د رواني جنوري مياشتې له ۲۳ - ۲۵ د افغانستان په اړه د ناروي په پلازمېنه اسلو کې غونډه کیږی
د ناروي د بهرنیو چارو وزیر ويلي چې له کابل څخه د دوی د یوه پلاوي له ليدنې وروسته ددې غونډې تابیا شوې او ټاکل شوې چې په یاده ناسته کې طالبان د ناروې، یو شمیر نورو هیوادونو او نړیوالې ټولنې له استازو سربیره له نورو افغاني اړخونو سره هم خبرې اترې ولري.
دا ناسته به د نړيوالې ټولنې سره د تعامل او تفاهم غوره فرصت وي او شونې ده چې د افغانستان د کشالې د حل لپاره یوه اغېزمنه مقدمه جوړه شي.