار د پیدا کولو لپاره لازم سواد, پوهه یا مهارتونه نلري, یا د هغه دوامداره مریضي, معیوبیت, مرګ یا په هیروینو معتاد کیدل, اجتماعي ناوړه عادات او رواجونه چې په نتیجه کې يې کورنۍ په کلونو, کلونو د قرضو او سود تر بار لاندې وي. ډير ځلې داسې شوي دې چې فقر له یوه نسله بل نسل ته انتقال شي او ناوړه اثرات یې لا زیاد ژور شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟